ټاپي د ښېرازۍ پر لور اغېزمنه لار

د ټاپي نوم مې له ډېر پخوا او یوازې مې یې کیسې اورېدلې. زه د دې پروژې پر اقتصادي او تخنیکي برخه بحث کول نه غواړم. خو په ډاډ سره وایم، چې دا پروژه افغانستان په اقتصادي لحاظ د ځان بساینې پر لور بیایي. د (۱۳۹۶/کب/۴) نېټه د هرات په تاریخي ښار کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بردي محمدوف، د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر مبشر جاوید اکبر له خوا یې په رسمي ډول افتتاح وسوه، چې یو شمېر نورو بهرنیو او کورنیو چارواکو هم په کې ګډون درلود.

ولسمشر غني پخوا لا دا پروژه یو تاریخي کار بللی و. د دې ترڅنګ د نړۍ نورو مشرانو هم دا پرژوه په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو برخو کې یو نوښتګر ګام یاد کړ. که رښتیا سي، د ټلویزین پر سکرین مې یاد مراسم مې کتل، چې له خوښۍ مې سترګې له اوښکو ډکې سوې. د هلمند والي حیات الله حیات هم، چې د دې مراسمو ګډونوال و، پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي وو، چې د دې مراسمو په لیدو یې په سترګو کې اوښکې راغلې وې. واقعیت خبره همدا ده، چې د ډېرو با ضمیره افغانانو به د دې مراسمو په لیدلو له خوښۍ زړونه تپېدلي وي او د دې خاورې دښمنانو به د ډېرې مایوسۍ احساس کړی وي.

دا تاریخي ورځ له ځان سره لوی امیدونه لري. د ولسمشر په خبره، چې د هر افغان کور ته ډوډۍ ورکوي. نو کله چې ولس ته د ډوډۍ ورکولو منبع سوه، جګړه ورسره پای مومي. زمونږ د جګړې یو اړخ بې روزګاري او بې وزلي ده. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې دا لومړی ځل و، چې وسلوالو طالبانو د ملي او افغاني ګټو په ننګه فیصله وکړه. ښه خبره دا ده، چې داسې هېوادونه لکه، پاکستان، هندوستان او افغانستان، چې یو پر بل د دښمنۍ دعوه لري، ټول پر یوه دریځ د مشترګې ګټې خبره کوي. د ټاپي یوازې اقتصادې اړخ به په نظر کې نه نیسو، بلکې په سیمه کې د یو ګډ کار او مشترکو ګټو د را منځ ته کولو منبع ده.
مونږ افغانانو لویه غمیزه تېره کړې ده. نور را ته یوه ورځ هم د جګړې زغم نه دی پاتې او ټول افغانان په خپلو پښو ولاړ او له جګړې خلاص افغانستان غواړي. دا چې جګړه څوک څنګه او څوک څنګه تعریفوي، بېله خبره ده؛ خو زه دا جګړه د ګټو جګړه بولم؛ ځکه مونږ او ټول افغانان یې د بېلګو شاهدان یو. له اوږدې جګړې څخه وروسته هم نړیوال او هم افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي، چې پر خپلو پښو ولاړ او خپلواک افغانستان هم د نړۍ په ګټه دی، هم د ګاونډیانو. افغانان خپله هم اوس پوه سوي دي، چې په جګړه کې تاوان کوو او سولیيز او پر ولسواکۍ ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د دې پروژې په اړه بېلا بېلې تبصرې کیږي. طالبان وايي، چې د دې پروژې لاسلیک د دوی د وخت وزیر وکیل احمد متوکل کړی دی. د کرزي صیب ملګري وایي، چې دا چارې یې د ښاغلي حامد کرزي په وخت کې ترسره سوې دي. زه د دوی دا خبرې هم نه ردوم، چې دوی به پر خپل وخت څه نا څه هڅې کړې وي؛ خو د ولسمشر اشرف غني لېونۍ مینه وه، چې د عملي کار د پیل کولو لپاره یې نهايي هڅې وکړې؛ ځکه چې ولسمشر اشرف غني د خپل نور سیاست ترڅنګ په هېواد کې د ملي پروژو او ځان بساینې لپاره سخت او قوي هوډ لري او پوهیږي، چې بینادي پروژې دا هېواد هم له جګړې خلاصولی سي او هم یې له متداومې سولې څخه برخمن کولی سي.

دې پروژې د متضادو هېوادونو ګټې سره خوندي کړې. دا پروژه په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې زېری ورکولی سي. زیاتې خبرې کول نه غواړم؛ خو په لنډ ډول وایم، چې دا په منځنۍ اسیا کې یو تاریخي ګام دی.
په پای کې ولسمشر، اجرایه رییس، د کابینې وزیرانو، ټولو والیانو او د افغانستان فرد فرد نارینه او ښځینه ته د دې ستر ګام مبارکي وایم او هغو افغانانو ته، چې د سولې او پیاوړي افغانستان ارمانجن دي، زېری ورکوم، چې دا وطن د سولې او پرمختګ پر لور روان دی. له خپل وطن سره رښتینې مینه او ملي ګټو ته پاملرنه کولی سي، چې مونږ خپل سپېڅلي هدف ته ورسیږو.