د کور ورانولو او خېمې ورکولو پالېسي

د کور ورانولو او خېمې ورکولو پالېسي
شمس رحمانزی

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۵ زيږديز کال کې د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان منځ ته راغی. د ملګرو ملتونو د سازمان له منځ ته راتګ وروسته په نړۍ کې يو شمېر نورې نړيوالې ټولنې لکه ناټو هم رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې د دغه نړيوالو ادارو او يو شمېر هېوادونو ګډې کړنې او هڅې د نړيوالې ټولنې په نوم ياديږي.

له هغه راهيسې چې د ملګرو ملتونو سازمان تاسيس او په څنګ ورسره نورې نړيوالې ادارې جوړې شوې، د نړۍ غښتلي اقتصادي او پوځي هېوادونه سره نېږدې شول، په بېلا بېلو تړونونو کې يې ګډې ګټې سره خوندې کړې او په نړۍ کې يې خپل کې يې اغېز خپور کړ.

په بلې خوا کې يې، د نړۍ وروسته پاتې هېوادونو ته په مختلفو نومونو جګړه وغځوله او خپلې ګټې يې په جګړه کې خوندي کړې. د ملګرو ملتونو سازمان په نړۍ کې د امن او سولې د ساتلو تعهد د خپلو نورو کړنو په سر کې راولي، خو د ياد سازمان له تاسيس څخه بيا تر نن ورځې پورې په نړۍ کې جګړه هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده.

د ملګرو ملتونو له ټولنې وړاندې د ملتونو ټولنه يا League of Nations په نوم يوې بلې ادارې کار کولو چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته رامنځ ته شوه او د دويمې نړيوالې جګړې وروسته له منځه لاړه.

د ملتونو ټولنه يا League of Nations د منځ ته راتګ لامل په دې کې وو، چې د نړيوالو جګړو مخنيوی وکړي، خو چې کله د نوموړې ټولنې په شتون کې دويمه نړيواله جګړه پېښه شوه، نو د يادې ټولنې شتون يې تر پوښتنې لاندې راوست، منحل او پر ځای يې د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د کنټرول چارې پيل کړې.

نړيوالو چې کله په دويمه نړيواله جګړه کې په زيات شمېر ځاني او ماليي تلفات ولېدل، نو د ملتونو ټولنه يا League of Nations يې منحل اعلان کړ. اوس که وګورو د ملګرو ملتونو له تاسيس بيا تر نن ورځې پورې د نړۍ په ډېری برخو کې په درز جګړه روانه ده، خو هېڅوګ هم د ملګر ملتونو شتون تر پوښتنې لاندې نه راولي. لامل يې په دې کې دی، چې د ملګرو ملتونو په شتون کې روانې جګړې زياتره د نړۍ په مسلمانو او غريبو هېوادونو کې دي. هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو، ناټو او نورو نړيوالو ټولنو په سر کې ځای لري، له دغه روانو جګړو خپلې ګدې ملي ګټې تر لاسه کوي.

په هر هغه هېواد کې چې ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې مداخله نه ده کړي، خلک يې د هوسا ژوند څښتانان دي. ښايي د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې له شتون لېرې هېوادونه او يا هم د دوی له شتون سره خلاف هېوادونه په نړيواله کچه تتې اړيکې ولري، اقتصاد يې ضعيف وي او د نړۍ له پرمختللې ټېکنالوژۍ بې برخې وي، خو لنډه دا چه په سوله کې ژوند لرې. چې ښې بېلګې يې ايران او شمالي کوريا ده. د نړۍ د نورو هېوادنو په پرتله ايران او شمالي کوريا له نړيوالې ټولنې سره بې خونده اړيکې لري او د نړيوالې ټولنې له خوا پرې يو شمېر زيات اقتصادي او نور بنديزونه لګېدلي دي، خو بيا يې هم خلک په سوله او امن کې ژوند کوي.

هغه هېوادونه چې له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره ښې او نېږدې اړيکې لري، په ماليي او پوځي ډول يې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه لاس نيوی کوي؛ د جګړې، وژنو، بې سوادۍ، فساد، ظلم، فقر او نور بدبختيو ډګرونه دي. که چېرې د افغانستان، عراق، سوريي، مصر او ليبيا وضعيت ته وګورو، نو په داسې حال کې چې د نړيوالې ټولنې له پوځي شتون او ملاتړ څخه هم برخمن هېوادونه دي، جګړه په کې په شدت روانه ده، په فساد کې په لومړۍ درجه راځي، د بې سوادۍ، بې کارۍ او فقر سلنه په کې لوړه ده، د ترهګرو ځالي دي او په هر ورځ يې په لسګونه وګړي ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان، عراق، سوريه، ليبيا او مصر کې د نړيوالې ټولنې تلل د خلکو په ژوند کې لوې بدلون رامنځ ته کړ. هغه خلک چې ښه او يا بد کور او پټنځای يې درلود، نن په خيمه کې ژوند کوي. کور هم پرې نړيوالې ټولنې وران کړ او خيمه هم نړيوالې ټولنې ورکړې ده. د دوی ته دا پته شته، چې نړيوالې ټولنې را سره مرسته کړي او د سرپناه لپاره ېې خيمه راکړي، خو دوی په مستقيم ډول په دې نه پوهيږي، چې جوړ کور هم پرې نړيوالې ټولنې وران کړ، جګړه هم ورته نړيوالې ټولنې را وړې ده، په فساد، بې کارۍ، بې سواديۍ، ورسته والي او نورو بدبختيو کې هم نړيوالې ټولنې ساتلې دي. دې دغه هېوادونو خلکو ته دا پته نه کيږي، چې خپل تېر او حال سره پرتله کړي؛ د نړيوالې ټولنې په نه شتون او د نړيوالې ټولنې په شتون کې يې څومره لاس ته راوړنې کړي او څومره يې له لاسه ورکړي؟

که په افغاسنتان کې د نړيوالې ټولنو له شتون وړاندې د محمد ظاهر شاه پاچاهۍ، د سردار محمد داود خان جمهوريت او د طالبانو رژيم ته پام وکړو، نو څرګنده ده، چې په هغه وحت کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب، د پوهې کچه ټيټه، پرمختګ او اسانتياوې کمې وې، خو په هغه وخت کې کم تر کمه خلکو خو په خپلو خاورينو کورونو کې ژوند کولو، له سولې او امنيت څخه خو برخمن وو. د نړيوالې ټولنې په شتون کې، لکه په افغانستان کې د شوروي اتحاد شتون او په اوس وخت کې د ناټو، امريکا او نورو نړيوالې هېوادونو موجوديت ته وګورو جګړه ده، وژنه ده فساد دی، چور و غلا ده، له هېواد تېښته او په خيمو کې اوسېدل دي.

نړيواله ټولنه په ډېر مهارت او هوښيارتوب سره، د خلکو جوړ کورونه ورانوي او پر ځاي يې خيمې ورکوي، سوله له منځه وړي جګړه راوړي او بيا د سولې په نوم نورې پروژې وړاندې وړي، خلک دا ګوري چې نړيوالې ټولنې خيمه راکړه، نړيواله ټولنې را سره مرسته وکړه او له نړيوالې ټولنې د سولې تمه کوي. دا يې هير دي، چې جګړه څوګ کوي او لامل څوګ دی، ولې د نړيوالې ټولنې له شتون وړاندې په خيمه کې نه وسېدلم؟
د نړيوالې ټولنې (د جوړ کور ورانول او د خېمې ورکولو پالېسي) دې، په اسلامي نړۍ او افغانستان کې رسوا شوي، ترڅو وژغورل شو.