حکومت په سوله شرميږي، د طالب نه بلکې د ولس پر وړاندې جګړه کوي

حکومت په سوله شرميږي، د طالب نه بلکې د ولس پر وړاندې جګړه کوي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 

د يونما په نوي خپاره شوي رېپورټ کې راغلي دي، چې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې ۱۰۴۵۳ زره ک ملکي کسان مړه او ټپيان شوي دي، چې له دې جملې ۳۴۳۸ کسان په بمباريو، چاودنو او بريدونو کې وژل شوي او ۷۰۱۵ ملکي کسانو په يادو پېښو کې ټپيان شوي دي. د ملکي وګړو ۶۵ سلنه تلفات د حکومت د وسله والو مخالفينو له امله بلل شوي، چې ۴۲ سلنه تلفات طالبانو، ۱۰ سلنه داعش او ۱۳ سلنه نورو وسله والو ډلو ملکي کسانو ته اړولې دي.

د ۱۰۴۵۳ ملکي کسانو د مرګ - ژوبله رېپورټ په داسې وخت خپريږي، چې حکومت د افغان امنيتي ځواکونو د غښتلتيا ادعا کوي، امريکا، ناټو او نورو هېوادونو نوي پوځيانو افغانستان ته راولېږل، ټرمپ د افغانستان لپاره نوي سټراټېژي اعلان کړه او په پاکستان نړيوال فشارونه ډېر شوي دي.

که په منځني ډول هر کال د افغانستان په جګړه کې د ملکي کسانو د مرګ - ژوبلې شمېره لس زر ونېسو، نو په تېرو ۱۷ کلنو کې؛ ۱۷ زره ملکي افغانان وژل شوي دي. دا چې څومره ملي امنيتي ځواکونه او افغان طالبان وژل شوي، بلېه خبره ده. ملکي کسان، ملي امنيتي ځواکونه او افغان طالبان، چې هر څوګ دي، د کوم چا لپاره جګړه کوي، په کوم نوم وژل شوي او په هر نوم که ياديږي؛ خو په لويه کې ټول افغانان دي او له نوم سره يې؛ افغان ملکي کسان، افغان امنيتي کسان او افغان طالبان ؛ ذکر کيږي.

۱۷ کاله دغه جګړې دوام وکړ، نه طالبانو افغان حکومت په مکمل ډول له سقوط سره مخ کړ او نه هم افغان حکومت په بشپړ ډول طالبان له منځه يوړل. د حکومت او طالب جګړه ده، دوی هم وژل کيږي او په زرګونه ملکي کسان هم.

په پاکستان باندې د نړيوالو فشارونو له امله، په ياد هېواد کې په وسله والو ډلو ځای تنګ شوی دی. مونږ نه وايو چې پاکستان رېښتنی هېواد دی او د وسله په مقابل کې په رېښتني ډول سره مبارزه کوي، بلکې اوس پاکستان د وسله والو ډلو له شتون څخه دومره ګټه نشي اخېستلی څومره تاوان چې د نړيوالې ټولنې او امريکا سره په فشارونو او بنديزونو کې ورته رسيږي. پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره هغه کار کوي، چې تر بل کار يې ملي ګټې په کې ډېرې وي. تر پورن پورې ښايي د پاکستان ګټې په دې کې خوندي وي، چې په خپله خاوره کې ترهګر او وسله وال مخالفين وساتي، خو نن يې ګټه په دې کې ډېره ده، چې دغه کسان له خپل هېواد څخه وشړي.

په پاکستان باندې نړيوالو فشارونو افغان حکومت ته داسې موقع په لاس ورکړي، چې نور اړ نه دی، ترڅو پاکستان ته سوال او زارۍ وکړي، چې طالب وسله وال سولې ته راضي او د خبرو ميز ته کينوي، بلکې په خپله په طالب وسله والو سيمه راتنګه شوي او د سولې لېوالتيا لري.

تېره ورځ به مو په رسنيو کې د طالبانو له خوا د امريکا ولس او کانګرس ته لېکل شوی ليک لوستلی وي. په ياد ليک کې طالب وسله والو د امريکا له ولس او کانګرس څخه په وار - وار غوښتنه کړي، چې جګړه د حل لاره نه ده، خپل مشران په دې راضي او قانع کړئ، چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته کيني او روانه ستونزه د ډيالوګ له لارې حل کړي.

د طالبانو ياد ليک په څرګند ډول سره دا ښيي، چې وسله وال طالبان په پاکستان کې د نړيوالو د فشار له امله او يا په بل هر ډول چې وي، غواړي د سولې خبرې پر مخ يوسي او ستونزه د ډيالوګ او مذکراتو له لارې حل کړي.

له بلې خوا ډېری طالب چارواکي ادعا کوي، چې مونږ د سولې اراده لرو، د سولې لپاره هڅې کوو، د سولې لپاره پلان لرو، خو افغان حکومت په دې برخه سست او بې علاقي دی.

د مولوي عبدالرحمن نيازي په نوم يو طالب چارواکي، روهي وېب پاڼې ته په خبرو کې ويلي، "ګرانو هيوادوالو! زه درب ذوالجلال په ذات قسم کوم، چې دغه تش په نوم غلامه اداره، نه دا واک لري او نه د سولې او مذاکراتو پلوی کوي."

