
ولسمشر غني د شمالي ټلوالې پلانونه په نطفه کې خنثی کړل
شمس رحمانزی
کله چې ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشريزو ټاکنو کې جنرال دوستم له ځان سره لومړی مرستال اعلان کړ، نو د ډېرو افغانانو په ځانګړې ډول د پښتنو چيغې پورته شوې. لا ټاکنې نه وې تر سره شوې او ټاکنيز کمپاينونه نه وو پیل شوي، چې له عامو افغانانو نېولي بيا تر سياسيونو پورې چيغ - پیغ تر غوږو شو.
دوی په ولسمشر غني نېوکه درلودله، چې يو جنګسلار او د افغان قاتل جنرال دوستم يې ولې د ځان لومړی مرستيال جوړ کړ. په دې برخه کې نه عام افغانان ملامت وو او نه هم يو شمېر سياسيون او سياسي شنونکي.
عام افغانان په دې نه وو ملامت چې، د آېډېيالېزم د لېدلوري مطابق ورته هر څه مثبت ښکاره کېدل او داسې تمه يې درلوده، چې پرته له ټاکنيز کمپاين څخه به هم، محمد اشرف غني ولسمشر وي، نو بيا اړتيا نشته چې يو جنګي قومندان له ځان سره وتړي. سياسي شنونکي په دې نه وو ملامت، چې دوی سياست د يو علم په توګه مطالعه کړی وو او په دې برخه سياستدانان وو؛ خو سياست ته د هنر په ډول نه وو د دننه شوي، چې ورڅخه سياستمداران جوړ شوي وای او د حکومت په دننه کې له لوړو او ژورو خبر وای. دوی هم هرڅه په مثبت لېدلوري کې کتل.
د افغانستان د قومي سياسي جوړښت سره برابر، ولسمشر غني اړ وو، چې په ځينو برخو کې ملي مصلحت وکړي او په ګډه د سيالۍ لپاره ميدان ته را دننه شي. ولسمشر غني د جنرال دوستم په وړتيا، تېر او پلانونه ښه خبر وو. کله چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، د قانون مطابق يې جنرال دوستم ته خپل واکونه وسپارل. په يو شېتمه پيړۍ کې، د نورې نړۍ په څېر افغانستان هم، د بيوکراسۍ، ادارې او رهبرۍ په اصولو وړاندې ځي. د جنرال دوستم وړتيا او شخصيت او په اوسني وخت کې تېنوکراتيک او بيوکراتيک نظامونه د اسمان او ځمکې توپير لري. د قانون مطابق هغه واک او صلاحيتونه چې ولسمشر جنرال دوستم ورکړل، د جنرال دوستم لپاره ستړي کوونکي او بې خونده وو، نو اړ شو ترڅو بيا د يو جنګي قومندان په توګه په قيصار او غورماچ کې جګړه وکړي. ولسمشر غني به دې کار سره د جنرال دوستم له شر څخه هم ځان خلاص کړ او هم ملت. ولسمشر غني له جنذال دوستم سره کوم ظلم نه دی کړی، بلکې هغه څه يې ور څخه چې قانون امر کولو او د دوستم په دې چاره کې نيمګړی وو.
کله چې د ټاکنو پايلې اعلان شوې او جمعيت ګوند د ټاکنو له پايلو سره مخالفت وښوود، نو خبره ناخوالو ته لاړه چې وروسته د ملي يووالي د حکومت په پرېکړې سره موضوع حل شوه، او ۵۰ - ۵۰ سلنه حکومت رامنځ ته شو. له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې ډېری افغانان د ملي يووالي حکومت يو تېروتنه بولي او په دې برخه کې ولسمشر غني ملامت ګڼي. اشرف غني د بُن د کنفرانس له لومړۍ ورځې څخه بيا تر نن پورې د افغانستان په ۱۷ کلن سياست کې شامل وو، ټول اړخونه يې مطالعه کړي وو، او په پوره فکر سره يې دغه پرېکړه وکړه.
خوستی متل دی، "شولې په يو ټک نه پاکيږي" په افغانستان کې له جنګسلارنو څخه د واک اخېستل، د دوی منزوي کول، حساب - کتاب ورسره کول او نور په يوه ورځ يو ځل نه کيږي. بلکې وخت او حوصلې ته اړتيا ده. ولسمشر غني همداسې وکړل. په تېرو ۱۴ کالونو کې د شمالي ټلوالې او نورو مافيايي ډلو ۹۰ سلنه واک يې پنځوس سلنه ته را ټېټ کړ، چې نن يې غېرې قانوني واک ورڅخه ۳۰ او ۴۰ سلنه ته رانېږدې کړی دی.
