
په نوي جنجالي فارمټ کې د پیژند پاڼو د ویش له پاره نوم لیکنه روانه ده. دا نوم لیکنه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د میرمنې په نوم لیکنې سره پیل شوه.
داسې ښکاري، چې په نوي فارمټ کې د پیژندپاڼو د تر لاسه کولو د پاره د نوم لیکلو بهیر ډیر پڅ او حتی په نشت شمیرل کیږي. دا پڅ بهیر دا په ډاګه کوي چې د ملي وحدت حکومت دا پروژه هم د پاتې کیدو خواته روانه ده.
د الکترونیکي تذکرو د ویش ډنډورې هغه مهال زور واخیست چې د کابل د ادارې دوه ګونو مشرانو په غیر قانوني توګه د ټولټاکنو د پایلو د اعلان څخه مخکې په خپلو منځونو کې یوه غیر قانوني او شخصي پاڼه لاسلیک کړه چې په هغه کې په راتلونکو ټولټاکنو کې د شفافیت د پاره الکترونیکي پیژند پاڼې وویشي.
که څه هم د دواړو خواو د کمپاین غړو د دوی له پاره پراخه جعلکاري کړې وه خو ددې له پاره چې په راتلونکي کې ځانونه سپین وښیي نو پورتني ټکي یې په شخصي دوه اړخیزه تړون کې زیات کړ.
دوی دواړو ددې په ځای چې د افغانستان سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي او تخنیکي حالات وڅيړي یوه داسې ستونزمنه پروژه یې پیش بیني کړه.
داسې هم نه ده چې نوي پیژند پاڼې ونه ویشل شي بیا افغانستان ړنګیږي او خلک یې تباه کیږي. او یا د افغانستان خلک پیژند پاڼه نلري که څه هم په موجوده پیژند پاڼه کې یو څه ستونزې شته خو تر ډیره بریده او د هغې له مخې ورځنی چارې مخته بیول کیږي.
اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې په جنجالي فارمټ کې د نویو تذکرو ویش کومه دسیسه وي چې د هیواد څخه بهر د افغانستان دښمنه ګاونډیانو له خوا ترتیب شوي وي. د ځانګړو کړیو په فرمایش سره د داسې جنجالي فارمټ رامنځته کول، د یوه خطرناک پلان عملی کول وي.
باید ووایو چې د الکترونیکي پیژند پانو ویش په ټول افغانستان کې، د هیواد د هر وګړي د پاره یو ډیر ښه عمل دی چی د حکومت له خوا باید تر سره شي، تر څو ددی پیژند پاڼې د ویش له مخې ډيری ستونزې اوارې شي. دا په دې مانا تذکره باید ستونزې اوارې کړي، نه دا چې ستونزیو وزیږوي.
په اوسنۍ نوې پیژندپاڼه کې تر ټولو لویه ستونزه د هغه فارمټ دی، چې د ډیرو سیاسي کتونکو په نظر کیدای شي په راتلونکي کې سترې ستونزې وزیږوي.
باید ووایو چې د نوي پیژند پاڼې موجوده فارمټ د قومیتونو د ټیکدارانو او د افغانیت په نوم د سوداګرو د ډنډورو له مخې رامنځته شوی دی چی دا فارمټ د نړیوال پیژندل شوي او ډیر معمول فارمټ سره توپیر کوي او د خلکو په نظر ځينې
معلومات دلته اضافي او په راتلونکي کی د جنجالونو زیږونکي دي.
اوسنیو حالاتو سره په کتلو سره د کابل اوسنۍ اداره د تخنیکي، امنیتي او لوژستیکي ستونزو او د خلکو د عامه پوهاوي د نه شتون له امله دا توان نلري چې د هیواد په اکثریت سیمو کې پیژند پاڼې وویشي دا ویش به یوازې په څو ښارونو او سیمو کې محدود شي. یا په بله مانا هغه پروژه چې د اویا سلنه یې عملي کول ناممکن دي د هغه پیل ته څه اړتیا ده؟
د افغانستان د اساسی قانون د څلورمې مادې له مخې د افغانستان د دولت هر تبعه ته افغان ویل کیږي او هم که چیرې د پیژند پاڼې په تندي د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لیکل شوی وي بیا په هغه صورت کې د افغانیت او اسلامیت موضوع حل کیږي.
