هم دا د انصاف فيصله ده

صاحبزاده
د كله نه چي دريمه نړيواله صليبي جګړه په عمومي كي د مسلمانانو په ضد او په خصوصي ډول د مظلومو او بي دفاع افغانانو په خلاف شروع شوي نو دوي د خپلو ناپاكو موخو د سرته رسولو دپاره د هيڅ راز تكتيك او كړنلاره نه پريږدي ، هم يي زمونږ هيواد ګنډواله كړلو غيرت او ملي ديني نواميس يي راته د خاورو سره خاوري كړلو شملي مو ټيټي شولي نه مو مسجد په امن كي دي او نه هم ګنډواله كورونه نه مو څړځاي او نه هم درمندونه ، نه مو سپين ږيري مشران او سپين سري ميندي په امن كي دي نه مو تنكي ځوانان او öوچنيان چي لا يي د ځواني او ماشومتوب خوبونه پوره شوي هم نه دي ، نه مو معذوره او بي لاس او پښو شل شوټ مشران كشران په امن كي دي خو چي هرچرته ګوري زمونږ مظلوم افغانان به نيول كيږي تړل كيږي توري خلتي ورته د مور او پلار او ښځو او بچو په مخ كي اچول كيږي لاسونه ولچك او زولنه كيږي اويا هم د انګړ په مينځ كي شهيدان كيږي نه قاضي شته نه محكمه نه شرعي قانون شته نه وحشي ځنګلي قانون نه انسانيت شته او نه شرافت ، نه سوال شته نه پوښتنه ، نه عرض شته نه جواب چي څه يي خوښه وي او په چا يي خوښه وي هغه تروريست وي او چي څوك يي خوښ وي هغه د وطن او ديموكراسي پلوي او نور ټول د وطن د شمنان وي او د دنيا هم او په تور ليست كي شامل وي .
خو ددي ټولو ناكرديو او ناخواليو سره دغو ظالمو وحشيانو هرڅه په خپل لاس كي نيولي دي لكه څنګه يي چي خپلي وحشي او د انسانيت نه لري وحشي لښكري زمونږ په هيواد راخيژولي دي همدغه شان يي خپله غربي وحشي ځنكلي د انسانيت ضد كلتور هم رامخي ته كړي تر څو مو په دغه وحشي او ناپاكو كلتوري پلمه سره خپل وياړلي كلتور راڅخه واخلي او په ځاي يي راته د غه ناكاره او ناسم كلتور ته افغانان مخه كړي او دي ته وده او ترويج وركړي .
ددي سره يي د خپلي وحشي ديموكراسي اساسات هم شاته غورځولي چي يو د هغوي نه د بيان ازادي ده او دغه ظالمانو د بيان او ميډيا ازادي هم د خپل سيوري لاندي ساتلي ده او هيڅوك نه شي كولي چي سمه او روغه خبره وكړي او د تل لپاره به ددوي په چوپړ كي اخته وي او د رسنيو خپل رسالت هم شاته غورځيدلي دي او لګيا دي ددغه صليبي جګړي په مخ بيولو كي ددغو صليبيانو سره په خوښه او ناخوښه شعوري او لاشعوري توګه اوږه په اوږه ولاړ دي او د عسكرو څخه لا زيات تيز دي او زيات كار ورته كوي او ددغه ظالمانو هره ګړنه صحيحه او سمه وړاندي كوي او كه سل ځل يي ددوي خبره غلطه هم وي نو دوي نه شي كولي چي ددوي تور ته تور ووايي بلكي ددوي په خوښه به ددوي تور ته سپين وايي او ددوي په خوښۀ به سپين ته تور ، كه داسي ونه كړي هيڅ جواز نه لري .
دغه خبري زمونږ د خپل افغاني رسنيو په هكله دي او پاتي شوله ددوي غربي رسني دا خو داسي دي چي دا خپله وظيفه ګڼي چي په هر شكل كي وي چي د خپلو وطنوالو اصلي څهري د نړيوالو څخه پټي وساتي او يوه وړه شانته لاسته راوړنه ورته داسي وړاندي كړي چي خپل اصلي مقصد يي وګڼي .
