
دوخت ستر یرغلګرځواک یا روسیې، چې کله په کال ۱۳۵۸ دجدي میاشتې په ۶ مه نیټه د لئونید برژنف په امر خپل وحشي لښکر دافغانستان خاورې ته داخل کړل ؛ نو هغه وخت دافغانستان ریښتني بچیانو ددغو وحشي لښکرو دماتولو لپاره په سترجهاد پیل وکړ.
دروسې وحشي لښکرو په مقابل کې دغه ستر جهاد تقریباً ترلسوکلونو زیات دوام وکړ او دوخت دغه ستر زبرځواک ، افغان شازلمیو د تن په وینو او داسلامي هیوادونو په مالي ملاتړ سره راوپرځولو او دافغانستان په شمول، پاکستان ، هندوستان او ډیر نور هیوادونه یې هم د روسي وحشي لښکرو د شر څخه وژغورل.
دروس سره په شوې ستر جهاد کې تقریباً دري میلیونه افغانان شهیدان او ټپیان شول او تر پنځه میلیونو زیات افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول او هغه مهال دافغانستان اقتصادي حالت له صفر سره صفر وو ،ځکه، چې کرنې ،مالدارۍ ، باغدارۍ او ډیر نور… څه له منځه لاړل.
کله چې دروس لښکرو په افغانستان کې تر ماتې خوړلو وروسته په شاتګ وکړ، نو افغانستان دمجاهدینو لاس ته ورغی.
مجاهدین هغه مهال په اووه تنظیمونو باندي ویشل شوي وه ؛ نو تربریا وروسته ټول واک دهمدغو تنظیمونو په لاس کې وو.
کومه سیمه به چې دکوم تنظیم ترکنټرول لاندې وه ؛ نو په هغه ځای کې به دبل تنظیم غړو هیڅ واک نلرلو،ان که دکوم تنظیم یوغړي به کوم جرم وکړلو ؛ نو دبل تنظیم کسانو به نشوه کولای ،چې مجریم ته سزاء ورکړي.
لنډه داچې د تنظیمونو ترمنځ ستونزې راپیداشوې او دغه ستونزې دومره ډیرې شوي ، چې یو تنظیم دبل تنظیم دبدنامولو هڅې شروع کړلي.
دیو او بل تنظیم دبدنامولو دوجې ولسي وګړو ته هر اړخیزه درانه زیانونه واوښتل.
د مجاهدینو دغې پنځه کلنې دورې کې، ځیني سپیڅلي مجاهدین په کورونو کښیناستل، ځیني ووژل شول او ځینوته واک نه ورکول کیدلو؛ هرچابه د مجاهد له نوم څخه استفاده کوله او سترجنایت به یې ترسره کولو، دغل او مل پیژندنه پکې سخته وه.
مجاهد یو سپیڅلی نوم دی، زما افغان ولسونه مجاهدین دي ، نه هغه لنډغر او تش په نوم مجاهدین چې نن سبا میلیونران او یا میلیارډران دي.
دغو لنډغرو ملي شتمنۍ ختمې کړلې، د ولسونو پاکې ویني یې وپلورلې او خپلو بچیانو، لمسیو او ان کړوسیوته یې ښه ژوند برابر کړلو.
حقیقي مجاهدین نن سبا د یوې مړۍ حلالې روزۍ په پیداکولو پسی د سهار په تیارو کې وځي او د ماښام په خړو کې کور ته راځي.
یوه ټپه ده چې وایې:
څوک د وطن په نوم شهید شوو * چا د شهید په وینو جوړ کړل بلګډ ینګونه