د نړۍ بشپړ اکثریت اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه د ملت، دین او توکم (چې د تذکرې په اوسني فارمټ کې ورته قوم لیکل شوی دی) په هکله معلومات په پیژند پاڼو کې نه لیکي. دا کومه ناڅاپي خبره نه ده. دوی ددی ټکو د لیکلو په زیان او ګټه ښه پوهیږي.
یاد شوو کړیو ددې له پاره چې ځانونه په ټولنه او هیواد کې مطرح کړي او لدې لارې شخصي ګټې تر لاسه کړي دا ډول شعارونه ورکړل.
دې کړیو د افغانستان د خلکو د پاکو ملي او اسلامي احساساتو سره په لوبې کولو سره دوی وکولی شول د دې په ځای چې د ملۍ یووالي او د خاورې د تمامیت له پاره یو ټینګ بنسټ کیږدي دوی دا هیواد د ستر ګواښ سره مخامخ کړ.
اوس د پیژند پاڼی د پاره داسې فارمټ ترتیب شوی دی، چې تقریبا د نړۍ په ۹۹ سلنه هیوادونو د هغې څخه ځانونه لیرې ساتلي دي.
ایا د داکتر نجیب د استعفا څخه وروسته د کورنیو جګړو ترخې تجربې مو هیرې کړي دي؟
چی د جنایتکارو بانډونو له خوا، د خلکو مذهب او توکم لټول کیده او لدې امله یې په زرګونو کسان ووژل. ایا په کابل کې د افغان ( پښتون) په نوم په زرګونو کسان له منځه ولاړ نه شول او یا په زیات شمېر تاجکان او هزاره ونه وژل شول؟ او یا د سني او شعیه اختلافاتو د رامنځته کولو د پاره زمینه برابره نه شوه؟ ایا په لویو لارو کې د زرګونو کسان د موټرونو څخه د قوم او توکم په نوم، راکښته نه کړل شول او ونه وژل شول؟ ایا په بلخ ، بامیان او نورو ولایتونو کې د توکمونو په نوم کورونه و نه پلټل شول.
اوس نوموړو ځان غوښتونکو کړیو د نوموړو جنایتکارو بانډونو د پاره په راتلونکی کې کار اسان کړ. د تذکری له مخې د هر چا قومي هویت ښه معلومیږي او د تذکرې په بنسټ هغه به یا وژل کیږي او یا به امتیاز ورکول کیږي.
دی ټیکدارانو ددی په ځای چې د خلکو تر منځ د یووالی او پیوستون زمینه برابره شي نوموړو کثیفو کړیو دخلکو د بیلتون له پاره بنسټ کیښود. کیدای شي په هغه ولایتونو کې چې مختلف توکمونه د وروڼو په توګه اوسیږي د خپلمنځي سیالۍ په رامنځته کولو سره ، جنګ جګړو ته زمینه برابره کړي.
دکتور محمداشرف غني خو د یو جهاندیده په توګه، چ د عمر ډیره برخه په بهر کې تیره شوې ده او ددی هیوادونو پیژندپاڼو څخه ښه معلومات لری ایا په دی نه پوهیده چی په نړیواله سویه د پېژند پاڼو د پاره تر ټولو زیات مروج فارمټ کوم دی؟ ایا ده ته د افغانستان د تیرو څلو لسیزو تراژیدی معلومې نه دي، چې په سلګونو زره کسان د توکم او قوم په نوم د خپلو کورونو او مینو څخه شړل شوي او یا وژل شوي دي؟ ایا نوموړی ولې داسې تاریخي تیروتنه وکړه؟
اوس دی ته اړتیا نه شته چی موږ تشریح کړو چی د پیژند پاڼو د پاره نړیوال ډیر معمول فارمټ کوم دی؟ خو تر ټول زیات معمول دا دی چی د وګړي نوم ، د پلار نوم ، د زیږیدو نیټه په کی راځي .
