د چادري تاريخ او پيژندنه

ځينې وايي چادري د فارسیانو (ايرانيانو) فرهنګي لباس دی، او ځينې بيا وايي د هنديانو لباس دی. چادري هند او ايران کې د لږ وخت لپاره ښځو په تن کړې او دغه قفس ته ورته لباس په ايران او هند کې ښځو او سړيو په ګډه بيرته له منځه يوړ.
او همداسې نقاب هم عربو هغوی خپلو ښځو ته ځکه چادري او حجاب ورپه سر کولو چې وحشیان وو، کله به یې چې ښځه ولیده ضرر یې ورته رسولو، او تر هر راز تیري ورسره مخکې تلل.
خو آریایان چې لومړنی پاچا یې یما و‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډیر درانه خلک وو، په همدې سبب ورته نجیب زاده ګان ویل کیدل، دوی دروند لباس لرلو په سیکو به مزین وو، ګڼ وو، ټیکری ورسره اغوستل کیده، دوی ښځو ته د انسان په سترګو کتل، د دوی ښځې په امن کې وې، او دوی تر ‌‌‌‌‌‌ډیره حده نسبت وخت ته فیمنستان وو.
نقاب چې يو پردی عربي کلتور دی همداسې چادري هم پردی ايراني کلتور دی دواړه افغانانو راخپل کړل چې اوس پرې وياړ کوي او وايي دا زموږ کلتور دی!
په اصل کې د پښتنو کلتور ګرد کالي او غټ پړونی دی.
هغوی چې دعوې کوي چادري د افغانانو کلتور دی دوی په اصل کې له خپل دود او کلتور او همداسې افغاني تاريخه بې خبره دي ځکه په پردي لباس ټينګار کوي.
دا هم د چادري تاربخ!
بورقه يا چادري بورۍ ته ورته د ښځو د سر نه تر پښو پورې د پوښلو يو کالی دی چې د سترگو پر ځای جالۍ لري او نور ټول بدن پکې پټېږي. دا کالی د عربانو او فارسيانو لخوا په افغانستان کې دود شوی. عربان دې کالي ته برقع او پارسيان يې چادري بولي. د پښتنو په تاريخ کې هېچا بورقه نه اغوستله او د بورقې پر ځای به ښځو د ستر او حجاب لپاره لوی څادر اغوسته، چې د هغوی د سر وېښتان او نيمه پورته تنه پکې پټه وه. خو د جهاد په وخت کې چې د بېلابېلو عربي هېوادونو سخت دريځه خلک د جهاد لپاره راغلل نو د ځان سره يې دغه نوی کلتور هم راوړ چې هغوی به په خپلو ښځو بورقې وراغوستلې او نورو افغانانو ته يې هم د داسې کالي د اسلامي فرايضو له ډلې شمېرل. تر څو داسې وخت راغی چې دا کالي په افغانستان کې دود شول او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د ښځو لپاره حتمي وو. پښتانه اوس هم دې کالي ته خپل نوم نه لري او په عربي او ايراني نوم بورقه يا چادري يې پېژني.
 
امير امان الله خان غوښتل په چادريو بندیز ولګوي ملا او ملا ټيپه خلکو اعتراضونه شروع کړل چې دین یې سپک کړ پاچا کافر شو نور یې باید کار خلاص کړو. 
غازي به ورته ویل ما دین مطالعه کړی اسلامي هیوادونو کې ګرځېدلی یم ما په هېڅ ځای کې چادري ونه لیده په اسلام کې حجاب فرض دی او اسلامي حجاب له چادري سره ډېر توپیر لري.
خو ملا او ملا ټيپه خلکو له خدایه او دینه ناخبره ول د هندي توکو بازار یې په خپل ناموس ګرم ساتلی و. د وخت په تيرېدو سره د عربانو په فرمايش چادري خلکو د دیني حکم په توګه ومانه.
د امير امان الله خان له وخته دا دی څه کم يوه پيړۍ کيږي که اوس هم څوک د چادري خلاف غږ پورته کړي کټ مټ د غازي امان الله خان برخليک ته يې رسوي کافر په نوم يې تورنوي که څه هم ورته هر څو وليکې ((د چادري مخالفت د حجاب مخالفت په مانا نه ده)) خو بيا هم د ځينو سختدريځو نارينوو سر پرې نه خلاصږي او د اسلام له دايرې يې وباسي.
د خوشالۍ خبره خو دا ده ۴۰٪ افغان نارينه د ښځو د چادري مخالف دي، چادري په حجاب کې افراط بولي همداسې چادري نه اسلامي حجاب او نه افغاني کلتور بولي، چادري په ښځو په سر کول ظلم زياتی او جبر بولي.