د افغانستان ادبي انجمن اونيزه ادبي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ادبی انجمن خپله اوونیزه ادبی تنفیدی غونډه نن ورځ د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز په تالار کې ترسره کړه چې ګڼو ادیبانو او د ادب مینه والو پکی برخه واخسته غونډه د قاری محمد ایاز جانباز لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پرانیستل شوه د غونډی رییس استاد عبد الظاهر امیری او مشر میلمه حاجی احمد شاه وردګ ټاکل شوی ؤ ، دویندوی چارې داکترعطاء الرحمن فطرت پر مخ بیولی. د پروګرام په لومړۍ برخه کی الحاج احمد شاه پوپلزی مطلب ( د سلامی ارشاداتو په رڼا کې نقد او د هغه څیړنه ) کره کتنې ته وړاندې کړی شو چې د ګډونوالو لخوا پری هر اړخیز بحث وشو چې په ټولیزه توګه مثبت وارزول شو او د کره کتنی په اړه پکی په زړه پوری مطالب ځای پر ځآی شوی ول .
د پروګرام په دوهمه برخه کی ازاده او غیر طرحی مشاعره وشوه چې دغو ښاغلیو پکی ګډون کړی وو : قاری محمد ایاز جانباز ، محب ربی ګران ، عبد الظاهر الأثری ، قاضی محمد حسن اسلامی ، شکر الله مخلص ، تحسین الله تحسین ، محمد اسحاق ، محمد خالد امان الله ، نظیر الحق قریشی ، احمد شاه وردګ ، عبد الظاهر امیری او داکتر عطاء الرحمن فطرت .
غونډه کی پریکړه وشوه چې راتلونکی اوونۍ ( چارشنبې ورځ ) ته به سردار نبی شجاع ځاځی خپل غزل کره کتنې ته راوړي ، دغه پرتمینه غونډه د دودیزی عصریی وروسته د ښاغلی شکر الله مخلص په دعاء پای ته ورسیده .