
په پېښور کې د روسيې کونسلګري، د پښتون پښو ته يو بل دام
ډاکتر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
روسيه له امريکا سره په افغانستان کې کټ - مټ هغه لوبه کوي، کومه چې امريکا له روسيې سره د سړې جګړې په وخت کې کړې وه.
- د سړي جګړې په وخت کې، اوسنۍ روسيه يا پخوانی شوروي اتحاد د کمونېزم او مارکسېزم له آيډېالوژیو سره افغانستان ته راغی، خو شوروي هېڅکله هم نه وو ويلي، چې مونږ په افغانستان تيری يا يرغل کړی، بلکې هر وخت به يې دا ويل، چې د افغان حکومت څخه د ملاتړ په پار دغه هېواد ته راغلي يو.
- هغه وخت د حکومت مخالفې ډلې د مجاهد په نوم وې او د حکومت پر وړاندې يې وسله واله جګړه کوله.
- د هغه وخت د حکومت مخالفې ډلې، د حکومت له خوا د اشرار په نوم يادېدلي او مخالفو وسله والو ډلو، حکومت او په افغانستان کې پاتې خلکو ته غلام، کمونېسټ او بې دينه ويل.
- د هغه وخت مخالفې ډلې په پاکستان کې اوسېدلې، بريدونه يې له پاکستان کول؛ امريکا، پاکستان، ايران، سعودي او نورو هېوادونو يې ماليي او پوځي ملاتړ کولو.
- د هغه وخت د حکومت وسله والو ډلو د ملېشه په ډول جامې درلودلې، په ښوونځيو، سړکونو، عامه تاسيساتو يې بريدونه کول او د حکومت مامورين او د وخت امنيتي ځواکونه، چې پوليس، اردو او استخبارات وو، په منظم پوځي يونېفورم سمبال وو، وژل يې.
لنډه دا چې، جګړه د شوروي او امريکا ترمنځ وه، د جګړې ډګر او عسکر يې افغانان وو.
په اوس وخت کې:
- امريکا د ډيموکراسۍ، بشر حقوق او د ترهګرۍ پر ضد له نظريو سره افغانستان ته راغلي او امريکا هېڅلکه هم په څرګنده نه دي ويلي، چې افغانستان يې اشغال کړی او دلته يې تيری کړی، بلکې له افغان حکومت سره د مرستې او ملاتړ ادعا کوي.
- اوس د حکومت مخالفه ډله د طالب په نوم ده او له افغان حکومت سره وسله واله جګړه کوي.
- اوس، حکومت مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړې ډول طالبانو ته ترهګر او ترورېست وايي، وسله والې ډلې حکومت د پرديو غلام، بې دينه او مزدور بولي.
- د ادعاو مطابق، په اوس وخت کې د حکومت مخالفې ډلې په پاکستان کې دي، د روسيې، پاکستان، ايران، سعودي او نورو هېوادونو له خوا يې ماليي او پوځي ملاتړ کيږي.
- په اوسني وخت کې، د حکومت وسله والې ډلې د ملېشه په ډول جامې لري، په ښوونځيو، سړکونو، عامه تاسيساتو بريدونه کوي، امنيتي ځواکونه چې، په منظم پوځي يونېفورم سمبال دي او همدا ډول د حکومت نور مامورين وژني.
د سړې جګړې په وخت کې، شوري اتحاد د امريکا په مقابل کې ماتې وخوړه او ټوټه شو. روسيه اوس يو ځل بیا غواړي، چې خپل له لاسه ورکړی ځواک لاس ته راوړي او له امريکا سره ډغرې ووهي. په سوريه، عراق، شمالي کوريا او افغانستان کې د روسيې دننه کېدل، له امريکا سره سيالي کولو او د نړۍ پر مخ د يو زبرځواک پر ځای؛ د دوو زبرځواکونو رامنځ ته کول دي.
روسيه هڅه کوي، چې په هر ډول وي، خو امريکا بايد په افغانستان کې ماتې وخوري او د پخواني شوري اتحاد په ډول ټوټه شي. روسيه د خپلو دغه موخو لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ، له امريکا سره د سيالۍ ښه ډګر افغانستان ټاکلی.
په افغانستان کې د هر بهرني هېواد دننه کېدل د افغانانو د ملي حاکميت او سولې په زيان عمل دی. په دې ورستيو کې د افغانستان له ستونزو سره د روسيې لېوالتيا او د افغانستان په چارو کې د روسيې لاس وهنې، د ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول د پښتنو په زيان دي.
