جنسي زورونه او جنسي تيری څه ته وايي؟

جنسي زورونه او جنسي تيری څه ته وايي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

تر ډېره به مو اورېدلي وي، چې ناپېژندو کسانو جنسي تیری کړی، ياد کس د جنسي تيري په تور نېول شوی، حکومت د جنسي تيري او جنسي زورونې مخنيوی نشي کولی او نور.

د جنسي تيري او جنسي زورونې په اورېدل سره، ستاسو ذهن ته دا درځي، چې نارينه په زور او تاوترېخوالي سره په نامشروع او غېرې قانوني ډول ښځې او جينې اړې کوي، ترڅو ورسره جنسي نېږدوالی او جنسي اړيکې تر سره کړي.

مخکې له دې چې په جنسي تيري او جنسي زورونې رڼا واچو، بايد ووايو چې جنسي تيری له زنا او لوطت سره توپير لري. زنا او لوطت د فاعل او مفعول په خوښه تر سره کيږي، خو په جنسي تيري کې فاعل؛ مفعول اړ کې ترڅو ورسره نامشروع اړېکې تر سره کړي.

که څه هم په نوره نړۍ کې جنسی تيری د قانون پر وړاندې سخت عمل او قوي جرم دی، چې سزا ښايي په مرګ باندې فيصله شي، خو د اسلام په مبارک دين کې، جنسي تيری، جنسي زورونه، زنا او لوطت ټول نامشروع عملونه بلل شوي او د اسلام د مبارک دين په رڼا کې يې مرتکب کسانو ته سخته سزا ټاکل شوي، ترڅو د نورو لپاره هم عبارت شي.

جنسي تيری: چې په انګلېسي کې ورته Rape وايي، يو ډول جنسي حمله ده، چې تر ډېره په کې زنا او يا لوطت تر سره کيږي، هغه هم د مفعول کس د خوښې او رضايت پرته.

د نړۍ هر هېواد، د خپل هېواد د قانون، کلتور، دين او ټولنې مطابق جنسي تيري ته تعريف ورکوي او ککړو کسانو ته يې سزا ټاکي.

د امريکا متحدو ايالتو د Federal Bureau of Investigation (FBI) ادارې تر ۲۰۱۲ کال پورې د ښځې له خوښې پرته د نارينه له خوا د زنا کولو عمل ته جنسي تيری ويلو، خو له ۲۰۱۲ وروسته يې، هر هغه کړنه چې د مفعول نارينه يا ښځينه له خوښې پرته، د قرباني سره د لوطت، زنا په ډول او يا د وجود له بلې هرې برخې سره تر سره شي، جنسي تيری او جنسي زورونه بلل کيږي.

د نړيوالو شمېرونو له مخې د اسلامي هېوادونو په پرتله په غېرې اسلامي هېوادونو کې د جنسي تيري کچه لوړه ده، خو بيا د پرمختللو هېوادونو په پرتله، په وروسته پاتې هېوادونو کې د جنسي تيري او جنسي زورونې کچه څو برابره لوړه ده.

د اسلام مبارک دين له شروع څخه بيا تر نن ورځې پورې، انساني او بشري حقوقو ته په لوړه سترګه ګوري، او هغه ګناه چې انسان يې د انسان پر وړاندې تر سره کړي او هغه حق چې په انسان پورې تړاو ولري او بل انسان يې ورڅخه واخلي؛ نو الله (ج) ورته تر هغې بښنه نه کوي، ترڅو چې ورته قرباني شوي کس بښنه نه وي کړي.

نو په همدې اساس جنسي زورونه او جنسي تيری، پر بل انسان باندې تیری دی، چې د اسلام په مبارک دين کې، سخته سزا لري او په مطلق ډول سره حرامه او نامشروع کړنه ده.

له اسلامي نړۍ پرته په نوره نړۍ کې هم، جنسي تيری د لويو جرمونو په ډله کې راځي. په جنسي تيري کې قرباني کس يوازې د وجود د جنسي برخې قرباني نه ورکوي، بلکې په ډېری کسانو کې له جنسي تيري وروسته روحي او عصبي ستونزې را پيدا کيږي، چې حتا د ځانوژنې يا خودکشۍ لامل هم کيږي.

په هغه هېوادونو کې چې د جنسي تيري کچه لوړه وي، نو هلته د آيډز او اېچ ای وي ناروغيو شمېره هم په لوړه کچه وي. د جنسي تيري له لارې په اسانۍ سره د آيډز ناروغي او يا هم د HIV وېروس له يو کس څخه بل کس ته لېږدول کيږي. جنسي تيري په زور سره د ناخوندي جنسي اړيکو يا Unprotected Sex يو ډول دی، نو په دې اساس په تکثري سېسټم کې د (Sexually transmitted infection) نارغيو سلنه لوړه وي.

جنسي زورونه بيا له جنسي تيري سره توپير لري:
د جنسي تيري تعريف مو وړاندې وکړو، زنا او لوطت چې د مفعول له رضايت پرته تر سره شي، جنسي تيری بلل کيږي. په جنسي زورونه کې ښايي زنا او لوطت تر سره نشي، خو هره هغه کړنه چې د جنسي غرېزې په اساس راپورته شي او مفعول کس ته پرې درد رسيږي، جنسي زورورنه بلل کيږي.

د بېلګې په ډول، په يو چا د جنسي اړيکو د تر سره کولو شرط کېښودل، ترڅو په مقابل کې يې يو کار تر سره شي. که جنسي اړيکې تر سره نه کړي له دندې شړل. که جنسي اړيکې تر سره نه کړي، تهدېدول او ګواښونه ورته کول او داسې نور. که د جنسي تيري او جنسي زورونې ترمنځ توپير په لنډو کې خلاصه کړو، نو ويلی شو، چې جنسي تيری په زور او تاوترېخوالي سره زنا او لوطت دی او جنسي زورونه د خپلې خوښۍ زنا او لوطت لپاره ناخوښو لارو - چارو څخه ګټه اخېستل دي.