
عطا په خطا روان دی او عصبي ستونزه ورته پيدا شوي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
عطا د غرونو سړی وو. د ماشتوب او ځوانۍ رېښتني دوره يې مالومه نه ده، چې چېرته او څنګه بې تېره کړي وي. د مجاهدينو په وخت کې هم د مسعود تر شا په خاور خړ او په وير ککړ وو. نه يې واک درلود او نه ځواک؛ نه مطرحه سياسي څېره وه او نه هم غښتلی سياسي ډېپلوماټ؛ نه يې شتمني درلوده او نه واکمني.
د عطا په شمول د شمالي ټلوالي نور غړي ملامت نه دي، چې مسعود ته د پيغمبر خطاب کوي. مسعود که هر څنګه سړی وو، خو بيا هم دومره هوښيار وو، په هغه وخت کې، چې ډېری افغانانو ډالر په لاس کې نه وو نېولی او د ډالر رنګ يې نه پيژندو، مسعود له سي ای اې، له سپاه پاسداران، روسيې او د قيمتي ډبرو له قاچاق څخه، په لندن کې ۶۰ مېلېونه امريکايي ډالر په بانکونو کې ساتلي وو.
د فهيم په شمول، امر الله صالح، عبدالله، عطا محمد نور، يونس قانوني، بسم الله محمدي او نور، مسعود ته لومړي دعا کوي او بيا شکر باسي، چې مسعود مړ دی. دعا ځکه کوي، چې د مسعود په هڅو نن د هېواد په کچه خلک دي او د هېواد په کچه خبرې کوي. شکر ځکه باسي، هغه وخت چې مسعود په بهرنيو بانکونو کې په مېلېونه ډالر سپما کړي وو، خو په عطا او نورو بد د خوارۍ ژوند تېرېدو. نو که مسعود ژوندی وای، مزې به مسعود کوله او دوی به يې تر شا خړ - سپره ولاړه وای، لکه څه ډول چې دوی اوس مزې کوی او د قوم په نوم غولېدلي پلويان يې خړ - سپره او وچه خوله تر شا ولاړ دي.
هر انسان ښه ژوند او ډېره پانګه خوښوي، افغانان بيا په کې ډېر وړاندې دي، شمالي ټلواله په کې لومړۍ نمبر ده، جمعيت يې په راس کې دی او عطا يې بيا ليونی دی. هغه ښه ژوند او پانګه نه، لکه څه ډول چې بېل ګېتس لاس ته راوړې ده، هغه پانګه او سرمايه چې د کونډې، يتيم، شهيد، وژل شوي، بيارغونې او په نورو نومونو شوې وي، خو شخصي جېبونو ته لاړه ده.
عطا دوو شيانو ليونی کړی دی. يو پانګه او دويم واک - ځواک. کله چې د مسعود له مرګ وروسته د کرزي په واکمنۍ کې، عطا د هېواد په سحطه مطرح شو، نو په کم وخت کې يې، يو څه پانګه او واک - ځواک تر لاسه کړل. له کرزي سره يې ښه ګوزاره روانه وه، کرزي يې په سرمايه او واک - ځواک کار نه درلود. عطا هم له کرزي سره وفاداره وو، باغي وو، خو د کرزي پر وړاندې به يې په کنټرول کې بغاوت کولو.
عطا ډېر بد سړي هم نه دی، د قدرت او پيسو لپاره له ډېر څه در تيريږي. کله چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ۱۳۹۳ په ټاکنو کې دوه په وده سره پاتې شول، نو عطا په ولسمشر غني او د نوموړي په ټاکنيزه ډله پسې هر څه بادول، ګواښونه يې کول او خلکو يې له خولې نورې سپکې سپورې هم اورېدې. عطا له غني سره د پولې او پټې ستونزه نه درلوده او نه هم عطا داسې نر سړی دی، چې په خپل قوم، ګوند او ژبه کلک ودريږي، بلکې عطا هغه ويرې اخيستی وو، چې که اشرف غني ولسمشر شي نو حساب او کتاب به ورسره وشي.
د ملي يووالي حکومت په منځ ته راتګ سره، ولسمشر؛ عطا د يو څه وخت لپاره په خپل ځای پرېښود، عطا هم چوپه خوله خپل کار کولو او د لا نوره سرمايي په ټولو بوخت شو. ولسمشر له ډاکټر عبدالله سره يو لړ سياسي ستونزې درلودې، عطا ته په کار وه، چې د جمعيت ګوند د اجرائيوي رئيس په توګه يې، د عبدالله کلک ملاتړ کړی وای او د ولسمشر سره يې ورانه شوي وه، خو عطا داسې ونه کړل. عطا ته د جمعيت ګوند او عبدالله په پرتله څو ځلې، له ولسمشر سره ښې اړيکې غوره وې. د ولسمشر سره په ښو اړيکو کې، عطا قدرت او پيسې په لاس کې درلودې.
