
که له افغانيت تېر شو، په شپږو (۶) نورو ملي مسايلو بريد کيږي
شمس - رحمانزی
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ بيا تر نن ورځې پورې، په ډېر شمېر حکومتي چارواکي، سياسي ګوندونه، ټولنې او عام افغانان په دې اړه هڅه او مبارزه کوي، چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې، ملت بايد افغان ولېکل شي.
د هېواد اساسي قانون هم دا حکم کوې، چې هر هغه څوګ چې د افغانستان طبيعت ولري، افغان دی او د افغان کليمه په افغانستان کې ټول مېشت قومونه په بر کې نيسي.
د افغان کليمې سره مخالفت لرونکې سياسي کړۍ استدلال کوي، چې هر کله په پيژندپاڼو د افغانستان اسلامي جمهوريت ليکل شوی وي او په اساسي قانون کې د افغان کلمه د ټولو قومونو لپاره ذکر شوي وي، نو بيا اړتيا نشته، چې په برېښنايي پېژند پاڼو د افغان کليمه بيا ولېکل شي.
په برېښنايي پېژند پاڼو کې د افغان له کليمې سره مخالفت کونکي کسان هم په دوه ډوله دي.
لومړی يې هغه کسان دي، چې پورته لېکل شوی استدلال وايي، دوی په څرګنده نه وايي، چې افغانان نه يو او يا هم د افغان له کليمې سره په لويه کې ستونزه لرو، خو په بريښنايي پېژند پاڼو کې يې له لېکلو سره مخالفت ښيي.
دويم ډله هغه کسان دي، چې په څرګند ډول د افغان له کليمې سره تضاد ښيي. افغان د پښتون متردافه کليمه بولي، ځانونو ته افغانستاني او يا هم خراساني وايي.
که چېرې په بريښنايي پېژندپاڼو کې، په دې اساس د افغان د کليمې له لېکلو تېر شو؛ چې په اساسي قانون کې دغه کليمه راغلې ده نو کفايت کوي، يا د افغانستان نوم په خپله دا مانا ورکوي، چې خلک يې افغانان دي او يا دا چې په پاسپورټ کې ورته افغان لېکل کيږي، نو بسنه کوي.
که د افغان کليمې سره تضاد لرونکې سياسي کړۍ په دې بريالۍ شوې، چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې د افغان کليمه د پورته دليلونو په راوړلو سره ونه لېکل شي، نو راتلونکي بريدونه يې په لاندې ملي مسايلو دي.
۱- د افغانستان نوم: د افغانستان نوم مرکبه کليمه ده. کله چې دوی د افغان کليمه نشي زغملی نو د افغانستان نوم ورته هم د منلو وړ نه دی. دا ځکه چې د افغانستان نوم، بيا هغه افغان کليمې ته ګرځي، چې دوی يې پر وړاندې مبارزه کوي.
دوی په تدريجې ډول سره وړاندې تګ کوي. د افغانستان شرايطو ته په کتو خپلې غوښتنې په خلکو مني. دوی نه شي کولی په يو وخت کې ټولې خپلې غوښتنې وړاندې کړي. لېدلې به مو چې ځينو کسانو يې به څرګند ډول ويلي، چې د افغانستان له نوم سره هم ستونزه لرو، چې بايد تبديل شي.
۲- ملي بيرغ او نښان: د افغان کليمې سره حساسيت لرونکې ډلې، د افغانستان ملي درې رنګه بيرغ، د غنم د اوږي او محراب ملي نښان هم نه خوښوي. دوی دغه بيرغ او نښان هم، د پښتنو مشرانو سمبول يادوي، نو ځکه په ځينيو تعصبي لاريونونو او ناستو کې، د افغانستان د ملي بيرغ پر ځای نور، رنګ - رنګ بيرغونه پورته کوي.
۳- ملي سرود: له هغې ورځې څخه چې د اساسي قانون په لويه جرګه کې، د هېواد د ملي سرود د ژبې په اړه بحثونه کېدل، دوی يې مخالت کولو او تر نن ورځې پر خپل مخالفت ولاړ دي. د هېواد له ملي سرود سره دوی يوازې په يو څه کې ستونزه لري، هغه دا چې ملي سرود په پښتو ژبه ده.
