
دا ولس دوه لاسه خرڅ شوی، خو خبر نه دی
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
له ۱۳۵۷ کاله را وروسته بيا تر نن ورځې پورې، چې کابو څلور لسيزې کيږي افغانستان ته د بهرنيو هېوادونو لاسونه را دننه شوي او په بېلابيلو نومونو يې افغانان په خپل منځ کې سره اچولي، او دوی ترې ګټه پورته کوي.
د غوايي له کودتا وروسته، نړۍ افغانان لومړيو کې په دوو ډلو يانې د کمونېسټ او مجاهد په نوم، بيا يې د کمونېزم په نوم ډله په دوو نورو برخو (خلق او پرچم) او د مجاهد په نوم ډلې يې په اوو او له دې هم په زياتو برخو آن تر سني او شيعه پورې ووېشل.
په ډېر زيات شمېر د وخت حکومتي او د مجاهدينو مشران د پردي هېوادونو په پار جنګېدل، پرديو هېوادونو له افغانستان څخه په ډېره لوړه کچه سياسي، امنيتي او اقتصادي فايده پورته کوله او هغه افغانانو چې د پرديو هېوادونو په چوپړ کې اخته وو، لوړې ماليي مرستې او امتيازونه ورکول کېدل.
حکومت خلکو ته د جګړې روحيه د هېوادپالنې په نوم او د مجاهدينو مشرانو عامو خلکو ته د جلب او جذب وسيله عقيده او اسلام پالنه ښودلې وه.
څلورلس کاله په هغه وخت کې هم حکومت او هم د حکومت مخالفو ډلو هېواد وران او افغانان يې ووژل او له بيا تر نن چې نېږدې ۴۰ کاله تيريږي، دغه غوا لوېشل کيږي، د مجاهد او خلقي په نوم ورڅخه د ګوتو په شمېر خلک ګټه پورته کوي او په مېلېونه کسان يې د زيان قرباني کيږي. د پرديو لپاره په دومره قربانيو او ورور وژنه باندې تر اوسه هم افغانانو بسنه نه ده کړي، او نه يې هم عبرت اخېستی.
که تېر پرېږدو او اوسني وضعيت ته راشو؛ په اوس وخت کې د افغانستان وړونه قومونه او ولسونه په دوو لويو بدبختيو کې ښکېل دي.
لومړۍ جګړه او دويم د قومونو ترمنځ د نفاق او تعصب تخم:
که مونږ ووايو او کنه، خو څرګنده او مالومه ده، چې هم په حکومت کې د بهرنيانو ګټې نغښتي دي او هم په وسله والو ډلې کې. يو حکومت حمايه کوي او بل لوری وسله والې ډلې.
کله چې يو څوګ وغواړي قناعت وکړي، نو په اسانۍ سره قناعت کولی شي، خو يو څوګ قضداً په يوې مسالې قناعت کول نه غواړي، نو بيا هره حرامه درباندې منل شي او مشروعيت ورکوي.
په تېرو ۱۷ کالنو کې د حکومت پر وړاندې وسله والې ډلې د حکومت له لېدلوري او پروپاګندا کې: په هر مذهب ناروا، د پرديو د لاس آلې، افغان دښمنه، د هېواد پر ضد او په سلګونو نورو بدو نومونو تورنې دي.
بيا د وسله والو ډلو په ليدلوري او پروپاګندا کې: حکومت په هر مذهب ناروا، د پرديو لاسپوڅی، غلام، بې دينه، هېواد خرڅونکی او سلګونو نورو نومونو ياديږي.
په افغان حکومت او افغان وسله والو مخالفينو پسې دا ډول خبرې او په يادو کړنو کې د دوی تورن کول، د دوی خپل فکر او نظر نه دی، نه له دواړو کومه يې داسې خواخوږي ډله ده، چې په ولس يې ريښتنی زړه درد کوي. دوی ته ويل شوي چې دا ډول پروژه په دې ځانګړتياو بايد وړاندې لاړه شي، په هېڅ ډول منطق او دليل تاسو ته درکړل شوې پروژه بايد غلته ثابته نه کړي او په هېڅ ډول سره بايد نه قناعت وکړئ او نه هم په خپلو نميګړتياو اعتراف.
ولس هم دوه برخې شوی دی، يو شمېر يې د حکومت په کړنو خوښ او بيا بله ډله يې د حکومت پر وړاندې ولاړه ده. د ولس لپاره د خپلو مشرانو خبرې د ګاڼې کرښې او د پيغمبر د خبرو غوندې دي، په پټو سترګو ورته د منلو وړ دي. نو ولس قناعت کوي، نه ښکېل لوري، که يوه ورته وويل شي، نو لس ځوابه درکولی شي، هغه ځوابونه چې د دوی ته مشرانو ور زده کړي او مشرانو ته يې بهرنيو بادارانو ښودلي دي.
