عقيدوي کنترول!

خاين او غولونکی خلک تل مثبتې خبرې کوي او عمل کې بيا منفي وي. اوريدلي مې ول مذهب له انسانه عقل او شعور اخلي يوازې تر عقيدې محدودوي خو زه دا نه منم.  اوس ګورم يو شمير هڅه کوي نور په خپلو عقيدو کنترول کړي په هره خبره کې ورته مذهب راکشوي.
مذهب وپاله مسجد شته ورشه ۵ وخته لمونځ دې کوه قران پاک تلاوت کوه، خو نور حق نه لرې چې له مذهبي عقيدې مار جوړ کړې چا سر نه وي جيګ کړی په دا سر ټک ورکړې.
مذهبي عقيدو تل په غلطۍ کې له موږ سترې هستې اخيستي تل يې تورو تيارو ته کېنولي يوو.
ځینو ته وايمه بس به مو وي، پرون د مشال خان قاتلان پاکستان اسلامي جمهوريت کې په خپلې سزا ورسيدل ترې لږ عبرت واخلئ.
تاسو پرته له محکمې په خپلو عقيدو څوک نه شئ کولی مسلمان او يا کافر اعلان کړئ مرګ او ژوند يې د ځان حق وبولئ.
ډيره کله مايوسه شمه وايم که افغانستان کې د سمو او هوښيارو خلکو شمير ډير وای خپلې ګتې او تاوانونه يې پيژندلی، ټول فوکس يې يوازې په مذهب نه وای، نن به د افغانستان هره کوڅه د خلکو له وينو ډکې نه وې.
بې عقلو خلکو تل خپل قسمت په لغتو وهلی؛ امان الله خان غوندې سړی يې د مذهب په نوم له وطنه وشړه او داکتر نجيب په شان سړی يې د مذهب او عقيدې په نوم تر داره ورسوه  اخير تر کله؟
زه چې د ډيرو فکرونه ګورم وايم څو نسلونه به مو نور هم د جهالت په تور تيارو کې کړيږي او دا هر څه به خپل ځان ته يو وياړ بولي.
افغانانو تل سترې هستۍ د مذهب او عقيدې په ولکه کې يا له وطنه شړلي يا يې په دار خيژولي، واک يې هغو ناولو خلکو ته په لاس ورکړی، چې تمثيلي بڼه باندې دوی ته له ځانونو ښه مسلمانان جوړ کړي ول او بيرته همدغو ناولو خلکو د دوی د بچيانو  په سرنويشت او په وينو لوبې وکړې.
افغانانو نور بس دی اوږدمهالي انقلاب به هوښيار کړي ياست، نور د دوی په تمثيلي عقيدو مه غوليږئ او مه دا کوئ چې پخپلو عقيدو نور  کنترول کړئ. د خپلو عقيدو احسان په نورو مه کوئ، خدای پاک ته عبادات دې د ځان لپاره دي، نه د نورو لپاره.
زما په وطن ډيرو سړيو د اسلام تر نامه لاندې د خلکو په سرنويشت لوبې وکړې خو خدای تل ناکامه او مخ توري کړل، څو بيلګې يې موږ ټول ګورو.
متاسفانه اوس ځینو مخ پټو ښځو هم د اسلام تر نامه لاندې د همدغو تمثيلو سړيو په قدم روانې دي او يو څو افراطي مذهبيان ورته سخت خوشاله دي، فکر کوي له دوی نورې مومنې نه شته کټ مټ همغسې چې ځیني ږيرورو په ظاهر دوي دوکه شوي وه، لکه رباني، ګلبدين او سياف.
دا هغه خلک دي د ټولنې عقيدو سره روان دي ګوري دا ټولنه څنګه ښځې خوښوي او دوی هم ورته خپل کاذب شخصيت هماغسې جوړ کړی نور په عمل کې هغه خلک دي، کوم پرمختګ او ژوند چې ځان ته خوښوي دې ځپل شوې ټولنې ته بيا هغسې پرمختګ او ژوند نه خوښوي.
تاسو وګورئ د جهادي مشرانو قوماندانانو اولادونه اوس په کومه سويه ژوند لري او د هغه ولس ژوند هم وګورئ چې د دوی له لاسه د اسلام په نوم تباه او برباد شول، نن يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره د سړک په سر نورو ته لاس اوږد کړی.
افغانانو ډيرې تجربې مو له دې کاذبو خلکو له لورې وکړې، نور هيچا ته اجازه مه ورکوئ چې د اسلام  په نوم ستاسو او ستاسو د بچيانو په ژوند او سرنويشت لوبې وکړي.