
د ترهګرۍ په جګړه کې به، سعودي له افغانستان سره پاتې شي او که له پاکستان سره؟
ډاګټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
په افغانستان کې روانه جګړه نړيوال او سيمه ييز ابعاد او اړخونه لري. د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه په مستعقيم ډول د افغانستان په جګړه دننه شوي، او د افغان حکومت تر شا ولاړه ده. روسيه، ايران او پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول له طالب وسله والو سره په پټې پوځي او مالي همکارۍ تورن هېوادونه دي.
سعودي عربستان، چين او يو شمېر نور اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونه هم په يوې اندازې په دې تورن کيږي، چې د افغان حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره مرسته کوي او يا په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه غږ نه پورته کوي.
د ايران او پاکستان پرته، چې په افغان جګړه کې په څرګند ډول د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، د نړۍ له نورو اسلامي هېوادونو څخه د افغان حکومت او عامو افغانانو ګېله دا ده، چې دوی کولی شي د اسلامي لېدلوري له لارې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع اعلان کړي او يا هم په طالب وسله والو د ديني او اسلامي تړاو په اساس فشار راوړي تر څو سوله وکړي، خو اسلامي نړۍ په دې برخه چوپ او بې پرې ده.
دا چې طالب وسله والو په افغانستان کې د حکومت او نړيوالو ځواکونو پر وړاندې جګړې ته ديني او اسلامي رنګ ورکوي، نو د جګړې په په مشروعيت او سولې ته په را وستلو کې د اسلامي نړۍ رول د ډېر اغېز درلودونکی کېدای شي.
چې په همدې اساس له اندونيزيا سره د افغانستان د نويو اړيکو څپرکي، په افغان حکومت او عامو افغانانو کې د سولې او د جګړې د پای هيلې را ژوندۍ کړې دي. له اندونيزيا سره د افغان حکومت اړيکو دا هيله بښلي، چې د ياد هېواد د ديني علماء د فتوا او فشار په اساس به وسله والو طالبان يا سولې ته کيني او يا هم به د دوی د جګړې زور سست شي.
په ديني او مذهبي لحاظ له اندونيزيا هم لوړه تمه سعودي عربستان ته کيږي. سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو په سر کې راځي او د نړۍ د اسلامي هېوادونو په منځ کې يې غږ او خبره د اغېز وړه ده.
په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د سعودي عربستان غږ چوپ دی او ختی داسې اټکل هم کيږي، چې دغه هېواد د پاکستان په خوښه په افغانستان کې له جنګېدونکو وسله ولو ډلو سره يو ډول خواخوږي او نېږدې والی لري.
که چېرې په تاريخي لحاظ په سيمه او نړۍ کې د پاکستان اړيکو ته وګورو، نو په اسلامي هېوادونو کې پاکستان له سعودي عربستان سره ډېرې ښې اړيکې لري او په ډېری مسايلو کې، دغه دوه هېوادونه يو واحد نظر لري. د پاکستان او سعودي عربستان ملي ګټې په ځينو مسايلو کې سره شريکي دي، او تر اوسه داسې کومه لويه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، چې دغه دوه هېوادونه په خپل منځ کې سره ټکر وکړي.
په دې ورستيو کې د هېواد د ملي امنيت د شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د سعودي عربستان د وليعهد شهزاده محمد بن سلطان په رسمي بلنه ياد هېواد ته سفر وکړ. اتمر د ياد سفر په ترڅ کې له سعودي چارواکو سره لېدنې - کتنې درلودې، چې تر ډېره يې خبرې په افغانستان کې د سولې په موضوع څرخېدلې. اتمر په سعودي کې له خپلو لېدنو - کتنو خوښ وو او د افغانستان د سولې په مساله کې يې د سعودي عربستان له همکارۍ ډاډ درلود.
اتمر په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي عربستان راتګ مساوينه او داوړو هېوادونو ته په يوه سترګه ګوري. نوموړي ويلي دي، چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان راته ويلي، چې افغانستان او پاکستان داوړه په سیمه کې د سعودي عربستان لپاره مهم هېوادونه دي او لکه د يو وجود دوه سترګې، سعودي ته په يو شان ارزښت لري.
اوس که په دې خبرې شننه وکړو، چې د ترهګرۍ سره جګړه، په حقيقت کې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ جګړه ده، دا ځکه چې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په وار - وار ويلي، چې د ترهګرو مالي ملاتړ هم پاکستان کوي، روزنه يې هم په پاکستان کې کيږي، پټنځايونه هم په پاکستان کې لري او افغانستان ته هم د پاکستان له خاورې رالېږل کيږي. د ترهګر ۍ په جګړه کې د افغان حکومت سره ملاتړ او د افغان حکومت تر شا درېدل داسې مانا ورکوي، چې د پاکستان پر وړاندې درېدل دي او د پاکستان پر وړاندې جګړه کول دي.
پاکستان او سعودي عربستان له اوږد وخت څخه ښې اړېکې لري او له افغان حکومت سره د سعودي عربستان نېږدوالی له پاکستان څخه د سعودي عربستان د لېرې والي په مانا دی.
آيا دا شونتيا شته، چې سعودي عربستان له افغانستان سره نېږدې همکار پاتې شي او له پاکستان سره خپلې اړېکې خرابې کړي؟
لومړی: که چېرې افغان حکومت سعودي عربستان ته د يو مطرح هېواد په توګه د افغانستان د جګړې او سولې په موضوع کې ارزښت ورکړي او ورسره ډېپلوماټيکې اړيکې نيږدې کړي، نو عربستان به په دې برخه خپله لېوالتيا څرګنده کړي.
دويم: که چېرې د عربستان او افغانستان په نويو اړيکو کې د پاکستان او سعودي اړيکې تر اغېز لاندې راځي، نو سعودي عربستان به له يوې داسې ډېپلوماسۍ کار واخلي، چې هم تاريخي دوست پاکستان سره نېږدې پاتې شي او هم له افغانستان سره د اړيکو نوی فصل پرانيزي.
درېيم: که له افغانستان سره د سعودي عربستان اړيکې، د پاکستان او سعودي د لېرې والي په بيه تمامې شي، نو سعودي به له افغانستان سره ځان نېږدې او له پاکستان څخه به لېرې والی ونېسي. دا خبر ځکه شونې ده، چې له افغانستان سره د سعودي اړيکې د سعودي او نړيوالې ټولنې اړېکې لا نور هم سره ښې کولی شي، دا چې پاکستان په اوس وخت کې له نړيوالو فشارونو سره مخ دی، نو د سعودي عربستان او پاکستان ډېرې نېږدې اړيکې د نړيوالې ټولنې او سعودي د لېرې کېدو پايله ورکوي.
څلورم: هر هېواد د خپلو ملي ګټو په موخه د نړۍ له نورو هېوادونو سره اړيکې ساتي. تر نن ورځې پورې د سعودي او پاکستان ښې اړېکې په دې اساس دي، چې په يو بل کې يې ګټې خوندي دي، په سيمه کې يې اغېز پورته تللی شي او له نړيوالې ټولنې سره لا نور هم پياوړې اړيکې رامنځ ته کولی شي، نو څرګنده ده، چې دا هر څه دسعودي ملي ګټې دي او په همدې اساس به ځان له افغانسان سره نېږدې کړي.
په پايله کې ويلی شو، چې د افغان حکومت په ډېپلوماټيکو هڅو، افغانستان کولی شي، چې سعودي عربستان، د پاکستان په پرتله ځان ته رانېږدي کړي.