غربت او جنت !

که وګورو زموږ په ټولنه کې چې هر څوک ډير غريب وي هغه ډير دينکاره وي او چې څومره د غربت کندې ته لويږي هماغومره دينکارۍ ته زور ورکوي او له دنياوي کارونو لاس په سر کيږي.
داسې کسان نو بیا ځېنې ملایان ډير زر په خپله لومه کې نښلوي او دوکه کوي يې دا ډول خلکو ته ملا د مالدارۍ او شتمن کيدو لپاره ځينې اوراد ورښايي او ورته وايي که مو دا د ورځې زر ځلې ولوستل نو خدای به مو ټول حاجتونه له خپلو خزانو او شتو پوره کړي، خو که داسې و نه شي آخر نو ملا دا سړی د جهاد په نوم دوکه کړي او ورته وايي جهاد ته ولاړ شۀ له کفارو سره جګړه وکړه که بری دې وموند هم ثواب هم خرما، مالداره او شتمن به هم شې او که مړ شوې شهيد به شې او د شهادت مقام نو بيا ډير لوړ دی؛ په هغه دنيا کې حورې، غلمان او د شاتو او شودو لښتي دي لنډه اوږده يې دا چې ټولې مزې، مزې دي.
نو هر کله چې د ژوند خوند ولاړ شي، بیا نو مرګ انسان ته خوندور شي. له کسب او روزګاره لاس واخلي او په جوماتونو او مدرسو سر شي. په مدرسو کې زده کوونکي او طالبان معمولا د غریبو زامن وي، په مدرسو کې هم د ژوند شونتیاوې په نشت حساب وي، بلخوا ورته د استعماري اسلاملایان ذهن او فکر داسې وروزي چې وحشي ترې جوړ کړي.
یو داسې انسان چې په دنیا کې ( حورې، شات، شودې او ... ) نه لري، اړ وي بلې دنیا ته پسې لاړ شي.
هېڅ بډای او موړ مسلمان ځان نه شهیدوي، حتا هغه ملایان چې خلکو ته د شهادت برکتونه بیانوي، خو نور هڅوي، ځکه په پردیو زامنو حکومت نیسي او بیا خپلې مزې کوي.
که دا زموږ شهادتونه روا وي، بیا ولې د سعودي وګړي دا کار نه کوي؟
چې قرانکریم همالته نازل شو، له موږ پرې هغوی ښه پوهېږي ځکه د هغوی په ژبه دی. رسول الله ص همالته زوکړی او هغوی ته تر ټولو مسلمانانو نږدې وو.
د هغوی په خاوره امریکایان پراته دې خو هغوی پرې ځان نه شهیدوي.
لامل یې دا دی چې هغوی ښه او هوسا ژوند لري. حورې، شات او کباب ټول ورته شته.
دا د نړۍ پر مخ د مسلمانانو منډې یو جنت ته دي که جلا دي؟
که یو جنت وي بیا د امریکا، اروپا، ترکیې، ایران، اندونیزیا، مالیزیا او .... او بیا د افغانانو او پښتنو لارې ولې سره جلا دي. هغوی هیڅکله جنت په وژلو نه ګټي، خو زموږ یې یواځې په وژلو ګټي.
که د افغانستان مسلمان جنت ته ځي، هغه نور چیرته ځي؟
که ريښتيا سره ووايو په اصل کې جنت د هغوی دی، څوک چې وژنې، تربګنې، په ښځو ظلمونه او په پوله پټي جنګونه نه کوي ځکه په جنت کې قاتلان، شر خوښي او غاصبین نشته.
نو که په دې وي زموږ ډيرې وکړي دې له جنت لاسونه پریميځي ځکه دا ټولې نادودې په موږ کې شته.