اوس راځو دی مسلې ته چې ایا د کابل حکومت دا توان لری چې واقعا د خلکو توکم معلوم کړي؟
د ساري په توګه د افغانستان هندوان او سیکان د خپل دین له مخی پیژندل کیږی نه د توکم له مخې. د وګړ پوهنی د علم له مخی داسی ښکاری چی د افغانستان هندوان او سیکان د توکم له مخی پښتانه دي مګرد هغوی دین هندو اوسیک دی . دوی هم په دی بشپړ نه پوهیږي چی ایا دوی پښتانه دی او که کوم بل توکم.
خو په دی حقیقت د تذکرو چارواکی نه پوهیږی چی د افغانستان هندوان او سیکان د توکم له مخی پښتانه او د دین له مخی هندوان او سیکان دی اوس به دوی په دی فارمټ کی څه لیکي؟
همدارنګه یو شمیر کسان چی ځانونو ته تاجکان وایي ، د دوی په منځ کی پښتنو ته ورته او حتی په یوه نوم قومونه شته دی داسی ښکاری چی دوی خپله ژبه ډیره پخوا دلاسه ورکړي ده او اوس ورته ځانونه تاجکان ښکاري ، په دی هکله به دوی ته څوک پوهاوی ورکړی چی دوی اصلا د کوم توکم غړي دي؟
او یا لسګونو زره او یا حتی په میلیونو داسی کسان شته چی په اصل کې پښتانه دی خو ځانونه نورو توکمونو ته منسوب ګڼی . همدارنګه په میلیونو داسې کسان شته چی په نورو توکمونو پوری تړلي دی خو ځانونو ته پښتانه وایی.
د هزاره په نوم د توکم هم دا حال دی د هغو په زیات شمیرکی کسان په نورو توکمونو تړلي دي مګر خپلو ځانو ته هزاره وایي او یا داسې برعکس.
اوس د خلکو تر منځ قومي پیوستون ډیر ژور دی. زیاتره ، حتی په لسګونو زره داسی کورنۍ شته چی د هغه غړي د مختلفو توکمونو څخه دي. حتی په یوه کورنۍ کی دری څلور او یا پنځه توکمونه ژوند کوي. د دا ډول تذکرو ویش حتی د لسګونو کورنیو جوړښت د ګواښ سره مخامخ کوي.
که چیرې د تذکرې د اخيستونکي په قول باندې توکم وليکل شي کیدای شي په سلګونو زره کسان به خپل توکم سم ونه ليکي.دا ځکه چې د هيواد ډيره اندازه خلک خپل اصلي توکم نه پیژني .
دا يوه ډېره ستونزمنه مسله ده چی په رښتيني توګه د يوه وګړي توکم معلوم شي او په پيژند پاڼه کې ورته ورسول شي. دا هغه مهال امکان لري چی:
لومړی د توکم پیژندنی د علم له مخی لومړی په افغانستان کی د ( ۴۵) توکمونو فیزیولوژیکي او جسمي جوړښتونو په هکله معلومات راټول کړل شي. او د هغه د هر توکم ځانګړتیا معلومه کړل شي.
دوهم ، وروسته د ځواکمونو لابراتوارونو څخه په استفادې سره د هیواد د هر وګړي ( ډي ، این ، ای) معلومه شي.
د دې له پاره چې د هر وګړي ډي اېن اې وکتل شي، بايد په ټول هيواد او کلي کې د (( د ډي اېن اې)) د کتلو لابراتورونه جوړ او په دی مسلک کی په لسګونو زره تنه متخصصین وروزل شي.
دا لابراتورونه بايد وکولی شی د ټولو توکمونو معاينه وکړي. د يو توکم د خالص ډي اېن اې معلومول هم ستره او مهمه طبي او انسان پېژندنې مسله ده چې ډېر پرمختللي هيوادونه يې هم نه شي تر سره کولی.
په افغانستان کې د ببرک کارمل د واکمنی په مهال کی ځينې توکمونه په مصنوعي توګه را منځته شول او يوشمير ډلو د هغو په نوم امتيازات تر لاسه کړل.په داسې حال چی نوموړي توکمونه د نورو توکمونو څخه را منځته شوي دي.
همدارنګه د وګړپوهنې يا انتروپولوجي د علم له نظره تر اوسه په افغانستان کې د توکمونو په هکله ژور معلومات وجود نلري.
