امريکا ته د عطا پينځه وړانديزونه

د عطا له روح روان ((سپږمو و دماغه)) د کارمل ((د افغانستان د تجزيې)) بوي راخېژي
دا هغه ارمان دی چې ببرک کارمل له ځانه سره يووړ، خو عطا به يې هم يوسي. نوموړی له پيله باغي وو، باغي دی او باغي به وي. د شمال ټلواله د ماويستانو، ستميانو او کارمليانه چلوټه ده
 
که د نوموړي لاندې پينځو غوښتنو ((وړانديزونو)) ته ځير شو، نو نوموړي ښکاره لومړی پر خپل ځان او ټلواله يې د شفافيت غوښتنه کړې ده چې هغه د بُن د پرېکړې پر اساس ناسم وېش دی چې ډېره کی ورته له پامه غورځول شوی او لږه کي ته د ډېره کي او هم د نورو لږه کيو برخه هم ورکړل شوې ده. په همدې تېرو ټاکنو کې به دوی ان ډاکټر عبدالله عبدالله په ډاګه ويلي وو چې اتيا برخې واک له موږ سره دی، نو عطا د ډاګي زوی دې له خدايه او الله تعالی دې له ده بېزاره شي او هم دې د پېغمبر عليه السلام له شفاعته محروم شي چې دوی د کرزي په دوره کې څومره واک لرلو؟ همدا اوس دې لنډه غر ويلي وو چې په سلو کې اتيا برخې دولتي نظامي پرسونل زموږ په لاس کې دی. که زه وغواړم، په اسانۍ سره حکومت ړنګولی شم، نو اوس دی ولې اشرف غني په انحصار تورنوي؟
 
عطا اوښان پر بډه وهلي او پښې ترې لاندې زانګي اوس ځان حکومت، ولس او نړيوالې ټولنې ته سپينوي چې ما خو هېڅ نه دي کړي او دغه څه مې چې پيدا کړي دا راته د بني اسرائيلو په شان د ((من وسلوی)) په بڼه الله تعالی راکړي دي، خو د ((من وسلوی)) له انجامه بيا خبر نه دی چې بېزوګان ترې جوړ شول. همداسې کله چې د عيسی عليه السلام په وخت کې د مآئدې غوښتنه شوې وه، نو هلته ورته هم شرط وړاندې شوی وو چې انجام به يې درته خورا ګران وي. داسې سزا به ورسره مله وي چې ساری به يې وړاندې و وروسته ونه موندل شي، نو عطا بايد په دې پوه شي چې د الله تعالی ورکړه هېچا ته دغسې وړيا نه ده، لکه دی يې چې ځانته انګيري.
 
دغسې مفتې و وړيا شوړې انبياو ته نه دي ورکړل شوي، لکه تا چې د امريکا پر ډالرو، بيت المال، دولتي او شخصي زمکو او ګمرکونو ځان پړسولی دی او نن لا امريکا ته ګواښنې هم کوې. د الله تعالی د غضب څپېړه سخته ده، خو داسې برېښي چې تاسې د الله تعالی د غضب څپېړې ته ورنژدې شوي ياست او ژر ده چې د الله تعالی د غضب څپېړه به دې له روح و روانه پورته شي. ستاسې غوندې ډېر فُساق و فُجار نن د تاريخ يو څپرکی دی.
 
د ملت حق دې خوړلی، نن دی او که سبا محاسبې ته به مخکېږې. دا خو همدغه امريکا و ناټو وه چې له تا غوندې له يو نااهله او بې تربيه نه چې نه دې اسلامي تربيه سمه ده او نه جهادي، بلکې د کارمليانو په نغوته روان يې. د فدرالي نظام ارمان به دې هېڅکله پوره نه شي. په دې خاوره ميليونونو انسانانو قرباني ورکړې او ستا غوندې يو لنډه غر او بېباکه به يې هېڅکله پر سيند لاهو نه کړي. دا خاوره پر وينو ګټل شوې او پر وينو به ساتل کيږي، خو ستا غوندې يو بېباکه او لنډه غر ته به يې هېڅکله پر اسانه پرېنږدي.
 
عطا د افغانستان د وضعيت په اړه، امريکا ته پنځه وړاندېزونه کړي
http://rohi.af/fullstory.php?id=64096