
درې لاملونه: ولې طالبان د افغان حکومت پرځای، له امريکا سره د سولې خبرې کوي؟
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
په دې ورستيو کې طالب وسله والو دوه ځلې د سولې د خبرو او په افغانستان کې د روانې شخړې لپاره د مذکراتو له لارې د حل په موخه تياری او چمتوالی ښودلی؛ هغه هم د امريکا د متحدو ايالتو له حکومت سره.
څه وخت وړاندې، طالبانو د امريکا ولس او کانګرس په ادرس يو پرانستی ليک خپور کړ. دوی په دې پرانستي ليک کې، له امريکايانو او د کانګرس له غړو غوښتنه کړې وه، چې خپل جنګ خوښونکي مشران راضي کړي، ترڅو له مونږ سره سوله وکړي. طالبانو په ياد ليک ويلي وو، چې په جګړې سره امريکا مونږ ته ماتې نشي راکولی، نو غوره دا ده چې د سولې په خبرو سره ستونزې حل کړو.
تازه، تېره ورځ طالبانو د امريکا حکومت ته وړانديز کړی او د سولې په اړه يې له امريکا سره د خبرو لپاره چمتوالی ښودلی دی. طالبانو هغه وخت له امريکا سره د سولې خبرو لپاره چمتوالی وښود، چې د سويلي او مرکزي آسيا لپاره، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، طالبانو ته وويل، چې د دوی پرمخ د خبرو او مذاکراتو دروازې هر وخت خلاصې دي او دوی کولی شي له امريکا او افغان حکومت سره د سولې خبرې مخ ته يوسي.
د افغان حکومت پر ځای په مستقيم ډول، له امريکا سره د طالب وسله والو د سولې د خبرو وړانديز، د افغان حکومت او يو شمېر افغانانو غبرګونونه را پارولي دي.
تېره ورځ، ولسمشرۍ ماڼۍ له امريکا سره د طالبانو د سولې د تياري په اړه وويل، "که طالبان په رېښتيا سره افغانان وي، نو بيا بايد له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، نه له بهرنيو هېوادونو سره."
ولسمشرۍ ماڼۍ همدا ډول ويلي دي، چې سوله د افغانستان د جګړې په اړه کيږي، نو غوره دا ده، چې ښکېل لوري (وسله وال طالبان او افغان حکومت) په مستقيم ډول د سولې خبرو ته سره مخامخ دننه شي.
له بلې خوا، د سولې عالي شورا هم، له امريکا سره د طالب وسله والو د سولې د خبرو په غبرګون کې ويلي، "افغان حکومت تياری دی، چې له طالب وسله والو سره په کور دننه او یا هم د نړۍ په هر بل هېواد کې د سولې خبرې - اترې تر سره کړي، خو په هغه صورت کې چې خبرې بين الافغاني وي، واک او صلاحيت يې له افغان حکومت او طالب وسله والو په لاس کې وي."
دلته په دې خبرې شننه کوو، چې ولې طالب وسله والو د افغان حکومت پر ځای له امريکا سره د سولې د خبرو لېوالتيا لري؟ په داسې حال کې، چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانيستی، د سولې د څرګند ادرس لپاره يې، د سولې عالي شورا په نوم شورا رامنځ ته کړي او په هره بهرنۍ او کورنۍ ناسته کې يې؛ په طالب وسله والو د سولې غږ کړی او د سولې له پرانيستو دروازو يې ورته ويلي دي.
که طالبان دا ادعا کوي، چې په تېرو ۱۷ - ۱۶ کالونو کې، افغان حکومتونو د سولې ژمنې کړي، خو په عمل کې يې د سولې لپاره څه نه دي کړي، نو په همدې پار د سولې په اړه د افغان حکومت ژمنې د باور وړ نه دي او دوی اړ دي، چې له امريکا سره د سولې خبرې په مستقيم ډول پر مخ يوسي.