بله مسله دا ده . چی د کابل اداره په قومي تعصب باندې ولاړه اداره ده. دلته مشخصې ډلې هڅه کوي چی په مصنوعي توګه ځينې توکمونه زيات او ځینی کم کړي.
په تیرو پنځوسو کلونو کې د تذکرو د وېش ادارو کې داسې کسان ځای په ځای شوي و. چی په سلګونو زرو وګړو په تذکرو کې ددې په ځای کې چی اصلی توکم او يا ژبه ورته ليکل شي ، پارسي ورته ليکل شوي ده.
که چا غبرګون ښودلي دی ، بيايی ځواب تر لاسه کړی چې : چي پروا داره هر دو زبان کشور است. خو چې ورته ځير شې د يو تاجک ژبه پښتو او يا ازبکي نه ده ليکل شوي. دا يو بهير دی چې دا پنځوس کاله را روان دی. يعني په تیرو پنځوسو کلونو کې د نفوسو دثبت ادارې مامورينو په قصدي توګه دا جعلکاري کړي ده.
د پخوانيو تجربو په بنسټ او د واکمنو پاشيستی کړيو د پلان له مخې بيا هم د تذکرو د وېش په دفتر کې په قصدي توګه متعصب کسان ځای په ځای شوي او کيږي تر څو له دې لارې يو مصنوعي اکثريت را منځته کړي.دوی پلان لري چې لږکي په مصنوعي توګه اکثريت کړي او اکثريت په اقليت واړوي. دا په دې مانا چې اوسنۍ د پيژند پاڼو د وېش اداره ملي اداره نه ده او خلک په هغه باور نه لري.
بايد وويل شي چې په پيژند پاڼو کې باید هغه معلومات ورکړل شي چې ورته اړتيا وي . د اضافي معلوماتو ليکل د وخت نيولو او د ستونزو د رامنځته کیدو سبب کيږي. له دې امله د نړۍ په پنځه نوي سلنه هیوادونو کې پيژند پاڼو کې غير ضروري معلومات هیڅ وجود نلري.
د پیژند پاڼو څخه موخه دا ده چې نوموړي وګړۍ د کوم هيواد تابعيت لري؟ نوم او د زيږېدو ځای يې کوم دی؟
مٍثلا په امريکا کې په سلګونو توکمونه وجود لري خو د يوه نوم هم نه شته . هند او نور هیوادونه همدا ډول دي او داسې نور. د توکمونو ليکل غير ضروري او حتی هیواد او اولس ته په زيان دي.
د په تیرو شپاړسو کلونو کې د کابل ادارې داسې څه نه دي کړي چې ملي خير په کې شته وي خو هغه کړنو ته ډېره چمتو ده چې اولس او هیواد ته پکې زيان رسيږي .
کابل د اداری يو ځل بيا داسې ګام پورته کوي چې په راتلونکي کی کېدای شي هیواد او خلکو ته ډېر زيان را منځته کړي چې يو يې هم په پېژند پاڼو کې د غير ضروري معلوماتو ځای په ځاي کول دي .
د کابل اداره بايد د افغانستان خلکو ته توضيح ورکړي چې:
په تذکره کی د توکم( په تذکره کی د قوم په مانا راغلي دي خو توکم او قوم ډير توپیر لری ) ذکر کول څه اهميت لري؟
که په تذکره کی توکم نوم وجود ولري د پیژندپاڼي درلودونکی او هیواد ته ېی څه ګټه ده؟
که د توکم ذکر پکی نه وي څه زيان لري؟
تر اوسه د افغانستان بشپړ اکثریت لوستی کسان د ملت ، ملیت ، قوم او توکم په مانا نه پوهیږی. او هم په دې نه پوهیږی چی دوی په کوم ملت ، ملیت ، قوم او توکم پوری تړلی دی؟
په دی فارمټ کی ملیت او قوم لیکل شوي دي. ملیت یعنی افغان ، قوم یعنی پښتون ، هزاره ، پشه یی او نور . ایا دا مفاهیم په پیژند پاڼه کی په سمه توګه راغلي دی؟
اشرف غنی ته خو یو ټولنپوه یاستی تاسو دا فارمټ کتلی دی؟
بله دا چې په دی فارمټ کې د موجوده افغانستان ( عبدالرحمن خان) نکشه اچول شوی ده. ددی نکشې د رسمولو څخه ښایي چی دوې موخې موجودي وي:
لومړی : پنجاپي استعماری اداری ته ددی پیام ورکول دي چی دوی د ډیورینډ منحوسی کرښې په هکله کومه دعوا نلري او دا د نورو پولو شان یوه پیژندل شوي رسمی پوله ده. دا مسج د ملی ګټو خلاف مسج دی.
