يوه سره ښاخه د ګلو
چې يې پاڼې رپيدلې
په پستو خوږو وږمو يې
ماته ستا کيسې کولې
زه يې ورغلمه خواته
ما ګومان کړ
دا خو ته دلته پټ ناست يې
چې کتل مې هيڅوک نه وو
يوه سره ښاخه دګلو
وو ترې ځوړند داسې زړونه
چې يې اوښکې څڅيدلې !
* ژړانده زړه (تحت الفظي مانا) په الماني ژبه کې د هغه ګل نوم دی ،چې څيره يې زړه ته ورته ده او له منځه يې اوښکو ته ورته رڼه او سپينه پاڼه راځوړنده ده .
وروستي