- روسيه غواړي چې طالب وسله وال حمايه کړي او د امريکا پر وړاندې د دوی جګړه سخته کړي. دا چې د طالبانو په ليکو کې هم، ډېري طالب جنګيالي پښتانه دي او همدا ډول جګړه د پښتنو په سيمو کې د نورو په پرتله ډېره ده، نو مسعقيم بد اغېز يې په پښتنو دی.
- د افغانستان په سياسي وضعيت کې د روسيې دننه کېدنه د پښتنو سره دښمني او د پښتنو په زيان ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د روان سياسي وضعيت په اړه خبرپاڼه خپره کړي او افغان حکومت ته يې ويلي وو، "د افغانستان مرکزي حکومت، بايد په دې هېواد کې د اقليت قومونو حقوق په نظر کې ونېسي. افغان حکومت بايد په دې هېواد کې د نقاق او د ټولنې د وېشل کېدو مخېنوی وکړي او په افغانستان کې د ټولو قومونو د حقوقو په اړه په فکر کې ووسي."
د روسيې يادې څرګندونې د ډېری سياسي شنونکو په اند د افغانستان په کورنيو مسايلو کې لاسوهنه ده. افغان حکومت په اوسني وخت کې له دوه لويو کورنيو ستونزو سره مخ دی. لومړی، د روسيې پلوه جمعيت ګوند سره کړکېچنې اړيکې او دويم په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان کليمې لېکل.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پورته څرګندونې، له جمعيت ګوند څخه د روسيې ملاتړ او په افغانستان کې د اقليت قومونو د هغه کړنو سره د روسيې درېدل دي، چې د افغان له کليمې سره مخالفت ښيي. روسيه غواړي چې په دې کړنو او هڅو سره، په افغاسنتان لوی او واړه قومونه په خپل منځ کې سره په جګړه واچوي او له دې لارې اقليت قومونه حمايه کړي، ترڅو د امريکا په ملاتړ د کابل مرکزي حکومت کمزوری او له منځه يوسي، چې په دې سره امريکا ته يوه قوي ضربه ورکولی شي.
له کله چې، د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شوې، د پاکستان او روسيې اړيکې سره نېږدې او ښې شوې دي. د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف مسکو ته لاړ او له خپل روسيي سيال سره يې، د افغانستان له ګډون پرته د افغاسنتان په مسايلو خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له کتنې وروسته، روسيې په پېښور کې د کونسلګرۍ د پرانېستلو اقدام وکړ او نن ورځ يې دغه کونسلګري رسماً پرانېستله.
په پېښور کې د مسکو کونسلګري په داسې يو حساس وخت کې پرانستلی کيږي، چې افغانستان او پاکستان د ډېورنډ په جنجالي کرښه سره وران دي او دغه کونسلګري دا په ډګه کوي، چې د ډيورند کرښه يوه رسمي کرښه ده او له کرښې هغه خوا سيمې د پاکستان برخه او ملکيت دی. په پېښور کې د مسکو کونسلګري، د افغان حکومت له مخالفو له وسله والو ډولو سره د روسيې اړېکې نېږدې کولی شي او د افغان حکومت پر وړاندې د سرخوږي کچه زياته وي.
د افغانستان په کورني سياسي وضعيت کې د روسيې ملاتړ له جمعيت ګوند څخه او د بريښنايي پېژند پاڼو په موضوع کې د افغان کليمې ضد اقليت کسانو تر څنګ د روسيې درېدل، د افغاسنتان په چارو کې د روسيې لاسوهنه ده او د هېواد د لوی پښتون قوم سره څرګنده دښمني ده. همدا ډول په پېښور کې د مسکو کونسلګرۍ پرانېستل د افغانستان په سياسي او امنيتي وضعيت کې د روسيې نېږدې والی او له دې لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه ده.
که روسيه د افغانستان په سياسي وضعيت کې د اقليت قومونو څخه ننګه کوي او يا هم په امنيتي وضعيت کې، د حکومت وسله والې ډلې حمايه کوي د افغانستان او په ځانګړې ډول د لوی پښتون قوم پر وړاندې د دښمنۍ عمل دی.
روسيه غواړي، چې په نړۍ کې ځان مطرح او له امريکا څخه د سړې جګړې بدل واخلي، چې د دواړو موخو لپاره يې افغانستان ټارګېټ کړی دی. روسيه په سياسي او امنيتي ډول د افغانستان په مسايلو کې را دننه شوي، چې موخې يې د کورنيو جګړو، افغان او پښتون ولس سره د دښمنۍ او د افغانستان د تجزيې بوی ورکوي.