د قانون او ۲۱ پيړۍ د حکومتوالۍ مطابق يې، هر چاته په حکومت کې ونډه ورکړه، ترڅو سبا يې دا ګيله نه وي، چې واک انحصار او ځان ته شوی وو. احمد ضيا مسعود، ډاکټر عبدالله عبدالله، بسم الله محمدي، محقق، خيلي، سرور دانش، حنيف اتمر او نور يې په حکومت کې شامل کړل. چا چې د بريا ازموينه ورکړه، نن ورځ په چوپه خوله بريالي دي، ولس يې تر شا او وړاندې ځي. د احمدضيا مسعود، ډاکټر عبدالله او جنرال دوستم په څېر کسان، چې له بیوکراتيکې حکومتوالۍ سره برابر نه دي، يا منزوي شوي، يا يې د زرواکې لپاره چېغې اورېدل کيږي او يا هم د تېر په څير خوبونه ويني، چې ولسوالي به ولايت کړي، په سلګونه کسان به جنرالان کړي... خو له لاس څخه يې هېڅ هم نه کيږي بلکې هسې خپل وخت په احساساتي ګواښونو تېروي او سبا هېڅ هم نه وي.
ځيني سياسي شنونکي او يو شمېر عام افغانان له ولسمشر غواړي، چې د پاکستان د کړنو پر وړاندې بايد همدا نن جګړه اعلان کړي، په کور دننه دې هم، د جنګسلارانو او زوراکو پر وړاندې توند لاړ شي، له دندو يې بايد لېرې کړي، زندانونه ته دې واچول شي، په هېواد کې د ملي مسايلو په اړه دې جدي پرېکړې وکړي او نور...
خو د سياسی علومو د رېالېزم د لېدلوري اړوند، چې څومره يو سياسي کس او هېواد په خپل ځواک ډاډمن وي، همدومره بايد مخالفو لوريو ته هم په فکر او پلان کې وسي. که په هېواد کې جګړه او د جګړې سياست هم نه غواړو، په هېواد کې وينه توېدل هم نه غواړو، د ملي يووالي چيغې هم وهو، نو بيا سياسي وړاندې تګ په اېډيالېزم نه بلکې د رېالېزم په ليدلوري سره غوره دی. چې مخالفين په کې ځپل کيږي او ولسمشر غني همداسې وکړل.
ولسمشر غني په خپله واکمنۍ کې د هېڅ يو قوم او هېڅ يو کس سره ظلم نه دی کړی او نه يې هم واک انحصار کړی دی. له پشتون نېولي بيا تر تاجک، ازبک، هزاره او نور پورې هم په حکومت کې ورسره دي او هم يې مخالفين دي. مخالفين يې ټولو ته مالوم دي، چې څوګ دي او څه غواړي.
ولسمشر غني ويلي وو، چې زما په اړه به هغه وخت ارزيابي کوي، چې د خدمت دوره مې پای ورسيږي. خو نه ورخ د ولسمشر غني سرخت سياسي مخالفين همدا اعتراف کوي، چې د نوموړې هغه پالېسۍ او پرېکړې، چې کال او دوه وړاندې ورته منفي ښکارېدي نن ورځ مثبتې دي.
له حکومت څخه د جنګسلارانو پاکول، د ځمکو له غصبينو ځمکې اخېستل، په پاکستان سياسي او اقتصادي ګوزارونه، په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام کليمو لېکل، د زرواکۍ پر ځای د ولسواکۍ او بيوکراسۍ نظام او نور ډېر، هغه څه دي، چې ولسمشر غني په درېیو کالونو کې وکړل، په داسې حال کې چې نوموړي ژمنه پنځه کاله وروسته کړي وه، ترڅو ما ارزيابي کړئ.
له شمالي ټلوالې، جمعيت ګوند او نور زروګوانو څخه شروع، بيا تر مافيايي ډلو پورې، ولسمشر د دوی شوم پلانونه او د زرو په وسيله نا مشروع قدرت په نطفه کې خنثی کړی او لا وړاندې روان دی.