د نور له ګوښه کېدو دوه میاشتې تیریږي، خو لا هم واکمن دی!

د بلخ لرې کړای شوي والي عطامحمد نور له ګوښه کېدو پوره دوې مياشتې تیریږي،  خو دی لا هم د بلخ پر ولایت خپله واکمني کوي
 
که څه هم دوه میاشتې وړاندې د نور استعفا منلې شوې، خو په وینا یې دی هېڅو د ملي یووالي حکومت تر پایه پورې د بلخ له ولایته نه شي لرې کولی.
 
سربیره پردې چې نور پر بلخ واکمن دی، بلکې تازه ـ تازه حکومت ګواښونه هم کوي.
تیره ورځ یې په یوه ویډيويي پیغام کې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ته قسم وکړ، چې ډير غرور باید ونه کړې، که نه قسم دی چې له ارګ څخه دې وباسم.
 
بل خوا هغه په دې وروستیو کې ویلي، چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې به لوی لاريونونه را وباسي او کابل ته به له ۱۰زرو موټرو سره داخل شي.

دلته د چارو شنونکي بیا په دې باور دي، په وینا یې د عطامحمد نور پر وړاندې د حکومت پڅ او سوړ دريځ د دې سبب شوی چې خلک پر حاکميت بې باوره شوي.
 
د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ دا سیاسي مسئله تر نړۍوالو هم رسیدلې ده.
 
په افغانستان کې د امریکا سفیر څو ـ څو ځلې پر عطامحمد نور غږ وکړ، چې حکومت ته غاړه کېږدي، خو نور یې پر وړاندې نغد ځواب ووایه.
 
بل خوا د افغانستان او عراق لپارع د امریکې پخواني سفیر ښاغلي زلمي خلیل زاد هم کابل ته په همدې موخه سفر ونه کړ او نور ته یې سخت اخطارونه ورکړل، چې د خلیل زاد پر وړاندې هم د نور دریځ ثابت و.

د چارو شننونکي ډاکټر فیض محمد ځلاند مسير ورځپاڼې ته په دې اړه ویلي:
 "کله چې د ولسمشر یو حکم په دوه میاشتو کې نه پلی کېږي او پر وړاندې یې بغاوت کېږي، مانا دا ده چې دلته حکومت له سره حاکميت نه لري."

بل خوا د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقیار بيا په دې باور دی، چې بهرنيان د عطامحمد نور د ګوښه کېدو په مسئله کې دوه مخې لوبه کوي او حکومت هم له همدې کبله له واک او ولايته د نور په لرې کولو کې پاتې راغلی دی.
 
د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجنیر داوود چې په کابل کې یې خپل نوی دفتر د والي په توګه د پېژندل کېدو پر مهال پرانیسی دی.
 
هغه تازه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې په نږدې ورځو کې به يې په رسمي توګه دندې ته معرفي کړي.

حکومت دوه میاشتې وړاندې د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور لاسليک بې اعتباره اعلان کړی، خو نور لا هم نه يوازې دا چې د بلخ د والي په توګه دندې ته دوام ورکوي، د حکومت مشرانو ته د هغوی د غاښونو ماتولو په ګډون بېلابېل ګواښونه هم کړي دي.