د مهترلام بابا ادبي ټولنې شپږمه اوونيزه غونډه وکړه.

پېښور : د مهترلام بابا ادبي ټولنې د پېښور د بورډ د زيارت تمځي ته څېرمه د PCS په کالج کې شپږمه اوونيزه غونډه وکړه. په دې مهال پروفيسر اسلم تاثير مشر ميلمه و. رياض اپريدى او د PCS کالج ډايريکټر معراج نبي مشران ميلمانه وو. محمد نور اپريدي د قرآن عظيم الشان څو آيتونه تلاوت کړل. د تېرې غونډې گزارش رحمت الله سمسور وړاندې کړ. وياندوى عبدالوهاب څاروان و. د روئيد همت په غزل کره کتنه وشوه، چې له ډېرو خبرو وروسته معياري وگڼل شو. په دې مهال د خيبر ايف ايم ٩١ راډيو لپاره مشاعره هم ثبت کړې شوه. په دې غونډه کې له دېرشو زياتو ليکوالو برخه اخيستې وه، چې د ځينو نومونه يې پ
ه دې ډول دي.
صفي الله ثمر، صفي الله سنگين، نصرت الله دوديال، تحسين الله تحسين، عماد الدين دوران، محمد اياز جانباز، نظير الحق قريشي، محسن صديقي، فضل قادر انډيوال او نور.
پرېکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې ته به صفي الله سنگين خپله نثري ليکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.