
له ډېرې مودې راهيسې رنګارنګ ګلونه ټولوم او د داسې ورځې د راتلو په طمعه يم چې ته راشې او زه د ا ټول ګلونه چې تر اوسه مې راټول کړي دي د هر چانه پټ درباندې وشيندم او درته ووايم چې جانانه زه خو ټوله ستا يم او درسره مينه کوم .خو ګرانه جانانه ته به کله راشي ؟،نور خو ستا په انتظار کې ستومانه شوې يم تا ليکلی وو تر څو چې پيسي ونه ګټې نه راځې،نو زه غواړم وپوهيږم چې تر څو به د پيسو د ګټلو په وجه زموږ د سترګو څخه په غرونو ځنګلونو او سمندونو پنا ژوند تېروې.
آيا موږ نه درته ياديږو؟
آيا زموږ سره مينه نه کوې؟
آيا ګران وطن درته نه ياديږي؟
له هغې ورځې وروسته چې خبر رارسيدلی دی چي ته نه راځې د ژړا په اوښکو ټول شوي ګلونه درته تازه ساتم او په پنځه وخته لمونځ کې دغه سوال کوم چې که په سترګو د نه شم ليدای نو خدای د ې راته په خوب کې راوله چې درته د خپل غمجن زړه حال څرګند کړم او هم په خپلو اوښکو لمبيدلي ګلان درباندې وشيندم . خو زما جانانه له ډير انتظار وروسته مې مهربان خدای سوال قبول کړ هغه داسې چې ما خوب وليد ،او په خوب کې مې يو زوراور توپان د ګلونو د پنډوکې سره يو ځای په هوا کړي ، او د ډير ځنډ څخه وروسته مې يوه دنګه ونه د توپان د ورستيو څپو څخه راونيسي ، چې کله په حال راشم بل وطن وي او د ونې لاندې تا په خپلو سترګو ووينم چې په کار کولو باندې لګيا وې ، او بيا زه په خوشالۍ سره د پنډوکي څخه ګلونه راوباسم،او ورو ورو يې درباندې وشيندم او درته ووايم چې جانانه زه خو ټوله ستا يم او درسره مينه کوم ،خو چې کله ته راوګورې له ډيره شرمه پنډوکی رانه په هوا شي او زه دې په داسي حالت کې غيږ ته ولويږمه چې د پاسه راباندې د ګلونه باران شي ، او بيا مې ته په دواړو سترګو ښکول کړې او راته ووايې چې ای ليونۍ ما تاته کله ويلي دي چې درسره مينه نه کوم او يا ته زما نه يې خو هسې پښتانه خلک يو هر څه به په زړونو کې ساتو چې څوګ خبر نه شي.دا چې له ستا د ميني،دوستانو او وطن څخه ليرې ژوند تيروم وجه يې داده چې دمزدورې په واسطه غواړم دومره پيسې وګټم تر څو ستا د ولور او زموږ د واده آرمان پوره شي
په درناوي داود لټون