امریکايي رسنیو د هغو ۱۹ کلن ځوان انځورونه په ډاګه کړل، چې په يوه ښوونځي کې يې ۱۷ تنه ووژل.
بریدکوونکی چې نيکولس کروز نوميږي، د پوليسو لخوا ونيول شو. نوموړی د برید پر مهال په آرـ ۱۵ ډوله ماشینګڼ باندې سمبال و.
پېښه داس مهال رامنځته شوې، چې د ښوونځي رخصتیدو ته څو دقيقې پاتې وې. یو شمېر رسنیو د هغو زده کوونکو ويډيوګانې خپرې کړي، چې د پېښې ځای نه په تېښته وو.
د یادونې ده، چې دا په يوه کال کې ۱۸ مه پېښه ده، چې په ښوونځيو کې رامنځته کیږي.
وروستي