دوهم : ښایی د دی نکشې څخه موخه دا وي چی د افغانستان خلک ، د ډیوریند ها خوا خلک دا باور پیدا کړي چی دا پوله کوم جنجال نه لري طبعي ده.
تاسی نړیوال فارمټ د تذکرو وګوری د کوم هیواد په تذکره کی د هغه هیواد نکشه رسم شوی ده؟
ایا ددی نکشې په رسمولو سره د ډیورینډ د منحوسې کرښې په رسمیت پیژندلو په مانا نه دی؟
لومړی د کابل د اداری چارواکي بايد پورتنيو پوښتنو ته ځواب ورکړي او ددې ځواب په ورکولو سره د خلکو قناعت تر لاسه شي.
د افغانستان د حالاتو په څیړلو او د نړيوالو تجربو ته کتلو سره دا ښکاره کيږي چې په پیژند پاڼه کې د توکم ( قوم ) او یا قوم ليکل کومه ګټه نه ليدل کيږي.مګر ليکل يې زيانمن دي :
ډېرو ته به په ياد وي چې يو شمیر وسله والو ډلو ، د کابل ښار کې د تنظیمونو تر منځ د جګړو په وخت کې ، يو شمیر ډلو به کورت ( قروت) د ځانه سره ګرځول تر څو د هغه له لاري پښتانه د وژلو د پاره پيدا کړي. دوی ځانونو ته افغان کشان ويل.
دا چل ځکه دوې ځانته غوره کړی و، چې پښتنو په پارسي باندې داسې خبرې کولې چې هغوی نه پيژندل کيږي.نو کورت ېې د پښتون وژنې اسانه لار و.
يعني په تذکره کې د توکم ذکر نوموړو جنايت کارو ډلو ته دا اسانوي چی څه ډول يو وګړي ته په توکمي بنسټ سره زيان ورسوي.
د طالبانو په نسکورېدو سره په مزار شريف کې ، پورته يادې جنايتکارې ډلې په کوڅو کې ګرځیدې تر څو د دوی په اصطلاح (( د افغانانو )) کورونه پيدا کړي او هغو ی ووژني. د همغو ډلو مشران اوس د دولت واګې په لاس کې لري.
په تېرو جګړو کې د (( قروت)) ، او په تذکره کې کلې او سیمه ، ژبه ددې سبب شوه چې په لسګونو زرو تنه په شهادت ورسیږي. او د هغوې ډله ايز مړستنونه رامنځته شي.
يو دوست را ته وويل چې ، په نوموړو متعصبو ډلو پورې تړلو وسله والو ، د دارالمان په لار کی (( افغانان)) لټول . په دی مهال کې دوه تنه پښتانه ((افغانان)) په موټر کې و. يو خو قسم ورته وخوړ : (( به خدا اګر افغان باشم)) په دی قسم هغه نجات وموند، مګر بل چی وويل چی افغان دی. اوس يې برخليک نه دی معلوم.
همدغو ډلو به په قصدي توګه د توکمونو د وژنې او له منځه وړلو په موخه ځينې سيمې په درندو وسلو ويشتلې تر څو د کابل په ښار کې توکمي تصفيه را منځته کړي. چهل ستون ، واصل اباد، کارته نو ، شاه شهيد ، افشار، خوشال خان او نورې سيمې په قصدي توګه په کنډوالو واړول شول.
په افغانستان کی د تنظیمی جګړو په مهال په زرګونو کسان د قوم ، مذهب ،ژبې او سیمې په نوم سره ووژل شول ، که چیرې په راتلونکی کی ورته شرایط رامنځته شي ، بیا په هغه مهال به دا ( نوي پیژند پاڼې) د قوم ، ژبی ، مذهب، سیمی او توکم په نوم وژنې اسانه کړي.
