پښتو لنډ يو کې د پښتني کلتور هنداره

تيرپسې :
د جونز اولډسن د دغې لنډۍ چې :
سپوږمیه کړنګ وهه راخیږه - یارمې دګلولو کوي ګوتې ریبینه
دسپړنې اوشننې په رڼاکې موږ د ا ویلی شوچې بښتو لنډ ۍ په زرګونوکلونه اوږد عمر لري، او له ډېرې اوږدې مودې راهیسې زموږ دوګړو سره مله راروانه ده او د پښتني چا پیریال او دپښتنو د ژوندانه هر اړخیزه ترجماني او انځورګري یې کړې ، چې له پیله تر دې د مه دپښتنو په ټولو سیمو کې د ژوند په هره برخه کې په خپل وخت د وګړو تر منځ ویل شوي او جوړې شوي دي ، خو د اچې د پښتو د نورو ولسي او شفاهي اد بیاتوپه څیر د قلم دسپیڅلي څوکي نا لیکلي پاتې شوي او سینه په سینه او خوله په خوله له یوه نسل نه بل نسل ته لیږدیدلي ، نو ځکه دپښتو شوې لنډۍ چې :
که د خالو لښکرې راغلې ـ زه به لنډیو ډېرې پخوانۍ بیلګې په لاسکې نه لرو او دغه لنډۍ لکه دبیدیاني ګلونه په خپل سر راټوکیدلي او بې له کومېپالنې او ساتنې د خزان ناترسو سیلیوپاڼې ،پاڼې رژولې دي .
همدا راز دمرحوم پوهاندعبدلحی (حبیبي) راخیستل ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
دسپړنې اوشننې په رڼا کې زموږ د دې خبرې یوښه د لیل اوثبوت دی چې پښتو لنډۍ د پښتنو د ژوند اوچاپیریال هراړخیزه انځورګره د ه ، چې د نورو ډیرو مسایلو سربیره یې ډ ېرې پخوانۍ تاریخي پیښې هم په خپله پراخه لمن کې رانغښتي اوتر موږه یې رارسولي دي ، چې یوه ښه بیلګه یې همدغه پورتنۍ لنډۍ ده چې نږدې دزرو کلونو وړاندې یوه خورا مهمه تاریخي پېښه یې تر موږه رارسولې ده .
پښتو لنډ یوکې وطن ستاینه: کله چې دوطن سپیڅلی نوم په خوله اخلو دوطن یادوونه کوواو یا دوطن سره دمینې داظهار خبره شي ،نوسمدستي ‌ذهن ته د پښتو دغه متل چې : ( په هرچا خپل وطن کشمیر دی ) راشي او پر شونډو یې زمزمه شي .
رښتیا هم چې دوطن لفط اوکلیمه هغه سپیڅلې اوخوږه کلیمه ده چې دنړۍ ټول قومونه ترې سترګې نه شی پټولی .اوهرڅوک ورسره دزړه له کومې مینه لري ، خو په ځانګړي ډول پښتون قوم چې له خپل وطن سره څومره مینه لري ، دنړۍ په نورو قومونو کې یې ساری نه لیدل کیږي .پښتون قوم چې دخپل وطن دساتلوله پاره دتاریخ په اوږدو کې کومې قربانۍ ورکړي هغه دتاریخ په زرینوکرښو لیکل شوي او ساتل شوي دي ،چې هیڅکله اوهیڅوک ترې سترګې نه شی پټولی .
دوطن ستاینه، دوطن یادوونه او دوطن سره مینه په پښتو لنډیو کې دپښتو ولسي اد ب یوه ستره برخه ده ، که ووایو به دې اړه کتابونه لیکل کیدای شی ، نوکومه مبالغه به نه وي دوطن په مینه دوطن په ستاینه او دوطن په یادوونه پښتنو پیغلو اوزلمیوډېرې لنډۍ ویلي او په دې اړه هره ویل شوې لنډۍ په خپل وخت او په خپل ځای دپوره اهمیت او درنښت وړ د ه .
دبیلګې په ډول دلته دپښتو یو څو هغه لنډۍ چې پکې دوطن ستاینه ،یادونه او دوطن سره پکې دمینې څرګندونې شوې وي را اخلو:
وطنه عقل مې ایرې شه ـ چې ستا له پاره به زه نه کوم فکرونه
دوطن ترخې مې خوراک وی ـ خوراک مې نه وی دپردي وطن ګلونه
بس په همدې تمه ژوندی یم ـ چې یو کال وروسته به زه خپل وطن ته ځمه
یو کال مې بل وطن کې تیرکړ ـ لکه بندي په جیلخانه کې اوسید مه
په وطن سپوره ډوډۍ ښه ده ـ نه په پردي وطن کې غوښې پلوونه
وطن دسرو ګلونو باغ دی ـ بختور خلک پکې شپې سبا کوو ینه
وطنه قدردې پکار دی ـ دا بې وطنه خلک ډ ېر بې قدره وینه
(نوربیا)