عطا له ولسمشر سره، د قدرت په سياسي وېش خبرې پيل کړې، دا يې په مکمل ډول هېر کړل، چې ډاکټر عبدالله د جمعيت نوماند وو او د جمعيت په ونډه په حکومت کې په چوکی ناست دی. هغه سپکې سپورې چې عطا يو وخت په ولسمشر غني پسې کولې، په ډاکټر عبدالله پسې يې پيل کړې. خو سياسي وېش تر سره نه شو، ځکه چې د عطا غوښتنې لوړې او ډېرې وې.
ولسمشر عطا په بلخ کې له سرپرستۍ خلاص او رسمي والي يې مقرر کړ. عطا وويل، چې د ولسمشر له خوا د بلخ د والي په توګه زما ټاکنه، د نوموړي حسن نيت دی او زه يې مننه کوم. ولسمشر او عطا سره جوړ وو، ولسمشر بلخ ته سفر وکړ او عطا يې ښه راغلاست وکړ.
دوه مياشتې وړاندې، ولسمشمر د عطا استعفا قبوله کړه او د نوموړي پر ځای يې بلخ ته نوی والي معرفي کړ. دغه چارې په عطا دومره بد اغېز وکړ، چې نېږدې ټولو رسنيو په دې اړه خبرونه درلودل، خو عطا په ۲۴ ساعتونو کې، هېڅ ډول غبرګون ښکاره نه کړ، په مکمل ډول بې فکر وو. کله چې په دې وپوهيدو، چې نور د بلخ والي نه دی، ځواک نه لري، صلاحيت ترې اخېستل شوی، نور پس انداز څه، چې د ورسره پانګې حساب به هم ورکړي، نو سړي دواړه پښې په يو بوټ کې کېښودلې، او قسم وکړ چې بلخ نه پرېږدم.
اوس که د عطا په لېرې کولو کې، د عطا د شخصي زيان په پرتله د جمعيت زيان ډېر وي، نو بيا په کار ده چې ټول جمعيتيان، صالح، عبدالله، قانوني، محمدي، مسعود او نور، د عطا په ډول چيغې شروع کړي، خو دوی چوپ دي او عطا هره ورځ په لوړ غږ دوه - درې ساعته ښکنځل، کواښونه، اخطارونه، خبرداري، ګېلې او شکايتونه کوي.
- عطا په خطا روان دی، پلويانو يې د دده پر وړاندې ده ته، د پيغبمرۍ د وحي وړ کس وويل، خو عطا پرې خوښ شو. عطا هغه فکر اوس نه لري، چې پلويان پوهه کړي، چې په افغاني اسلامي ټولنه کې دا ډول خبرې حساسيت لرونکې دي.
- ولسمشر ته يې، د کورنۍ، کلي او قوم پورې خبرې وکړې، خو عطا اوس په دې نه پوهيږي، چې په سياست کې د کلي خبرې نه کيږي.
- د اسلامي ګوند مشر حکمتيار ته يې، توهين او سپکوی وکړ، خو عطا اوس په دې نه پوهيږي، چې سيال سياسي ګوندونه په څومره قوي ډېپلوماسۍ له يو او بل سره چلند کوي.
- د ملي امنيت په رئيس او د امنيت شورا په مشور يې تورونه پورې کړل، خو عطا اوس په دې نه پوهيږي، چې که تورونه غلت ثابت شي، نو پايله به يې څه وي.
- د ملي امنيتي ځواکونو ته يې سپک نظر وکړ، د پنځو قول اردوګانو پر وړاندې يې خپل زور ډېر ياد کړ، خو عطا اوس په دې نه پوهيږي، چې د نوموړې تر شا ولاړ خلک هم له مرکزي حکومت معاش اخلي او امنيتي ځواکونه دي.
- عطا اوس په دې نه پوهيږي، چې يو والي، د سياسي ګوند لوړپوړی کس او مشر بايد څه ډول خبرې او تګ ولري.
خو، ډېر نور څه عطا وکړل او به يې کړي. عطا د يو حکومت پر وړاندې او د يو ولس پر وړاندې په خطا روان دی.
د خپل قدرت او شتمنۍ غم او د مرکزي حکومت چوپتيا ورته، عصبي ستونزه پيدا کړې ده.