د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي

د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او شخصي ژوند: د پاکستان اوسنی لومړی وزير شاهد خاقان عباسي د خاقان عباسي زوی، په ۱۹۵۴ زيږديز کال د دېسمبر په ۲۷ مه نېټه په خپل پلارني ټاټوبي پنجاب ايالت کې په يوه شتمنه کورنۍ کې زېږدلی دی.

د شاهد خاقان عباسي پلار د پاکستان په هوايي ځواکونو دنده درلوده او همدا ډول د پاکستان د ملي شورا غړی وو، په اقتصادي لحاظ يې کورنۍ شتمنه وه. شاهد خاقان عباسي واده کړي او درې زامن لري. د نوموړي خسر رياض عباسي له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۷۹ پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ای اِس ای مشر وو. په خپله شاهد خاقان عباسي په پاکستان کې له شتمنو کسانو له ډلې څخه دی او د هېواد په کچه يو لوې سوداګر هم دی.

زده کړې: شاهد خاقان عباسي د ښوونځۍ دورې زده کړې د پاکستان په کراچۍ کې تر سره کړې دي او د پوهنتون دورې زده کړې يې د بريښنايي انجنيرۍ په برخه کې د امريکا په کالېفورنيا او لائس انجلس پوهتنونونو کې بشپړې کړې دي. په ۱۹۸۵ کې يې د امريکا د جورج واشنګټن له پوهنتون څخه يې د بريښنايي انجنيرۍ په برخه د ماسټرې سند تر لاسه ګړ.

دندې: د پوهنتون له فارغت وروسته، نوموړي په امريکا د يو څو کلنو لپاره د مسلکي بريښنايي انجنير په توګه کار وکړ او له هغې وروسته سعودي عربستان ته لاړ او هلته يې د تيلو او ګاز په شرکتونو کې د انجنير په توګه دنده درلوده.

شاهد خاقان عباسي د خپل پلار خاقان عباسي له مړينې وروسته په ۱۹۸۸ زېږديز کال کې سیاسي ډګر ته را دننه شو. له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د پاکستان د ملي شورا غړی وو. په ۱۹۹۰ کې د پاکستان لومړي وزير جنرال ضیاالحق د پاکستان ملي شورا لغوه اعلان کړه او په دې سره د شاهد خاقان عباسي دنده هم پای ته ورسېده.

په ۱۹۹۰ کال کې يو ځل بيا د پاکستان د ملي شورا ټاکنو نوماند شو، چې د ټاکنو له ګټلو وروسته تر ۱۹۹۳ پورې د پاکستان په ملي شورا کې، په پارلماني چارو کې د دفاع وزير وټاکل شو. تر ۲۰۱۳ پورې نوموړی شپږ ځلې د پاکستان د ملي شورا غړی وټاکل شو.

له ۲۰۱۳ وروسته عباسي د پېټروليم او طبعي سرچينو وزیر وټاکل او همدارنګه په ټول پاکستان د بريښنا د ستونزې د حل مسوليت ور په غاړه شو.

د تېر ۲۰۱۷ کال د جولای په ۲۹ نېټه پخواني لومړي وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه او غوښتل چې خپل ورور شهباز شريف د ځان پر ځای د پاکستان لومړي وزير وټاکي، خو شريف د ملي شورا غړی نه وو، نو په دې اساس نواز شريف د ۴۵ ورځو په موخه شاهد خاقان عباسي د پاکستان لنډمهاله لومړی وزير اعلان کړ.

تېر کال د اګست مياشتې په لومړي نېټه شاهد خاقان عباسي د پاکستان د ملي شورا له خوا په رسمي ډول د هېواد ۲۸ م لومړی وزير وټاکل شو.

د شاهد خاقان عباسي په دوره کې د پاکستان امريکا اړيکې، د تېر په پرتله ډېرې خرابې شوې. د نوموړي د رسمي دندې پوره پنځه مياشتې تېرې شوې وې، چې د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پاکستان پر وړاندې سختې څرګندونې وکړې. ټرمپ له شاهد خاقان عباسي وړاندې د پاکستان حکومتونه امريکا ته په دروغو ويلو او دوکې ورکولو تورن کړل.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د امريکا او پاکستان ترمنځ سياسي او پوځي اړېکې ترېنګلې شوې. امريکا په پاکستان هغه مالي او پوځي مرستې وځنډولې، چې له تېرو ۱۷ کلنو څخه يې، له پاکستان سره د نړيوالې ترهګرې پر ضد د جګړې لپاره کولې.

امريکا پاکستان ته ګواښ وکړ، چې که په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې په رېښتنې ډول پوځي عمليات او اقدامات تر سره نه کړي، نو دهغه هېوادنو په لېسټ کې به شامل کړي، چې له ترهګرو سره همکاري کوي.

پاکستان هم له امريکا سره د اړيکو له خړ - پړتيا وروسته، په خپل خاوره کې د سخت درېځو پر وړاندې په پاليسيو کې بدولون راوست او په ډېری سخت درېځه ډلو يې بندېزونه ولګول.

پاکستان د امريکا پر ځای له روسيې سره اړېکې ښې او نېږدې کړې. په سيمه او په ځانګړې ډول د افغانستان په اړه د پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو څه وخت وړاندې ناستې درلودې، په دې يې خبرې وکړې چې څنګه کولی شي، په سيمه کې د پاکستان او روسيې رول اغېزمن کړي.

د شاهد خاقان عباسي په دوره کې د پاکستان په تاريخ کې د پښتنو تر ټولو لوي لاريون تر سره شو. چې له پاکستان حکومت څخه يې د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوله.

خو، د شاهد خاقان عباسي په دوره کې هم د پاکستان او افغانستان اړېکې د تېر په څير ترېنګلې او خرابې دي. افغانستان د پخوا په شان په هېواد کې د ترهګريزو بريدونه پړه په پاکستان اچوي او د يادو بريدونو تر شا د پاکستان لاس بولي.
ټاکل شوې ده، چې عباسي به سبا ورځ (د کب د مياشتې په څلورمه) په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانسېتې مراسمو لپاره هرات ولايت ته لاړ شي.