تيره ورځ نيويارك ټايمز اخبار په خپلو پاڼو كي داسي يو مضمون او عكسونو ته ځاي وركړي وو چي دوي پري ډير نازيدل او هغه ددوي د انصاف په اړه وو چي په دي مضمون كي ځاي په ځاي بعضو عكسونه داسي وړاندي شوي وه كه ليكنه نه وي هم نو چي مطلب تري واخستلي شي ، لومړي عكس داسي وو چي دوه امريكايي عسكرو يو تنكي ځوان چي عمر يي په ډيره مشكله تر دوه ويشت او درويشت كالو په مينځ كي وو هغه ته كلكي زولني اچولي دي مخ يي پري تړلي او يوه بوچي شكل كي توره خلته يي ورته اچولي ده او دغه ځوان دواړو خواو ته امريكايي عسكرو نيولي دي او بيا وروسته همدا ځوان په يوه خيمه كي د لسګونو سپين ږيرو مشرانو او مخوور په مينځ كي ښئ چي پلار او نيكه يي هم په كي ناست وي چي بيا ورڅخه هاغه توره بد بويه خلته لري شوي وي او دغه ځوان ته يو امريكايي مشر يو اوږد لست وركړي چي تا دا كړي او دا كړي او چي مونږ كله نيولي او په كور مو دي چاپه وهلي وه تاسره په كور كي دومره مهمات او ناچاوديدلي توكي موجود وه او دومره اندازه واسګټونه مو درسره نيولي دي ، خو مونږ ددي ټولو سره سره ددي سپين ږيرو چي ستا پلار او نيكه هم په كي شامل دي ددوي په مينځګړيتوب او ضمانت سره تا د خپل پلار او مور ښځي او بچيو لپاره خوشي كوو خو ته به بيا خپله پخواني لاره پريږدي، او په يو اوږد خط چي هر څه يي خوښه وي هغه يي په كي ليكلي وي ددغه سپين ږيرو او دده د كورنۍ د مشرانو څخه ورباندي امضاء واخلي او په اخره كي بيا دده نه هم ورباندي امضاء واخلي او بيا يي خوشي كړي ، همداسي مخګي ليكي چي څه موده وړاندي يي پينځه ويشت تنه طالبان د سولي بهير سره د يوځاي كيدو په هيله خوشي كړي او داسي نور ، او ددي ټولو شاهكاريو په اخره كي كاږي چي دا ده د انصاف فيصله .... په رښتيا سره هم همدا د انصاف فيصله ده او دوي ته بايد نړيوال د انصاف اتلولي وركړي ځكه په دوي چي ظلم شوي دوي د هغي په بدل كي په مونږ ګلان شيندلي دي ځكه كله چي دوي باندي په نيروبي او دار السلام كي حملي وشولي او ددوي يو شمير عسكر او اتباع په كي ووژل شول نو دوي د هغي په بدل كي غو ښتل چي د انصاف څخه ډكه فيصله وكړي نو هماغه وه چي د تورن كس په ځاي ددي چي جرم پري ثابت كړي او هغه محكمي ته ودرول شي د هغه نه پوښتنه وشي چي ولي د جرم كړي د هغي په بدل كي په افغانستان كي په جوماتونو او د عامه خلكو په كورونو او سوډان كي ددواخاني په كارخانه باندي د كروز ميزايلو د لاري ګلونه وشيندل نو چي دا دانصاف فيصلي نه څوك سترګي پټوي هغه به ړوند وي .
خو په دي يي بسنه ونه كړه او لا زيات هڅونه يي كوله چي افغانان ددوي ددغه د انصاف نه ډكي فيصلي په هكله بايد دوي ته د احترام او قدرداني سر خم كړي خو چي هغسي ونه شول نو بيا يي دا انصاف كړي نوري دنيا ته هم وغځوله او غوښتل يي چي په دي د خير او انصاف كارونو كي ورسره ټوله كفري او اسلامي نړي هم ملګرتيا وكړي نو هماغه وه چي په افغانستان باندي يي د انصاف نه يوه بله ډګه فيصله وكړله تر څو د ټولي دنيا نه پري بنديزونه ولګول شول او افغانان د خپل هيواد په حدودو كي ايسار پاتي شي او كه هرڅه پري وي كه د ولږي نه مري او كه پاتي كيږي خو په دوي به دا بنديزونه وي خو چي په هغي هم ونه شول او ددوي د ظلمونو او انصاف د فيصلو په بغاوت كي چي څه ډلي شاه زلمو قرباني وركړه او ددوي د ميدانونو څخه يي ددوي طياري ددوي د پيلوټانو او مسافرو او عملي سره په هوا كي ونيول او ددوي الوتكي يي ددوي د اقتصادي مغرور برجونو سره وجنګولي او په هغي كي ددوي څه وكړي ووژل شول او وداني يي د خاورو سره خاروي كړلي شوي نو په دوي كي يو ځل بيا د انصاف ماده په خوځښت راغله او پكار هم وه چي ددي انصاف انجام هم افغانان وڅكي ځكه چي دغه الوتكي د امريكا د هوايي ميدانونو څخه نه وي پورته شوي بلكي د كابل قندهار