نو په دې استدلال سره، په اصطلاحوي ډول، چې طالبان په ځان عريضه کوي او له خپلې ادعا سره په ټکر کې راځي. له ۲۰۰۱ يو څخه بيا تر نن ورځې پورې، طالب وسله وال وايي، چې افغان حکومتونه واک او صلاحيت نه لري، بلکې د امريکا په لارښونه چارې تر سره کوي او د امريکا په لاس کې پروت حکومت دی، نه خپلواک او مستقل.
نو کله چې په تېرو کالونو کې د سولې په اړه د افغان حکومتونو کړنې رېښتنې نه وې، بلکې شعاري ډول يې درلود، او طالبان دا هم وايي، چې افغان حکومتونه خپلواکه هم نه دي، نو بيا د سولې په اړه رېښتنې او نه رېښتنې ژمنې په افغان حکومتونو پورې اړه نه لري، بلکې هر څه چې شوي د امريکا په خوښه شوي. کله چې حکومت د امريکا په لاس کې شي، نو د سولې لپاره اراده لرل او يا نه لرل؛ د سولې لپاره رېښتنې هڅې او غولونکې هڅې او نور هر څه بايد په امريکا پورې وتړل شي، نه په افغان حکومت پورې.
نو په حقيقت کې، امريکا طالبانو ته د سولې دروغجنې ژمنې ورکړي، نه افغان حکومت. نو بيا ولې طالبان نن په امريکا باور کولی شي، په داسې حال کې په تېرو ۱۷ کالونو کې امريکا د طالبانو سره سوله ونه کړه؟
درې لاملونه شتون لري، چې طالبان له امريکا سره د سولې خبرې غواړي:
لومړی: طالبان د سولې اراده نه لري. څرګنده ده، چې د طالبانو او امريکا د سياسي، ديني، کلتوري او حکومتي لېدلورو ترمنځ ډېر واټن موجود دی. په مکمل ډول سره، طالبان او امريکا په ايډيالوژیک ډول له يو او بل څخه ډېر لېرې والی لري. خو افغان حکومت او وسله وال طالبان، دواړه افغانان دي. د دوی لېدلوري که پنځوس سلنه سره لېرې وي نو پنځوس سلنه سره نېږدې هم دي. يو دين، يو کلتور، يو هېواد او يو تاريخ؛ طالبان او افغان حکومت ډېری شريک ټکي سره لري، چې دې دغه شريکو ټکو په اساس دوی زر کولی شي، بريالۍ سولې ته ورسيږي. خو له امريکا سره د طالبانو د سولې تياری په دې مانا دی، چې طالبان په هېڅ ډول سولې ته تياری نه دي.
دويم: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ، د بين الافغاني مذاکراتو په اساس، افغانستان له سعودي عربستان او نورې اسلامي نړۍ سره نېږدې کېدای شي. چې پايله به يې له سعودي عربستان او اسلامي نړۍ څخه د پاکستان د لېروې والي په بيه تمام شي. نو پاکستان نه غواړي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ، د اسلامي نړۍ په منځګړيتوب د بين الافغاني خبرو له لارې افغانستان له اسلامي نړۍ سره نېږدې شي او په پاکستان ورڅخه لېرې والی پيدا کړي.
درېيم: پاکستان ته، د افغانستان سره د ښو او يا بدو اړيکو پر ځای، له امريکا سره ښې او بدې اړيکې ډېر اغېز لرونکې دي. له امريکا سره د طالبانو د سولې خبرې؛ د طالبانو او امريکا ترمنځ پاکستان د منځګړې په توګه را وستلی شي او پاکستان په دې سره، خپلې اړيکې له امريکا سره ښې کولی شي او ګټې به يې يو ځل بيا خوندي شي. بين الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان رول بې ارزښته کيږي، چې په پايله کې پاکستان، د امريکا او اسلامي نړۍ څخه منزوي کېدای شي.