بله دا چې په تذکره کې د (( قوم )) ليکل کیداې شې په ادارې چارو ، عامه خدمتونو او عدلی چارو ناوړه اغيزه ولري. کیدای شی په نوموړو ادارو کی چلندونه د (( قوم )) تر اغیزی لاندی راشی.مثلا د ډیرو په باور د دولت اکثریت لوړ پوړي چارواکی توکمي سیاستونه پالي.
دا رښتيا ده چی په نورو هیوادونو کی په تذکرو کې يوازې د زېږېدو ځای نومونه ليکل کيږي او يا هغه هم نه ليکل کيږي او هغه څه چی ليکل کيږي د هیواد نوم او د وګړي نوم ، د پلار نوم او د زیږیدو نیټه راځي.
په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې مختلف توکمونه او د ژبو ويونکي ژوند کوي . د افغانستان د خلکو تر منځ د ژبې ، توکم ، مذهب او سيمې په بنسټ کوم اختلاف او دښمني وجود نلري. د افغانستان ټول اولس ( د ټولو توکمونو ، ژبو ويونکو او مذهبونو لرونکو په صورت کې ) د يوې کورنۍ په توګه په غم او ښادي کې سره شريک دي. د افغانستان د خلکو تر منځ ملی يووالی تر ډېرو هیوادونو دلته ټينګ دی.
له بده مرغه يوه شمیر متعصبه ډلو ځانونه د يو شمير توکمونو ټیکداران معرفي کړي دي.دوی هڅه کوي د اړوندو توکمونو په نومونو باندې امتيازات ترلاسه او واک په خپلو پنجو کې وساتي. مګر په رښتيني مانا سره نوموړو ډلو ته اړوند قوم او توکم اهميت نلری دوی يوازی امتيازات او قدرت غواړي.
همدغه کسان او ډلې اړوند توکم په وړاندې د باور د تر لاسه کولو د پاره دا ډول مانورونه کوي. لکه په تذکره کې د توکمونو د نومونو ليکل، د دوي په استازيتوب د وزارتونو او ولايتونو تر لاسه کول او د ځمکو غصب کوي. دوی هڅه کوي چی د قومي شعارونو په ورکولو سره د خلکو رايی خپلې کړي.
همدارنګه کیدای شي په پیژند پاڼو کی د توکمونو لیکل دا د توکمونو مسلې ته د لمن وهل کبدای شی د هیواد د تجزیې د پاره د يوه لوی پروګرام يوه برخه وي.
د وطن دښمنه کړیو موخه داده چي د هیواد د توکمونو تر منځ بیلوالی را پیدا کړي اوهغه ارګانیک یوالی چې د هیوااد د مختلفو قومونو او توکمونو تر منځ د پيړیو راپدي خوا وجود لري له منځه يوسي.
او لدي لارې دا هیواد د تجزیې او نابودۍ خوا ته بوزي.
د هیواد په اساسي قانون کي د دولت هر تبعه ته افغان ویل کیږی ددي قانون په بنسټ ټول وګړي د یو شانته مکلفیتونو او امتیازاتو د درلودلو سره سم ، د وطن په برخلیک کی برخه اخلي.
متعصبه کړۍ د اساسي قانون په خلاف د افغان وګړو د مشارکت په ځای د توکمونو د مشارکت تیوري مطرح کوي . د توکمونو ترمنځ د مشارکت تیوريډيره خطرناکه او د اولسونو تر منځ د یووالی نه ، بلکې د بیلوالي سبب کیږي.
د وګړپوهنې د علم په بنسټ دا ښکاره ده چې په افغانستان کې د اصلي توکمونو په اړخ کې ، جعلي توکمونه وجود لري د دې توکمونو تاريخ د نيمې پیړی څخه زيات نه دي مګر جنجال يې تر ټولو زيات . چې يو شمیر سياسي سوداګرو ددې توکمونو د نومونو څخه په ګټه اخيستنې سره په هیواد کې ډېرې ستونزې را منځته کړي دي. چې يوه يې هم په پيژندپاڼه د دې جعلي توکمونو نومونو ليکل دي.
