طالبانو ته د هېواد او پښتون ژغورنې لس (۱۰) وړاندېزونه

طالبانو ته د هېواد او پښتون ژغورنې لس (۱۰) وړاندېزونه
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
دا څرګنده ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا روانې جګړې له تېرو ۱۷ کلنو څخه بيا تر نن پورې؛ حکومت، بهرنيو ځواکونو او ملکي کسانو ته درنده تلفات رسولي دي. دا هم بايد ومنو، چې په جګړې سره به، نه افغان حکومت طالبان له منځه يوسي او نه، به هم طالبان افغان حکومت سکوت کړي، خو هېواد به لکه نن همداسې بد بخته او وران وي.

ډېری افغانان او په حکومت په زيات شمېر کسان په ځانګړې ډول سره پښتانه، طالبان د همدې خاورې بچيان بولي او د افغان ناراضي ورور غږ ورته کوي. له طالب سره د نورو قومونو په پرتله پښتانه څو ځلې ډېره خواخوږي لري، دا ځکه چې، د طالبانو په لېکو کې له لوړپوړي کس نېولي او بيا تر ټېټ رتبه طالب جنګيالي پوري، اکثريت يې پښتانه دي.

د تېرو ۱۷ کلنو په پرتله، نن ورځ افغانستان په يو ډېر بد امنيتي او سياسي وضعيت کې کرار لري، څومره چې د عامو افغانانو سترګې د حکومت په لور دي، همدومره يې د طالبانو په لور هم دي، د افغانستان او پښتون ژغورنې په پار طالب وسله والو ته لاندې وړانديزونه کوم:

۱-د طالب په جګړه کې پښتنې سيمې په اور سوځي: د طالب سره جنګېدونکي افغان امنيتي سرتيري هم ډېری پښتانه او د کندهار، هلمند، ارزګان، خوست، پکتيا، ننګرهار، کونړ او نورو ولايتونو خلک دی، په خپله طالب هم په ډېر شمېر پښتون او د پورته يادو ولايتونو د خلکو ورور، زوی، پلار او دوست دی.

د پښتون ملکي کس، د پښتون امنيتي سرتيری، د پښتون طالب ژوند وژغورئ. پښتنې سيمې له جګړې خلاصې کړئ، حکومت ته اجازه ورکړئ او هم تاسو ورته پاملرنه وکړئ، چې زده کړو، روغتيا، رغنيزو پروژو او امنيت ته خلک لاس رسی ولري، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۲- د طالب په جګړه کې، اکثريت پښتون اقليت پښتون شو: دا منم چې وايي په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي او روانه جګړه تر ډېره د پښتنو په سيمه کې ده. د جګړې له امله پښتون له زده کړو لېرې پاتې دی. کله چې انسان له زده کړو لېرې پاتې شو نو په هرڅه بې خبره شو. په جګړه کې بوخت پښتون او د جګړې قرباني پښتون دواړه د هېواد بچيان نه شمېرل کيږي. په جګړه کې بوخت پښتون طالب دی او له حکومت سره يې بايکاټ دی او د جګړې قرباني پښتون بې پوهې او بې تعليمه دی.

نو په پښتنو سيمو کې سر شمېرنه د امنيتي ستونزو له امله نه کيږي، په سر شمېرنه کې جګړه ځپلی پښتون ځکه برخه نه اخلي چې په اهميت او ارزښت يې ناخبره دی او په سر شمېرنه کې پښتون ځکه نه شمېرل کيږي، چې د حکومت پروژه ده او طالب له حکومت سره وران دی.

طالب د افغان او پښتون ولس لويه برخه ده، بې له طالب دا ولس نېمګړی او کم دی. که طالب شمار نه شې، د طالب تر والکې لاندې بل پښتون شمار نشي، نو پايله به يې داسې وي، چې، لوی کندهار به د حکومت له پروژو محروم او بلخ به ټوله برخه اخلي، د وګړو په اساس به په حکومت هغه کسان دننه کيږي چې نه يې په طالب رحم راځي او نه يې د طالب په پښتون ورور، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۳- د طالب په جګړه کې پښتون بې سوداه پاتې شو: طالب يې ښوونځۍ سوځوي او حکومت يې ښوونځۍ ځکه نه جوړه وي چې بيا سوځول کيږي او هلته نا امني ده. کله چې پښتون د جګړې له امله بې سواده شو، نو غل به شي، مجرم به شي، له پرمختګ به لېرې شي او که سبا طالب له حکومت سره سوله وکړه، دومره کس به په پښتنو کې ونه لري، چې يو اداره پرې وړاندې يوسي. د نورو قومونو ځوانانو به، په بهر او داخل کې د ماسټرا او دوکتورا په کچه زده کړې کړې وي خو پښتون ځوان به د جهالت ښکار وي. بيا طالب هم اړ دی، چې کار اهل کار ته وسپاري او بې سوداه پښتون ته رمه واخلي او په غرونو کې رمې وڅاروي، خو تاجک، ازبک او هزار به در باندې ورزير، والي، رئيس، مدير او نور لوړپوړي کسان وي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۴- د طالب په جګړه کې د پښتون کلتور او لباس سپک دی: په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې خلک په پښتو ژبه، پښتون کلتور، پښتنې لونګۍ او د پښتنو په جامې پورې خاندي. دا ځکه چې په هغه ژبه چې طالب خبرې کوي په هغه ژبه پښتون خبرې کوي، هغه لونګۍ او پټکی چې طالب په سر ږدي هغه پښتون په سر ږدي، هغه لباس چې طالب اغوندي هغه لباس پښتون اغوندي. پښتون دې نور له توهين خلاص شي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۵- د طالب په جګړه مات شوی روس بيا راځي: طالب د شوري سره د جګړې پر مهال مجاهد وو، ۱۴ کاله يې له روسانو سره او ۱۷ کاله يې له امريکا او ناټو سره جګړه وکړه. که امريکا په افغانستان کې پاتې شي او يا هم له افغانستان څخه بهر شي، خو روسان یو ځل بيا غواړي، چې د افغانستان د سياسي او امنيتي خراب وضعيت څخه په استعفادې، د طالب پخوانی دښمن شمالي ټلواله، شورا نظار، جمعيت ګوند، جنبش ګوند او د متعصبو هزاره ګانو ډلې حمايه کړي، په افغانستان کې کورنۍ جګړې رامنځ ته او يو ځل بيا افغانستان ته راشي. د روسانو د مخنيوي په خاطر د طالب وسله والو، ډېپلوماټيک شتون ته اړتيا ده، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.
 