نوموړی بل ځای په حکومت دا تور پورې کوي، "ګرانو هيواد والو! تاسو نور د دوی په تشو او کاذبو وعدو ځانونه مه غولوئ، دوی هيڅ کله امن او سوله نه غواړي، ماسره په دې اړه کره او موثق شواهد شته، چې تش په نوم افغان حکومت يوازې د دروغو وعدې، غولول او دوخت ضائع کول کوي او د ولس سترګو ته خاورې شيندي. که پد غه مورد هرڅوک کره او موثق شواهد غواړي، زه ورته حاضر او اماده يم."

دا خو د طالبانو د ليک او يا د طالب چارواکو د خولې خبرې وې. راځو دې ته، چې که حکومت په رېښتا ډول سره د سولې د خبرو ملاتړی وي، نو بيا ولې د سولې عالي شورا څخه پوښتنې او ګروېګنې نه کيږي. کله چې کوم وزارت په کلنۍ مالي بوديجه کې پاتې راشي، نو سم د لاسه يې پارلمان د پوښتنو لپاره را وغواړي او د باور رايه ترې واخلي. ځکه چې اړونده وزارت او اداره په خپل مسووليت کې پاتې راغلې ده. نو د سولې عالی شورا يوازينی مسوولست دا دی، چې وسله وال مخالفين د سولې خبرو ته کينوي، له جوړېدو بيا تر نن، دغه شورا چې په هر لامل وي، خو په دې بريالۍ نه شوه چې طالب وسله وال د سولې خبرو ته کينوي، نو بيا يې شتون تر پښتنې لاندې نه دی؟

بل دا چې، د سولې شورا، حکومتي اوسني او پخواني چارواکي او نور کسان، د طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه د اړيکو او تماس نېولو په اړه شرميږي او ويريږي. پر ځای دا دې چې، دوی په جرئت سره ووايي، چې له طالب وسله والو سره اړيکې ساتو، خبرې ورسره کوو ترڅو د جګړې پای او د سولې پيل ته لاره هواره کړو. دوی ته د سولې په اړه له طالبانو سره اړيکې او خبرې د شرم وړ او له وېرې ډک کار ښکاري.

څه وخت وړاندې، اسوشېټډ پرس خبرې آژانس، د سولې په اړه له طالبانو سره د ملي امنيت د مشر محمد معصوم ستانکزي او د امنيت شورا د مشاور محمد حنيف اتمر د خبرو او اړيکو راپورونه خپره کړل. خو ملي امنيت رياست او امنيت شورا د اسوشېټډ پرس دغه راپورونه په داسې ډول رد کړل، ته به وايي، چې دوی له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې او اړيکې نه دي نېولي، بلکې يو ډېر غټ نامشروع، بده، ناروا، حرامه، له شرم ډکه او غېرې شرعي کړنه يې تر سره کړې ده.
 
که د اسوشېټډ پرس خبر رېښتيا او يا دروغ وي، خو له جګړې ستړي افغان ولس ته يې د سولې هيلې ورکړې وې.

هر کله چې د سولې شورا له طالبانو سره د سولې خبرې او اړيکې ردوي، امنيتي کسان له طالبانو سره د سولې خبرې او اړيکې ردوي، پارلمان او حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې او اړيکې ردوي، نو بيا خو د طالب چارواکي هغه خبره سل په سلو کې رېښتيا ده، چې حکومت يوازې د سولې په خبرو او ژمنو ولس ته دوکه ورکوي او ولس تېر باسي.

حکومت که دا پلان لري، چې د جګړې په زور به طالب مات کړي نو شونتيا يې ډېره کمه ده. د جګړې او پوځيانو په پر مټ به وکولی شي، چې طالب وځپي او په هغه برخو کې چې طالب واکمن دی، ور څخه ونېسي. خو طالب به يې په مقابل کې داسې بريدونه وکړي، څه ډول يې، چې څو اونۍ وړاندې په کابل کې د جمهوريت روغتون سره نېږدې د صدارت په څلورلارې کې وکړ.

که د صدرات د څلور لارې په څېر بريدونه طالب کوي، خو لامل يې حکومت دی، چې سوله نه کوي. نو بيا د حکومت روانه جګړه د طالب سره نه بلکې د ولس پر وړاندې ده. د صدارت په څلورلارې کې د بريد په جرم کې، چې کابو ۵۵۰ کسان مړه او ټپيان شول، هم حکومت شريک دی او هم طالب.

د تېرو ۱۷ کلنو په پرتله د طالبانو سره د سولې ښه موقع اوس حکومت په لاس کې لري او طالب په مکمل ډول سره سولې ته لېوالتيا او علاقه ښودلې ده. نو حکومت ته په کار ده، چې د سولې هڅې د پخوا په پرتله څو برابره کړندۍ کړي. که د حکومت په دننه کې يو شمېر سياسي کړۍ او يا هم بهرني او د سيمې هېوادونه حکومت ته د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ وي، نو حکومت ته په کار ده، چې ولس خبر کړي او ولس ته د پرېکړې واک ورکړي.