ځيني وخت د ملي سرود سره د دوی د مخالفت ډول را څرکند هم شي. په سياسي ناستو او راټولېدنو کې د هېواد د ملي سرود نه غږول، د ملي سرود د درناوی لپاره نه پورته کېدل او په يو شمېر رسمي ناستو کې د ملي سرود پر ځای، د نورو ترانو غږول، هغه څه دي چې له ملي سرود سره د دوی تعصب او کينه په ګوته کوي.
۴- ملي پيسې (افغانۍ): د افغان کليمې ضد کسان غواړي چې د افغان کليمه له ريښو څخه وباسي. له ملي پيسو (افغانۍ) سره دوی دوه ډوله ستونزه لري.
لوموړی د پيسو نوم دی، چې بيا هم افغان کليمې ته ګرځي او دوی نه غواړي د افغان کليمه په مستقيم ډول او يا هم په نسبتي ډول واوري.
دويم په افغانۍ باندې لېکل شوی پښتو متن. دوی په دې هڅه کې دي، چې د پيسو د ملي واحد (افغانۍ) نوم، بڼه او متن بدل کړي.
۵- ملي ټرمېنالوژي: هغه کليمې چې د يو هېواد په ټولو ژبو کې په يو ډول کارول کيږي، ملي ټرمينالوژي بلل کيږي. د افغان کليمې سره کينه کښو کسانو وکړی شول، چې په ملي ټرمينالوژۍ کې د پوهنتون کليمه په رسمي بحثونو کې شامله او د ملي ټرمينالوژۍ د کليمې په ډول يې له منځه يوسي.
هرکله چې دغه خلک، يو ځل په نورو افغانانو دا ومني، چې دوی افغانان نه دي، نو بيا په ملي ټرمينالوژۍ کې يو پښتو کليمه نه پريږدي.
دوي اوس هم؛ ولسي جرګه په مجلس نمايندګان، مشرانو جرګه په مجلس بزرګان، ستره محکمه په دادګاه عالي، لويه څارنوالي په دادستاني کُل، د افغانستان بانک په به بانک مرکزي افغانستان، لوی درستيز په رئيس ارتش او د ملي ټرمينالوژۍ نورې کليمې په رسنيو او خپلو خبرو کې تبديل کړې دي. په رسمي ډول سره به يوه - يوه داسې د بحث کليمې جوړې او بدلې کړي، څه ډول يې چې د پوهنتون او دانشګاه په کليمو کوي.
۶- د حکومت د ډول تغير: د افغان کليمي ضد سياسي کسان هڅه کوي، چې د افغانستان ولسمشريز نظام په فدرالي او صدراتي نظام بدل کړي. دوی پوهيږي، چې د اکثريت پښتنو څخه په ټاکنو کې د ولسمشرۍ چوکۍ ته نشي رسېدلی، نو په فدرالي او صدراتي نظامونه کې په ښه ډول په حکومت کې ژور دننه کېدای شي.
د افغان کليمې، ملي بيرغ او نښان، ملي سرود، ملي پيسو، ملي ټرمينالوژۍ او د حکومت د ډول د بدلون په موخه، دوی هڅې او مبارزه کې کوي، چې خلک له يادو مسايلو سره په تعصبي ډول سره اشنا کړي، د خلکو په منځ کې د پورته يادو مسايلو حساسيت ډېر کړي او خلک يې پر وړاندې را پورته کړي.
هر کله چې يو څه موخې ته ورسيږي، نو بيا د هېواد د اساسي قانون د تعديل غږ پورته کوي، هغه ملي مسايلو، چې له وړاندې يې د بهرنيو هېوادونو په پريمانه پیسو ورته کمپاين کړی، نو په اساسي قانون کې، بيا کولی شي، چې افغان او افغانستان، ملي ټرمينالوژي، ملي سرود، ملي پيسې، د حکومت ډول او نور په اسانۍ سره تبديل کړي. خو که چېرې په برېښنايي پېژند پاڼو کې د افغان کليمه ولېکل شي، نو د دوی ټول راتلونکې پلاونونه شنډ او له منځه تللی شي.
په برېښنايې پېژند پاڼو کې د افغان کليمې د لېکلو اهميت يوازې په دې کې نه دی، چې د پاڼې پر مخ به افغان لېکل شوی وي، بلکې د افغان کليمې لېکل په نورو ملي مسايلو او ملي ارزښتونو د بريد مخنيوی کوي.