نو ځکه اصلی توکمونه بايد د جعلي توکمونو څخه بیل کړل شي. دا ځکه چې دا جعلي توکمونه د نورو توکمونو د وګړو څخه په قصدي ډول را منځته کړل شوي دی.
تر هر څه لومړی اړینه ده چي د لویدیزو هیوادونو څخه بې پرې انتروپولوژستان ، کوپړۍ پوهان او د جینیتیک پوهان راوغوښتل شي او د علمی میتودونو له مخې معلوم کړي چې:
په افغانستان کي په واقعیت کې څو توکمونه او په کومو نومونو سره موجود دي.
د هر توکم ( ډي اېن اې ) څه ډول ده؟
د هر توکم ځانګړتیا کومه ده او څه توپیر د نورو توکمونو سره لري.
تر هغه چې د افغانستان د هر وګړي ( ډي اېن اې) کتل شوي نه وي ، تر هغه د توکم د نوم ليکل په پيژندپاڼه کې ليکل ناسم کار او جعلي دی. د ( ډي اېن اې ) د کتلو د پاره بايد په ټولو هیواد ، په هره ولسوالي او کلي کې سمبال لابراتوارونه تاسيس کړل شي.
د يوه سړي ملي هويت د هغه هیواد او يا خاورې له مخې پیژندل کيږي چې د هغه تابعيت ولري. توکم ، ژبه او یا بل څه اوس په هویتونو کی نه شمیرل کیږي. د ساري په ډول په ميليونو پښتانه په لويديز، اسيا، استراليا کې ژوند کوي. هغه چې د انګلستان تابعيت لري هغه انګرېز ، هغه چې د فرانسې تابعيت لري هغه فرانسوی ،هغه چې د هند تابعيت لري هغه هندوستانی دی. خو د دوي په پیژند پاڼو کې يوه ته هم پښتون نه دی ليکل شوي.
د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر هغه څوک چې په دې خاوره کې اوسي او يا د هغه تابعيت لري افغان بلل کيږي. يا په بله مانا ، د هر هغه چا په جيب کې چې د افغانستان پیژند پاڼه وجود ولري هغه افغان دی.
د بلې خوا د نړۍ پنځه نوي سلنه هیواودونو په پيژند پاڼو کې ملت نه دی ليکل شوی، او نه د قوم او یا توکم په نوم کوم د معلوماتو ستون وجود لری. هلته يوازې په نوم، عمر ، د زيږيدو ځای پکې په نښه شوي وي. که چیرې اړتيا وای ، نوموړو هيوادونو به هم د خپلو ملتونو او یا توکمونو نومونه زيات کړي وای.
د پورتنيو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره ولسي جرګې یو ځل د ملت او توکم د نومونو نه ليکل تصويب کړل. چې دا د ولسي جرګې يو په ځای ګام و.
خو یو شمیر مزدور ډلګیو او پاشیستی کړیو د ولسی جرګې دا په ځای اقدام سبوتاژ کړ او دوی وکولی شول چی اولسمشر دی ته اړ کړي تر څو د پیژند پاڼو د پاره یو خطرناک فارمټ رامنځته کړي.
يو شمیر سياسي کتونکي وايی چې د رڼو ټولټاکنو د پاره د کمپوټری پيژند پاڼې ويشل اړين بولي . دا سمه خبره ده چې د افغانستان هر وګړي ته د هويت پاڼه ورکړل شي مګر د کابل اداره دا توان لري؟
د اعلحضرت محمد ظاهر شاه حکومت چې يو ځواکمن حکومت و، ونه کولی شول په ټول افغانستان کې پېژندپاڼې وويشي. که څه هم د حکومت دوره يې هم نږدې څلوېښت کاله وه.
همدارنګه سردار محمد داود هم زيار وايست چې په ټول افغانستان کې پيژندپاڼې وويشي خو د ده حکومت په لږو سيمو کې پيژند پاڼې وويشلې.
د افغانستان دموکراتيک جمهوريت هم د پيژند پاڼو د ويش پلان ونيوه مګر هغه يی عملي نه کړای شو.