دویمه ستونزه قومي او ژبني توپيرونه او تعصبات دي: د پښتون، تاجک، ازبک او هزاره په نوم قومي ټېکدارانو په ولس داسې کوډي او تعويزونه کړي، چې د خپل قوم غل، فسادګر، قاتل، جنګسلار، زورواکي، غاصب، انسان تښتونکی، رشوت خور، لوطي، ظالم، بې دينه او هېواد خرڅونکی ورته له ټولو سپيڅلی او مقدس دی. خو د بل قوم مشر، ديني او عصري عالم، خدمت کوونکی او بل هر څوګ يې په نظر کې بد، شرير، مفسد او ظالم معرفي شوی دی.
اول خو، عام ولس په دې نه پوهيږي، چې دا زما قومي مشر او قومي ټېکادار په تېر کې څوګ وو؟ اوس دا هر څه له کومه کوي؟ ولې يې خپل زوی او لور زما غوندې قرباني نه ورکوي؟ او که چېرې په دې هرڅه پوه هم شي، بيا هم ورته نور استدل او دليلونه ښودل شوي، چې دوی پرې ځان ټېټ او ملامت نه راولي.
عام افغانان په لومړيو کې د پښتون، ازبک، هزاره او تاجک په نوم ځانونه سره توپير لرونکي، له يو او بل لوړ بولي. بيا د خپل قوم په دننه د تعصب په رنځ اخته شي، تر څو چې يې دغه ناروغي تر کلي او کور ورسيږي. پلار او زوی؛ ورور او خور هم سره په دوو لارو شي.
که د بېلګې په ډول يو پښتون مشر د پښتنو په ستاينه او تاجک په توهين يوازې يوه جمله هم ووايي، نو په سبا يې تر قهرمان جوړ کړی وي، په ټولنيزو رسنيو، بنډارنو، ناستو، د سړک په سر يې د تعصبي قهرمانۍ خبرې کيږي. همدا ډول که ازبک، هزاره او تاجک د پښتون پر وړاندې يوه تعصبي کړنه تر سره کړي، نو ترې قهرمان جوړ شي.
د نفاق دغه اور دومره تېز شوي دی، چې د خندا وړ خبرې به په کې ووارې. دوه نړيوال ورزشونه کرېکټ او فوټبال هم د قوم په نوم نومول شوي. تاجک او هزاره په کرېکټ کې د پښتنو په غښتلې وړتيا سترګې پټې کړي او له دې لوبې يې په داسې اساس بد راځي، چې پښتانه په کې وړاندې دي.
له بلې خوا، پښتون فوټبال ته په داسې سترګه ګوري، چې ته وايه، د فوټبال لوبه د لومړي ځل لپاره د تاجکانو له خوا را منځ ته شوي او هېڅ ډول نړيواله مخښينه نه لري.
د بهرنيانو په دسيسو هم ښه پوهيږو او وايو، چې تفرقه واچوه حکومت کوه، په نفاق کې واکمني، د تجزيې له لارې واک ته رسېدل او نور د بهرنيانو پالېسي دي، په زرګونه شبکې د افغانانو ترمنځ د نفاق په خپرولو بوختې دي، په هېواد کې د بهرنيانو جاسوسان دي او ډېر نور څه. جالبه يې دا ده، چې پورته او د تعصب پر وړاندې خبرې په خپله هغه کسان کوي، چې په تعصب کې تر پوزې غرق دي او هرڅه باندې دي او په خپله خوله اقرار کوي، چې بهرنيان مو ويشي.
اندېښنه بيا دلته ده، چې د بې پوهې او بې زده کړو افغانانو په پرتله؛ پوهه کسان لکه محصلين، استادان، سياسي او مدني کسان او په حکومت کې دنده لرونکي خلک د نفاق اور ته ډېره لمن وهي او په پټو سترګو روان دي. له دوی سره د خبرو کولو شونتيا هم نشته، ځکه چې په نفاق او تعصب کې له هغو خلکو وړاندې دي، چې تعصب او نفاق سره يې ورانه ده.
د دې ولس زيات شمېر مشران يو ځل په خپله خرڅ شوي او د پرديو پروژې پرمخ وړي، د پروژو د بريا په موخه يې بيا دا ولس خرڅ کړی، د خپلو او نورو د ګټو په موخه يې قرباني کړی دی، خو دا بيچاره ولس په دې نه دی خبر، چې هم مشر خرڅ شوی او هم يې مشر دی خرڅ کړی. خو اخته دی او د نورو د ګټو په موخه ځان خرابوي او د ورور پر وړاندې دښمني کوي.
يادونه: د افغان ولس په مشرانو اوهمدا ډول په پښتون، تاجک، هزاره او ازبک قومنو کې وړ، هېوادپاله او ملي کسان هم شته، خو روانو بدبختيو ته په کتو، خرڅ شوي له اصيلو ډېر دي.
د يو واحد افغانستان په هيله