ولې مو تر اوسه؛ ولې ته ځواب پیدا نکړ؟

ولې مو په هیواد کې د تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د جهاد او اسلام تر نامه لاندې د خونړیو جګړو لړۍ په بیساري توګه مخ پر ودې روانه ده؟، ولې مو هره ورځ لسګونه اتل نظامي او ملکي ځوانان ددې تورې جګړې ښکار ګرځي؟، ولې د افغانانو ښوونځي د جهالت په سرو لمبو سوځي؟، ولې د افغانانو میندې هره ورځ د خپلو اولادونو پارچه شوی جسد ته د نا امیدۍ اوښکې تویوي؟، ولې د افغانانو وینه ارزښت نلري؟، ولې د افغانانو هر اړخیز ژوند تر ګواښ لاندې دي.. او داسې نورې زرګونه پوښتنې دي چې تر اوسه ندي ځواب شوي.

د اسلام او جهاد، د چپ او راسته لاسو، د شولې او پیاوې لیډران به هم پورتنیو پوښتنو ته مناسب ځوابونه لري خو ولسونو ته یې د ځواب ورکولو جرآات نشي کولای؛ ځکه دوي پخپله په افغانستان کې دا پوښتنې را ولاړې کړې دي. دوي په روانو جګړو کې خپل خیر لټوي ځکه ( د مخدره توکو قاچاق په سوله ایز هیواد کې پرمختګ نشي کولاي، که دوي د اسلام او جهاد ، وطن ، قوم ، ژبې او رنګ تر نامه لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورنکړي په بله تګلاره کې دوي په داسې زرهي او څو منزله بیلډینګونو کې ژوند نشي تیرولای، که ځوانان د ښوؤنې او روزنې په جامه سمبال شي نو بیا ورته په افغانستان کې داسې مریدان نشي پیدا کیدلای چې سهار او بیګاه د الهي انوارو د نزول پخاطر ددوي لاسونه او پښې په ژبه لمس کړي ، که امنیتي ځواکونه مو پیاوړي شي نو دوي پسې د تورو ښیښو لسګونه موټر نشي تللای، که نظام مو قوي وي نو دوي میراثي څوکۍ نشي ساتلاي، که مو سکتوري وزارتونه برحاله وي نو دوي په معدنونو او ګمرکونو خیټه نشي اچولای، کچیرې شفافیت رامینځته شي نو بیا واسطو ته ضرورت نه پیدا کیږي، کچیرې په حکومت کې کدرونو ته ځای ورکړل شي نو بیا خو ددوي په وینا کار اهل کار ته نه سپارل کیږي، کچیرې د افغانستان نوم په نړیواله سطحه روښانه کیږي نو بیا خو ددوي پیران په دوي باندې له ډالرو ډکې د تورو او سپینو خلطو مقدار راکموي..... ).

اوس نو ددوي اصلې څیرې افغانانو ته ورځ تر بلې ښې روښانه کیږي، کله چې افغانستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ثبات لوري ته درومي د دوي پر مخ د بې عزتۍ ژیړې لکې وده پیدا کوي او د زوال خوبونه یې د سترګو په کورکې میلمه کیږي. سبا او بل سبا به دا پوښتنې تر نن ښې ځواب پیدا کړي.

په ډیر نږدې وخت کې به دا هیواد د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اړخه پرمختګ وکړي، دا ځوانان په ددې خاورې خادمان او مالکان شي، په دې هیواد کې به د ښوؤنې او روزنې لړۍ چټکه شي، د فرهنګي اړخه به زمونږ هیواد د نورو هیوادونو سره سیالي کوي، دلته به ځوانان په خپلو صنعتي فابریکو کې په کار بوخت شي، دلته به د ژبې او قوم تر نامه لاندې د سوداګرۍ صنعت په ټپه ودریږي، هیواد به مو د طبابت له اړخه د نورو هیوادونو سره مرستې وکړي، دلته به میراثي څوکیو ته څوک ارزښت نه ورکوي بلکې د استعداد او لیاقت په اساس به ددې خاورې خدمت کیږي.