د کابل اداره چې تر ټولو کمزوري اداره ده دا اداره د امنيتي لحاظ د هيواد په ډيرو سيمو کې د کمپوټري پيژند پاڼو د ويش توان نلري. نو څنګه و به کولی شي د هيواد ټولو وګړو ته پيژند پاڼې وويشي او بيا د نوموړو پيژند پاڼو په بنسټ باندې ټولټاکنې تر سره کړي. تر هغه چې يو کوچنی وسله وال مخالف ګروپ وجود ولري د پيژندپاڼو د ويش په مخ کې سترې ستونزې را منځته کولی شی.
اوس مهال د دولت تر کنترول لاندې سیمو کی د پیژندپاڼو په وړاندی اصلی او مهم خنډ ، زورواکی او متعصب تنظیمونه دي. دوی به هڅه وکړي چی په خلکو او مامورینو فشار راوړي تر څو د دوی د خوښې د توکم د شمیر د زیاتولو د پاره ، په سلګونو زره کسان دی ته اړ کړی چی د خپل اصلی توکمونه ونه لیکي. دا پیښې کیدای شی په بدخشان ، بغلان، کندز، بلخ ، سرپل ، جوزجان ، پروان ، فاریاب او نورو سیمو کی رامنځته شي.
همدا خبره ده چی په ټول افغانستان کی بشپړ فردی امنیت را منځته شوی نه وي ، د تذکرو ویش اداره د فاسدو او متعصبو کسانو پاکه ، اداره رامنځته شوي نه وي ، د زورواکی نظام ختم شوی نه وي ، په افغانستان کی په قومي بنسټ باندی د پیژند پاڼو ویش کی جعلکاري رامنځته کیږي.
نو ځکه بايد راتلونکي ټولټاکنې د نويو لانجمنو پيژند پاڼو په ويش پورې ونه تړل شي .
د هېواد د اساسی قانون له مخی د هېواد هر وګړی حق لري چی د وطن په هر ګوټ کی میشت شي او یا سفر ورته وکړي . یعنی د هر وګړی د هستوګنې ځای بدلون مومی. کیدای شي په مختلفو ولایتونو او سیمو کې استوګن شي . په تذکره کی غیر د زیږیدو ځای څخه د استوګنې ځای هم په ګوته شوی ده که چیرې په نوي پیژند پاڼه کی د معلوماتو دا ستون موجود وی کیدای شي هغه د ډيرو ستونزو سره مخامخ شي په هغه صورت کی هغه اړ کیږی چی یا تذکره بدله کړي او یا په تذکره کی د استوګنې سیمې ته بیرته وګرځي.
یوه مهمه ستونزه په پیژند پاڼه کی د ژبې مسله ده. د هر هیواد پیژند پاڼه د هغه هیواد د اکثریت توکم په ژبه باندی لیکل کیږی. او پیژند پاڼو کی نورو ژبو ته ځای نه ورکول کیږي. د قانون له مخی یوازې دوه ژبی ( پښتو او دري ) رسمي نه دي بلکې نورې ژبی چی هره ژبه( ازبکی ، ترکمنی ، پشه یي ، شغني، بلوڅي ، هندکو ، ...) په خپل ولایت او سیمه کی رسمي ده. نو ځکه دا پیژند پاڼه باید یوازې په دواړو ژبو و نه ولیکل شي بلکې په ټولو ژبو باندې چې د افغانستان خلک خبرې کوي باید د پیژند پاڼې په فارمټ کی ځای په ځای شي.
له دی امله وړاندیز کیږي چی د داسی خطرناکو پیژند پاڼو د ویش څخه د هغه نه ویش سم دی. خلک دې د پخوانیو پیژند پاڼو څخه استفاده کوي کله چی شرایط سم او دولت د مغرضو کړیو د نفوذ څخه ووځي په هغه وخت کی کیدای شی د نړیوال پیژندل شوی او په بشپړ اکثریت هیوادونو کی د مروج فارمټ په نظر کی نیولو سره پیژند پاڼې ترتیب او وویشي.
اړینه ده چی پیژند پاڼي فارمټ داسی ترتیب شی چی : یوازی د هیواد رسمي نوم ، د وګړي نوم ، د وګړي د پلار نوم ، د زیږیدو نیټه او عکس ځای په ځای شوی وي.