سبا ته له افغانستان څخه روسان وځي، خو ...

سبا ته له افغانستان څخه روسان وځي، خو ...
شمس رحمانزی

د سلواغې ۲۶ مه نېټه ۱۳۶۷؛ په افغانستان د غوايي له کودتا څخه را وروسته پوره يو کال او اته مياشتې تېرې شوې وې، چې دوو هم فکره مشرانو (نور محمد تره کي او حفيظ الله امين) سرونه وخوړل او هېواد يوې بلې تاريخي ورځې ته (د ۶ مرغومې ۱۳۵۸) دننه شو. د مرغومې په ۶ نېټه روسان له ببرک کارمل سره يو ځای هېواد ته راغلل، د غوايي په کودتا کې د کمونيزم مفکوري افغانۍ خلق بڼه په افغانۍ پرچمي بڼه بدله شوه.

د روسانو له راتګ وړاندې هم، افغان سخت دريځه اسلامپال پاکستان ته تللي وو، د روسانو له راتګ وړاندې څه، چې د غوايي کودتا له منځ ته راتګ وړاندې دغه خلک په پاکستان کې ځای - پر ځای شوي وو او د داود خان د رژيم (چې نه پرچمي رژیم او نه خلقي رژيم وو؛ نه يې امريکا راوستلي وه او نه هم روسان) پر وړاندې به يې سرخوږی جوړولو.

کله چې په هېواد کې د غوايي کودتا وشوله، نو دغه سخت دريځه ډولو د خپلې جګړې لپاره يو ډول مشروعيت پيدا کړ او د روسان په راتګ سره يې، په عقيدوي ډول خپلې جګړې د فتوا په ورکولو سره مشروعيت ورکړ.

سخت دريځه ډولو په پاکستان، ايران او ځينيو يې په افغاسنتان کې د روسانو او د وخت د حکومت پر وړاندې، د امريکا، لوديځې نړۍ، سعودي عربستان ... په مالي او پوځي ملاتړ اته کاله جګړه وکړه؛ هغه جګړه، چې په ۱۹۴۷ کال کې د دويمې نړيوالې جګړې ورسته د امپريالزم او کمونيزم ترمنځ د سړې جګړې په نوم پيل شوي وه. خو په افغانستان کې دغه جګړې ديني او عقيدوي بڼه خپله کړه، د امريکا او شوري د ګټو په موخه په مېلېونونه افغانان په جګړه کې شريک شول او ځانونه يې له امريکا او شوری قربان کړل.

په سبا ته ورځ (۲۶ د سلواغې ۱۳۶۷ کال کې) روسان له افغانستان څخه ووتل. د روسانو په وتلو سره هم، سخت دريځه اسلام پالو د جګړې سنګرونه پرې نه ښودل، له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۱ پورې يې؛ په بل نوم، نېږدې د درېيو کلنو لپاره جګړه وکړه.

له ۱۳۵۷ څخه بيا تر ۱۳۷۱ پورې، چې ۱۴ کاله کيږي، شوري پلوه حکومتونو هم نه جبران کېدونکې تېروتنې وکړې او څلورلس کاله يې په افغانانو بمبار وکړ، ډول ډول وسلې يې پرې استعمال کړې، په عقيده ټينګ کسان يې ووژل او زورل، د اتو کلنو په موده کې يې خاوره د روسانو په لاس کې ورکړې وه او په سلګونه نورې نخرې ېې په دې خاوره او دې ولس باندې وکړې.

د شوري پلوه حکومتونو، واک په افغاسنتان اته کاله وو او که د روسانو له وتلو ورسته يې هم حساب کړو، نو ۱۴ کاله کيږي. په ۱۴ کلنو کې د شوري پلوه حکومتونو کړنې له نېمګړتياوو ډکې او د افغانانو لپاره تورې ورځې وې.