۶- د طالب په جګړه کې د شت لېلي قاتلان د افغانستان واک په لاس کې لري: د طالب به په ياد وي، چې دوستم، محقق، عطا محمد نور، کريم خليلي، اسماعيل خان، عبدالله عبدالله، سياف او رباني، د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، په رزګونه طالبان د هېواد په شمال او په ځانګړې ډول په دشت ليلی کې ووژل. دغه خلکو پنځه کاله د طالب پر وړاندې مقاومت وکړ، د امريکا په راتګ سره يې د طالبانو په وژلو کوڅې ډکې کړې او له امريکا يې په مېلېونه ډالر واخېستل تر څو د طالب رژيم را نسکور کړي. نن هم د طالب په وژلو هېڅ ډول رحم او زړه سوی نه کوي او دا يې اراده ده، چې طالب په کلنو - کلنو په جګړه کې پاتې شي او د دوی ته سياسي ډګر خالي او يوازې وي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.
 
۷- د طالب په جګړه کې واحد افغانستان وېشل کيږي: جګړه روانه ده، پردي پاله د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په مېلېونونه ډالر تر لاسه کوي، ترڅو د افغانستان د تجزيې پروژې وړاندې يوسي. پردي پالو په مختلفو نومونو د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شېندلی او افغانان يې له يو او بل سره لاس او ګريوان کړي دي. په جګړه کې طالب او غريب افغان وژل کيږي، د پردي پالو او مافيا بازار په کې ګرم دی. دوی په جګړه کې خپلې ګټې لټوي د طالب له سولې او سياسي شتون څخه په ويره کې دي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۸- د طالب په جګړه کې ډيورنډ رسمي کرښه کيږي: اورېدلي مې وو، چې يو وخت د پاکستان يو مشر له ملا محمد عمر سره په ډوډۍ ناست وو. ملا محمد عمر ته يې وړانديز وکړ، چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورند کرښه رسمي شي، نو د يادو هېوادونو ترمنځ به ډېری ستونزې حل شي. وايي ملا عمر ورته وويل، چې پښتون يم او په کور کې مې ناست يې، ځای پرېږده او ځه، که بل ځای دې دا خبره کړې وای، نو ژوند به دې په مرګ تبديل وای. خو نن د ملا محمد عمر په ارمان هم لوبې کيږي. پردي پاله د طالب په جګړه کې د ډيورند د کرښې خبرې راپورته کوي او د افغان ولس له يو درد څخه بل درد باندې مالګې اچوي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۹- د طالب په جګړه کې د افغانيت او اسلاميت سره کرکه خپريږي: په دې ډاډمن يم، چې طالب مسلمان دی او طالب افغان دی. د طالب د واکمنۍ په پېژند پاڼه کې هم، هر افغان ته اسلام او افغان لېکل کېدل. طالب هم ته افغان او اسلام سپېڅلې او د ارزښت وړ کليمې وې. خو نن له عامو افغانانو سره نه څوګ اسلام مني او نه هم افغان. د طالب په جګړه کې پردي پالو ته د بهرنيو په مرسته هره ناشونې، شوني او ممکنه شوې ده، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

۱۰- د طالب په جګړه کې د پښتون تاريخ ته جعلي ويل کيږي: که هر څنګه وي او کنه، خو طالب هم د مېرويس نيکه لمسی، د احمد شاه بابا زوی او د ملالۍ ورور دی. پردي پالي، احمد شاه بابا په هندوستان کې په غلا تورن کوي، ملالۍ د افغانستان د تاريخ يوه افسانوي له حقيقت لېرې پيغله بولي او ميرويس نېکه د افغانستان د تاريخ جعل ورته ښکاري. د طالب په جګړه کې واکمن افغان دښمنه خلک نه د غازي امان الله خان خپلواکي مني او نه هم د لوی کندهار مشران. دوی د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ خاورې اچوي او خپلو موخو ته رسېدولو په پار لا نور جګړه غواړي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.

طالب ته په ډاډ وايم، چې په سياسي شتون او سولې ته په راتګ دې اکثريت افغان ولس ملاتړی، پلوی، لېواله او تږی دی. په سياسي شتون او سولې ته په راتګ دې، پردي پاله او ستا د کلنو بهرني او داخلي دښمانان ميدان پريږي او بيا به د تښتې لاره نيسي، په سياسي شتون او سولې ته په راتګ دې، پرهر افغانستان له تجزيې، سپکوي، بدبختۍ او فقر څخه ژوغورل کيږي، نو طالب ته وړانديز کوم، چې سوله وکړي.