
بعضې وخت په یوه ټولنه کې دومره ظلم او زیاتی زیات شي، چې یو انسان له خپل ژوند څخه په مرګ خوشحاله وي، د خپلې ستړې ارواح سکون د مرګ په ناځوانه غېږ کې لټوي، دومره ړوند شي چې ځانه وژنه هم هېڅ جرم ورته نه ښکارېږي، نه یوازې ځان بلکې بل هم دې ته هڅوي چې ژوند ته د پای ټکی کېږدي لکه د هېواد تکړه شاعر او لیکوال ارواښاد استاد ګل پاچا الفت چې په لاندې بیت کې وایي:
په ځان وژلو کې ژوندون د نام و ننگ وینمه
لوی افتخار د ازادۍ لپاره جنـــــــــــگ وینمه
مرګ ناځوانه دی، تر اوس پورې داسې څوک نه دی پیدا شوي چې د خپل نوم لپاره ځان د مرګ په ابدي خوب لاهوکړي، او نه د ازادۍ لپاره جنګ د حل لاره ده، د یوې ورځې جنګ د سلو کلونو لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې کوي، وروستیو لسیزو کې ښه راته معلومه شوه، چې جنګ مو هېواد تر کومه حالته راورسولو، نو په دغسې حالت کې دا ډول اشعار ویل زموږ د زلميو او تنکیو ځوانانو مفکورې لا چټلوي.
سمه ده، دلته به د شاعر مطلب ځوانانو ته د ازادۍ مفکوره ورکول وي، خو ازادي د جنګ له طریقه هم حلاقت دی، ځکه که ورستیو لسیزو ته وکتل شي، تر نن ورځې پورې مو ټول هېوادوال فکري ناروغۍ لري، داسې یوه روحیه ورنکړل شوه چې دوي د ازادۍ په اهمیت باندې پوه شي، جنګ ته دې د پای ټکی کېږي نور د هېواد په جوړو لاس په کار شي، بلکې لا په لکۍ ورځي.
د وخت په تېرېدو سره کله چې په یوه ټولنه کې بدلون رامنځته شي، دغه ډول اشعار سخت زیان رسوي، د نوي نسل مغز هم خیرنوي، ځانه وژنه ورته لوی افختار ښکارېږي، جګړې ته په خاپوړو ورځي، ځکه که چېرې شاعر د حال سره سم اشعار وایي د وخت ناخوالې په کې وغندي، خو راتلوونکی هم باید په نظر کې ونیسي، هر زمان له بل وخت سره فرق لري، په اوس وخت کې چې هېواد مو له څو ډوله جګړې سره لاس او ګریوان دی، د هېواد والو ذهنونه مو ارام نه دي دغه ډول اشعار یې د لا نا ارامتیا سبب ګرځي، لا یې جنګ، وژنو او بې بندوباريو ته هڅوي.
زه باوري یم دغه ډول شعرونه چې په اوسني وخت کې هر ځوان ووایي، یو ډول له ځانه وژنې او جنګ سره علاقه ښيي، ځکه یو خو مو چاپیریال دغه ډول شعرونو ته جوړ دی، وروسته له هغې ــ نن پورې کله چې شاعر دا شعر لیکلی ، ځوانانو ته داسې تعلیمي مرکزونه نه دي جوړ شوي چې دوي ته په کې فکري روزنه ورکړل شي، لا مو اوس هم ځوانان په وړو وړو خبرو بدون له دې څخه چې فکر وکړي بېلابېلو خواوو ته میل ښيي ډېر زر اوړي، هر څه ورته ښه ښکاره کېږي.
ځان وژنه کې افتخار نه د ځان لپاره شته او نه د بل لپاره، وروسته له مرګ څخه به هغه افتخار موږ څه کړو، چې خپله تر دوه متره خاورو لاندې و، هغه ازادي دې ورکه شي چې د قلم پر ځای د تورې، ټوپک او راکټ په زور اخیستل شوې وي، هېواد مو په کنډوله بدل شوی وي، غازي امان الله خان هم له انګریزان څخه ازادي واخیست، مجاهدینو هم ملک له شورویانو څخه ازاد کړ، فرق یې په دې کې و، چې امان الله خان په دوره کې مو په هېواد کې هېڅ وینه تویې نشوه مګر د محاهدینو په دوره کې نه یوازې ملک مو په کنډوله بدل شو، بلکې له تي خوري څخه نیولې په سپین ږیري ختم ټول په کې وځورول شول.
نو لازمه ده چې موږ د حال سره سم کله چې اشعار وایو راتلوونکی هم په نظر کې ونیسو، داسې څه په میراث راتلوونکي نسل ته پرې نږدو چې د هغوي ذهنونه هم ورباندې ناارامه کړو.