که نن له افغان ورتېر شو؛ نو سبا افغانستان يا خراسان دی او يا تجزيه

که نن له افغان ورتېر شو؛ نو سبا افغانستان يا خراسان دی او يا تجزيه
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د افغان کليمې ضد خلک په کم شمېر دي، خو په يوې لويې پروژې يې کار پيل کړی دی. هغه خلک چې دوی په پېژند پاڼو کې نن د افغان کليمه نه مني، نو سبا د اساسي قانون هغه څلورمه ماده هم نه مني او په اسانۍ سره يې تعديل کولی شي، چې اوس يې مونږ ورته مخ ته کوو او په خپل استدلال کې راوړو.

د عامو خلکو په منځ افغان کليمې ته سیاسي او قومي رنګ ورکړل شوی دی، خو تر شا يې نورې خبرې دي. د افغان کليمې سره مخالفت يو بهرنی او يو هم داخلي اړخ لري.

بهرنی اړخ: بهرنی اړخ يې له روسيې او ايران سره تړلی دی. روسيه او ايران په سيمه او افغانستان کې د امريکا له شتون سره له اولې ورځې شروع بيا تر نن ورځې پورې خلاف دي. په ډېری خبرونو او شننو کې به لېدلي او اورېدلي وي، چې روسيه او ايران په افغانستان کې له طالب وسله والو سره پوځي او ماليي مرستې کوي.

له طالب وسله والو سره د روسيې او ايران مرستې او اړيکې په دې پار نه دي، چې دغه دوه هېوادنه د طالبانو له آيډيالوژۍ سره جوړ دي او يا غواړي په افغانستان کې طالبان واک ته ورسيږي، د دوی موخه دا ده، چې طالب قوي کړي، هم داعش پرې وځپي او هم امريکا. دواړه هېوادونه په دې هڅو کې تر يوه بريده وړاندې بريالي هم تللي، خو دومره بريالي هم نه دي، چې په پوره يا تر ۵۰ سلنه له دې لارو خپلو موخو ته ورسيږي.

په افغانستان کې کړکېچن سياسي او امنيتي وضعيت د روسيې او ايران په ګټه او د امريکا په زيان دی. د امريکا په زيان ځکه دی، چې امريکا د افغانستان په بهرني او کورني سياست کې دننه شوې ده، د افغانستان ناکامي؛ د امريکا ناکامي شمېرل کيږي، خو د امريکا په شتون کې، په افغانستان کې هره بدبختي د ايران او روسيې په نفعه ده.

لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د هغه کسانو شمېر کم دی، کوم چې په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان له کليمې سره مخالفت ښيي او د يادې پروسې د وېش مخه نيسي، خو اغېز يې لوړ او ورکړه شوي پروژه لويه ده. تېره ورځ به د رسنيو له لارې خبر شوي ياست، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت، په افغانستان کې د روان سياسي وضعيت په اړه اعلاميه خپره کړي. ياد وزارت د هېواد له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړي، چې په افغانستان کې د اقليت قومونو حقوق په پام کې ونيسي او حکومت دې هڅه نه کوي، چې ټولنه په برخو ووېشي او ځينې کړنې يې د نفاق لامل شي.

د روسيې يادې څرګندونې په افغانستان کې د يو شمېر شنونکو او سياسيونو له غبرګونه سره مخ شوې او د روسيې دا ډول کړنې يې، د افغانستان په کورنيو موضاعاتو کې لاسوهنه بللي.

نو ويلی شو، چې روسيه، ايران او په افغانستان کې د امريکا له ګټو سره مخالف، يو شمېر نور هېوادونه پلان لري، چې په مختلفو نومونو د افغانانو په منځ کې د نفاق تخم وشېندي، کورنۍ جګړې ته لاره پرانيزي او په افغانستان کې د امريکا شتون غېرې مشروع او خپل شتون ته زمينه برابره کړي. چې بريښنايي پېژند پاڼې يې د خپلو پالېسيو د عملي کېدو ښه لار غوره کړې ده.
 
کورنی اړخ: د بريښنايي پېژند پاڼو پر خلاف، کورني لاملونه بيا هم له هغه بهرني اړخ څخه سرچينه اخلي. د روسيې او ايران له خوا په مېلېونه ډالر په کور دننه افغان پردي پالو ته ورکړ شوي، ترڅو دغه مساله تر ورستي بريده په کړکېچ کې وساتي.

دغه کورني پردي پالې په دې اساس له افغان کليمې سره مخالفت نه ښيي، چې دوی غواړي په ريښتنې ډول خپل کلتور، هويت، قوم او ژبې ته چوپړ وکړي، د دوی ته د ورګړل شوي پروژې پر سر، چې له افغان کليمې سره مخالفت دی او له دې لارې د کړکېچ او تاوترېخوالي رامنځ ته کول دي، په مېلېونه ډالر ورکړل شوي دي. هېڅ ډول دليل او استدلال دوی نشي قانع کولی، هېڅ ډول د يووالي په چيغه دوی نه ويشيږي او په هېڅ ډول در سره معامله نه کوي، دوی يوازې يوه معامله کړې ده، چې د بهرنيو هېوادونو څخه يې پيسې اخېستي او هغه معامله چې په هر قيمت وي، دوی بايد تر سره کړي.
 
که چېرې د افغان کليمې سره د دوی مخالفت په ريښتنې مانا، د خپل قوم، هويت او ژبې په موخه وای، نو دغه مخالفت بيا نن نه، بلکې کلونه وړاندې به را څرګند شوی وای، دا چې مخالفت د پرديو د ګټو په پار دی، نو د دوی مبارزه هم دومره قوي نه ده، چې له سره په کې تير شي. که يې وګټې نو پيسې به په لاس راوړي او که يې له لاس ورکړي، نو ماديات يې له لاسه وځي. که افغان حکومت او ولس، د دوی په ريښتنې راز خبر شي او پر وړاندې يې لږه جدي مبارزه وکړي، دوی په خپله ميدان پرېږدي او د بهرنيو هېوادونو له خوا په ورکړل شوي ماموريت کې د ناکامۍ اعتراف کوي او د يوې بلې پروژې هڅه کوي.

خو که يو ځل دوی په دې بريالي شول، چې بريښنايي پېژند پاڼې له ځنډ - خنډ سره مخ کړي او يا هم په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان کليمې د لېکلو مخنيوي وکړي، نو د بهرنيانو له خوا ورته بله پروژه د افغانستان نوم بدلول، په خراسان اړول دي او يا د واحد افغانستان تجزيه او وېشل.

په خراسان؛ د افغانستان د نوم بدلول، د بهرنيو هېوادونو کوم درد نشي دوا کولی او نه هم کورنيو پردي پالو ته څه په لاس ورکوي، خو د افغانان ترمنځ د نفاق تيز اور بلولی شي، چې هم په کې د بهرنيو ګتې شته او هم د داخلي پردی پالو.

دوي په تدريجې ډول وړاندې ځي، په حکومت کې يې ځانونه شامل کړل، په ملي ټرمينالوژۍ يې ګوزارونه وکړل، د افغان کلمي پر وړاندې يې سنګر نيولی او له دې وروسته د ملي سرود، ملي ژبو، ملي بيرغ، ملي پيسو او نورو هغه ملي او حساسو مسايلو په اړه پروژې لري، چې پايله به يې د افغانستان وېش او تجزيه وي.