سرې کرښې به نه ماتوو؛ بيا نه قهرمان پيژېنو، نه مارشال او نه استادان

سرې کرښې به نه ماتوو؛ بيا نه قهرمان پيژېنو، نه مارشال او نه استادان
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په افغانستان کې ټول قومونه ښه او بد کسان لري. مونږ د يو څو پښتنو، تاجيکانو، ازبکو او هزاره ګانو د تعصبي، ناوړه، بدو او تخريبي کړنو له امله، نه ټول قوم ته متعصب او پردی وايي او نه يې هم له ورورۍ انکار کوو.

هر وخت مو په خوله دغه چيغه او غږ دی، چې په افغانستان کې ټول مېشت قومونه د دې خاورې بچيان دي، افغانستان ګلبڼ دی او قومونه يې رنګا - رنګ ګلونه دي، مونږ وړونه يو، مونږ ټول افغانان يو، د ورور خوښي زما خوښي او درد يې زما وير دی.

افغانستان ته د امريکا په راتګ د نوي حکومت په جوړيدو سره، د بيان د ازادۍ، ډيموکراسۍ، سياسي او مدني فعاليت په توګه؛ هر څوګ؛ په هر ډول يې چې زړه غواړي، هڅې او فعاليتونه يې پيل کړل.

زمونږ په وړونو، تاجيک، هزاره او ازبک قومونو کې، يو شمېر نه بلکې په ډېر شمېر کسانو او ځينو سياسي او مدني ډلو؛ د دښمنۍ، تعصب، لېرې والي، نفرت او سپکوي هڅې پيل کړي او روانې کړې دي. مونږ د ورورلۍ په خاطر له دوی ګيله هم نه کوو، وايو چې دغه پردي دي، په دوی باندې نفرين وايو؛ خو تاجک، ازبک او هزاره په غيږ نيسيو او د ورور غږ پرې کوو.

لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، زمونږ ګيله د تاجک، ازبک او هزاره په نوم له قومي سوداګرو څخه نه ده، ګيله مو په لويه کې، د تاجک، ازبک او هزاره قوم څخه ده او ګيله مو په دې ده، چې د دوی له ادرسه د تعصب او نفرت ډول - ډول خبرې د متصبينو له خولو اورېدل کيږي، خو دغه وړونه تاجک، ازبک او هزاره يې هم په چک چکو بدرګه کوي. زمونږ ويره له دې ده، چې دوی خو سرې کرښې ماتې کړې، هسې نه چې زمونږ له خوا د لوړ مجبوريت په اساس سرې کرښې ماتې نشي او دغه ورورۍ مو سره خوابدي نشي.

- غازي امان الله خان ته سپکوی وشولو، د نوموړي قهرماني او خپلواکي يې په نورونو نومونه ياده کړله. د غازې د دورې غل يې بيا قهرمان کړ او زمونږ د سترګو پر وړاندې په علمي مرکزونو لکه کابل پوهتنون کې يې هم، انځورنه راته را ځوړند کړل. مونږ دا هرڅه د ملي يووالي او ورورلۍ په پار وزغمل او لا يې هم زغمو.

- د ملي سرود سپکوی په ساز و سرود نه دی شوی، د پښتو په اساس په ملي سرود کې د الله اکبر سپکوی هم وشولو، خو بيا هم مونږ د يووالي چيغه باسو او صبر کوو.

- په ملي ټرمينالوژۍ رېشخند ووهلو شو، د پښتون د خولې خبره تريخه او بده، خو د ايراني خبره شرينه او خوږه ده، بيا هم مونږ ستړي او بې حوصلې شوي نه يو، د يووالي لپاره په تمه يو.
 
- د پښتون ږيره د ترهګرۍ نښه، د پښتون نېک ټايي د غربي ډيموکراسۍ او غلامۍ نښه، د پښتون حق د تعصب چيغه، د پښتون لباس د نه مدنيت سمبول، د پښتون کلتور وحشت، د پښتون سياسي خوځښت جاسوسي او پردۍ پالنه، د پښتون تاريخ جعلي او داسې ډېر نور څه مو وارېدل، ومو لېدل او ګورو يې، خو بيا هم د ورورلۍ له کلمي انکار نه کوو.

- ملي وزرش په پښتون پورې تړل، ځکه چې پښتون په کې سرلاری او وړاندې دی. د پښتون سره د تعصب له امله له ورزش سره تعصب مو هم ولېدلو.

- په سوله کې او په جنګ کې، د طالب ملاتړ او د طالب خلاف، د امريکا پلوی او د امريکا ضد، د حکومت برخه او له حکومت جدا، هر ځای چې پښتون دی او په هر درېځ کې دی، يو بد نوم يې ورپورې تړلی او په بدو يې ياد کړی دی.

- لنډه دا چې، هغه کليمه چې پښتون، تاجک، ازبک او هزاره به پرې راټول وو، هغه کليمه چې د دوی ترمنځ به يې هر ډول ستونزه حل او دوی به يې سره يو کړل، هغه کليمه چې مونږ ټولو پرې د نړۍ زبر ځواکونه مات کړي او هغه کليمه چې پلارونو او نيکونو مو پرې وياړ درلود، نن ورځ يې په (افغان) کليمې هم ګوزار وکړ.

اوس که وګورو زمونږ نورو وړونو قومونو، سرې کرښې ماتې کړي، هر ډول وړاندې تعصبي تګ يې وکړ او د ملي يووالي حس يې ووژلو.

لا تر نن پورې؛ هغه مزاري چې د ښځو سينې يې پرې کړې، هغه مزاري چې د خلکو په سرونه کې يې مېخونه ټک وهل او سترګې يې ورته ړندې کړې، هغه مزاري چې قتل عام يې د هزاره د وړاندې تګ سټراتېژي جوړه کړه او هغه مزاري، چې جوړ کابل يې کنډواله کړ؛ مونږ ورته استاد مزاري او د ملي يووالي شهيد وايو.

لا تر نن؛ هغه مسعود، چې د زرګونه افغانانو په وينو يې لاس ککړ وو، په لسګونه ډوله وسلو يې هېواد وران کړ، د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې د افغانان پر سر پيسې واخېستې او د لندن په بانکونو کې يې په مېلېونونه ډالر سپما کړل، مونږ ورته ملي قهرمان او اتل وايو.

لا تر نن؛ هغه قسيم فهيم چې ولسوالي او کلی يې ولايت کړل، هغه فهيم چې بې سواده يې جنرالان کړ، هغه فهيم چې مافيا يې مروجه کړه، مونږ ورته مارشال وايو.

لا تر نن؛ هغه دوستم، چې نجيب يې ووژلو، هغه دوستم چې د پښتون ګېلم يا ټغر يې جم کړ، هغه دوستم چې په جينۍ، هلک او سپين ږيري يې جنسي تيري وکړ، مونږ د هېواد د لومړي مرستيال په توګه منلی.
 
زمونږ ويره دا ده، چې که د سرو کرښو له ماتولو او د حساسيتونو له پارولو لاس په سر نشو، نو خدای مه کړه چې يووالی او وروروالۍ به بيا، په حساب او دښمنۍ بدله نشي. په نه ورورولۍ او نه يووالي کې بيا؛ مونږ نه قهرمان پېژنو، نه مارشال او نه پروفېسران او استادان، بيا به حساب وي او بيا به سرې کرښې مونږ ماتوو.

د واحد افغانستان په هيله!