د هوايي ميدانونو څخه پورته شوي وي او هم په كي شاه زلمي افغانان وه نه ددوي په چم كي لوي شوي نو هماغه وه چي ددي په بدل كي يي هم مونږ ته د ګلونو ګيډي راوړاندي كړلي او امريكايانو او ملګرو يي د زرګونه كيلومتره واټن نه لري څخه راغلل او مونږ ته انصاف راكوي او خپل خپل هيوادونه يي پريښودل او دلته زمونږ په شاړو دشتو او ميرو كي پراته دي او كوشش كوي تر څو افغانان هم د نوري نړي په شان دديموكراسي نه خوند واخلي او دا د انصاف اتلان خپل ژوند زمونږ دپاره قرباني كوي خو هغه بيا بيله خبره ده چي افغانان په دي نه پوهيږي او ناشكري كوي ځكه دغه ګړني خو د افغانانو د هغه ګړنو په بدل كي د انصاف سيوري لاندي دوي مونږ سره كوي كوم چي افغانانو دوي سره په يولسم سبتمبر كړي وو خو بيا هم دوي اتلولي ښئ او افغانانو ته ازادي وركوي ، خو د بده مرغه افغانان پري نه پوهيږي او بيا هم همدا سوال كوي چي دوي مونږ ته د چا نه ازادي راكوي ددوي د تنګ ژوند نه ورته ازادي اخلي او ابدي ارامي ته يي ليږي كه هغه شپه وي او كه ورځ ، د فقر او بيوسي نه ورته ازادي اخلي او ددي دروند بارونو څخه يي بي غمه كوي نور نو څه غواړي ، ځكه دا د انصاف غوښتنه ده چي فقيران او بي وزلان د فقر او بي وزليتوبه څخه وژغورل شي خير دي كه په دي كي د ټوپك شپيلي او په زرګونه ټنه درانه كيماوي بمونه پري وورول شي او د ژوند نه ورته ازادي واخستلي شي اويا هم په نيمه شپه په درانه خوب ويده په خپلو چغو او كوكارو د خوبه د كورني د غټو او وړو سره د خوبه راپاڅولي شي او ټول په ټوله په يخه او سړه هوا كي په لوڅو پښو او په غاړه كي يي كالي وي او كه نه خير دي كه يي د يخني نه ژامي او ټول بدن ريږدي او ټول په ټوله راټول كړي شي او بيا ورڅخه يو يا دوه كسه ونيول شي او نور ورته ګوري او دوي ورته لاسونو او پښو ته زولني واچوي او سر ته توري خلتي او يا پاتي كورني په ژړا او فرياد كي پريښودلي شي او يا هم د پوره انصاف په غوښتنه كوم يو ځوان ورته وويشتلي هم شي ترڅو دمور او پلار ښځه او بچو په مخ كي ټوپونه وهي او روح يي خيژي او د ژوند نه ورته ازادي واخلي او كورني يي هسي وير او فرياد كوي او يا ددي سره سره ورته په ښځو او ماشومانو ددوي په شان د انصاف نه ډګ سپي راخوشي شي او په هغو يي وداړي ، نور نو دغه اتلان څه كولي شي دي خوار او بي وزله هيواد لپاره همدا يي په وس پوره دي او همدا د انصاف په تله هم پوره دي او د انصاف فيصلي هم همداسي وي دوي خو په دي انصاف رسونه كي د هيچا قانون او لارو ته محتاجه نه دي او هميشه دپاره يي د نورو خبري د هوا په څپو اوريدلي دي او هيڅ تاثير پري نه باسي ځكه ددوي مقصد دادي چي افغانانو ته سمدلاسه انصاف ورسيږي او هغه دوي ښه كولي شي ځكه افغانان په ستړي ژوندون كي اخته دي كر كوي كار كوي او ژوند يي نه ښه كيږي ښكاره مثال يي دا څو ورځي وړاندي يي خوارو او بي وزله افغانانو وكتل او خپل انجام ته يي ورسول نوتاسي خپله قضاوت وكړي چي دوي څومره د انصاف نه ډګه فيصله ورباندي وكړه هغه داسي ده چي دوي څه افغانان وليدل چي ټول كال يي په خواري او مزدوري كي تير كړي وو او بيا يي هيڅ ارام نه وو ځكه شپه خداي پيدا كړي ارام ته ده خو بدمرغه افغانان د شپي ارام په نصيب كي نه وي او لګيا وي كارونه كوي نودوي وليدل چي د ورځي لونه كوي غنم ريبي د شپي بايد ارام وكړي خو افغانانو داسي ونه كړل او د شپي يي تريشل كولو نو ددوي د انصاف رګ په جوش راغللو او غوښتل يي چي دغه افغانان ددي تكليف او مشقت نه خلاص كړي د خپلو ټوپكو او مشيندارو خولي يي ورته راواړولي او د هغي نه يي پري ګلان وشيندل او دوي په ابدي ارام ويده كړل نو همدا د انصاف فيصلي دي ددي نه زيات د څه انصاف طمعه لرل هم ساده توب دي او ددوي نه زيات انصافدار خلك پيدا كول هم هسي خوشي ستړيا ده .