له غلو او لنډغرو بله تمه نشي کېدای

هغوی چې د عمر ډېره برخه یې په لنډغرۍ، غلا، قانون ماتونه، پردیو ته په غلامۍ، د هېواد په ویجاړۍ، د ملي شتمنیو په چور او تالان تېره کړې وي، له دې ډول وګړيو نه بیا هم د هېواد جوړونې، له لنډغریزم نه د لرېوالې او قانون ته د غاړه اېښودو تمه کول هسې په خیالي دنیا کې ځان ته ماڼۍ جوړل دي.

له ۱۷ کلونو را په دېخوا یوې وړې ډلې د هېواد په ټولو سیاسي ادارو او مالي شتمنیو واک درولوده، د دوی له ادرسه نور افغانان په ځانګړې توګه پښتانه د نړۍ ډېری استخباراتي ادارو ته د تروریستانو په نوم پېژندل کېده او د پښتنو سیمې یې په سره تنور بدلې کړې وې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

که له دې وړاندې تنظیمې او کورنۍ جګړې ته ور شو نو هلته هم لیدل کیږي، چې د جګړې او تاوتریخوالي شروع بیا هم له دغې کوچنۍ ډلې شوې او په ټولو جګړو کې یو لوری دوی دي.
د دې جګړو تر شا موخو او په یادو جګړو کې د پردیو استخباراتي غلامانو په توګه د جګړې د لوریو د کارولو په موخه پخپله د جهادي رهبرانو د خولې ثبوتونه شته چې یوټوب او خواله رسنیو کې ښې پرېمانه تر سترګو کیږي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې چې د ملي پروسو او ملي ګټو پر وړاندې څومره خنډونه جوړ شوي، بیا هم همدغه کړۍ دي، چې وړاندې ترې یادونه شوې، د ټولو ملي پروسو پر وړاندې درېدلي، ملي هویت درسره نه مني، د ملت جوړونې پر ځای د ملت تر منځ نفاق اچونې او د ملي یووالي پر ځای د ملي لریوالي پر لور یې حرکت تر بل هر وخت تیز کړی، د هېواد تجزیې لپاره د بهرنیو کړیو هر غږ ته تر بل هر چا لومړی همدغو ورانکارو کړیو د هو ځواب ویلی.

د هېواد اوسني سیاسي کړکېچ ته په کتو سره ویلی شو، چې بیا هم هغه کړۍ او ډلې چې ټول فکر یې د هېواد په ورانۍ را څرخي او تل یې پښې له خپلې کمپلې اوږدې غزولې همدغه د ملي ګټو خلاف څو تنه ورانکاري دي، چې موخه یې د ټول عمر لپاره د ملت له وینو ځانونه تغذیه کول دي.
د ټول هېواد په کچه د حکومت پرېکړې همدوی نه مني، د ځاني ګټو په پار هر ډول ملي فکر ته نه وایي، په هر څه کې خپلې موخې لټوي او د ملیتونو د حقونو په نوم د قومونو تر منځ د لریوالي لپاره لار هواري.

د دې ډلې نوې سرغړونې دا دي چې د ولایتونو لپاره ګمارل شویو والیانو د ځانونو لپاره دغه بستونه میراثي ګڼلي او د مرکزي حکومت د پرېکړو پر وړاندې بغاوت کوي.

په اوس کې دغه بغاوت له عطا محمد نور نه پیل شوی او دا دی تر سمنګانو را ورسېد، چې د دوی دغه ډول سرمستانه سر غړونې د دوی د ټولو ورانکارو کړنو لپاره یو ښه ثبوت کېدای شي او ویلی شو، چې په تېر کې هم د هېواد په کچه د ټولو ناخوالو پړه د همدوی په غاړه ده او د ټولو جګړو او ورانیو مسئولین همدوی دي.

که چېرې مرکزي حکومت غواړي چې خپل رسالت ادا کړي؛ نو ښه لاره یې د قانون د عاموالي اصل ته په کتو سره پر ټولو وګړیو یو ډول د قانون تطبیق دی، په دې برخه کې باید مرکزي حکومت له هر ډول مصلحتي خبرو او جوړ جاړي نه ډډه وکړي، چې د غه کړنه د دې سرمستو ډلو د ماتېدو لپاره یوه ښه لار ده.