خو، د جهاد په نوم سخت دريځه ډولو بيا دافغانستان په وارنولو کې ۱۴ نه بلکې ۳۹ کلونه تر کړل. له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۵۸ پورې د غوايي کودتا په خلاف يې جګړه کوله، له ۱۳۵۸ څخه بيا تر ۱۳۶۷ پورې يې د روسانو له شتون سره مخالفت درلود او جنګېدل، له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۱ پورې يې پرته له روسانو افغان حکومت بد راتلو او سنګر په سنګر سره ناست وو، له ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۷۵ پورې يې د کورنۍ جګړې په نوم جګړه پيل کړه او د واک په سر يې جګړه توده وساتله، له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې يې بيا جګړه د طالب او شمالي ټلوالې په نوم سره وکړه، له ۱۳۸۰ څخه بيا تر نن ورځې پورې، د امريکا د لاس حکومت او طالب په نوم سره جګړه کوي.

يو ځل بيا يادونه کوم، چې د غوايي له کودتا وروسته چې کوم حکومتونه د شوري په ملاتړ او شوري پلوه نظامونه منځ ته راغلل؛ ظلم يې کړی، هېواد يې وران کړی، بمبار يې کړی، افغان يې وژل او ډېر نور څه؛ خو دې دغه فاجعې ټوله موده ۱۴ کاله کيږي.

د مجاهد په نوم سخت دريځه ډولو، د شوري پلوه حکومتونو سره په مساوي ډول ۱۴ کاله جګړه وکړه، متل دی چې په جګړه کې حلواه نه وېشل کيږي، نو داوړو خواو، په افغانستان کې جګړه کوله او افغانان يې وژل. د مجاهد په نوم سخت دريځه ډولو د کورنيو جګړو په وخت د دوی په اصطلاح، خلق، پرچم، کمونېسټ او ملحد له ميدان څخه وشړل او په خپلو کې سره ښکېل شول. له ۱۳۷۵ وروسته، چې طالبان راغلل، نو څرګنده چې طالب هم مجاهد وو؛ د مسعود، رباني، ګلبدين، مزاري، سياف او نور په مشرۍ جنګېدونکو ډلو هم د جهاد ادعا کوله، بيا دوی پنځه کاله له طالب سره جګړه وکړه، چې يو وخت طالب او پورته ياد شوي خلک له يو سنګر څخه د شوري پلوه رژېمونو پر وړاندې جنګېدل.

روانه جګړه، چې له ۱۳۸۰ څخه پيل شوي او تر نن ورځې پورې روانه ده، د حکومت په دننه کې کرزی، سياف، ګلبدين، عطا، ګيلاني، عبدالله، قانوني او نور ځانونه ته مجاهدين وايي او د روسانو پر وړاندې جنګېدل؛ ښکيله طالب غاړه کې، له ملا عمر نيوولي، بيا تر حقاني، ملا منصور، ملا هبت الله او د طالبانو نور لوړپوړي کسان هم مجاهدين وو. دوی نه دی تره کي او نه هم د کارمل د حکومتونو وزيراان او واليان وو، بلکې په پاکستان کې د همدې جهادي ډلو په منځ کې غړي او مشران وو.

سبا ته له افغانستان څخه روسان وځي، یعنې په ۱۳۶۷ کال کې د سلواغې په ۲۶ نېټه د روسانو د وتلو کليزه ده، خو دا پوښتنه چا کړې ده، چې اوس هم روسان په افغانستان کې جګړه کوي او يا هم ښکېلې ډلې تقويه کوي؟ دا پوښتنه چې کړي ده، چې د يوې کفرې پښتۍ څخه پيدا امريکا او روس څنګه سره بېلوي؟ سياف ويلي وو، چې که له روسي سره د چا لاس لګېدلی وي، نو لاس مه ورکوی، ځکه چې روسان کافر دي، سياف نه وو ويلي، چې روسي ته ځکه لاس مه ورکوی چې مرض لري او يا پرې دانې ختلې دي، سياف د کفر په اساس روسي ته په لاس ورکولو فتوا ورکړي وه، خو نن سياف ولې امريکايي ته د لاس پر ځای په غيږ ستړي مشۍ ورکوي؟

ترڅو چې د دين په نوم د بل ګټو ته جګړه کوو؛ نو يو، به ځي او بل به راځي. د امريکا، ناټو، غربي ځواکونو او موجوده روسانو په شتون کې مو، له افغانستان څخه د روسانو د وتلو کليزه مبارکه شه.