د پيسو په تمه، د لېکوال فکر د کتابونو په المارۍ کې بې وخته او بې ارزښته شو

د پيسو په تمه، د لېکوال فکر د کتابونو په المارۍ کې بې وخته او بې ارزښته شو
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
ځېني وخت له هېواد او ولس د مينې ژمنې او خبرې دروغ وي. د هېواد او ولس سره هغه وخت مينه ريښتنې او حقيقي وي، چې د مادياتو، پيسو، ځان ښودنې او احسان خبرې په کې نه وي. که پورته خبرې په کې رامنځ ته شوې، نو بيا مينه نه بلکې خبره مسوليت ته ګرځي.

له ښه مرغه به يې ووايو، چې په اوس وخت کې په هېواد په کڼ شمېر سره غښتلي او وړ لېکولان لرو، چې د هېواد، حکومت، ولس او ټولنې ناخوالې را اخلي او بيا يې بېرته تر دوی رسوي. دغه لېکولان د يوې موضوع په اړه فکر کوي، مطالعه، کوي، مثبت او منفي اړخونه يې څيړي، نيوکې او وړاندېزونه په کې ځای پر ځای کوي، شپې سبا کوي، خو يو څه ليکي او بيا تر خپلو خلکو رسوي او ورته وړاندې کوي يې.

ولس دغه خلک ستايي او تاريخ دغه خلک ليکي. دوی په رېښتيا سره دا ادعا پوره کړي، چې له خپل فکر او ذهن څخه په ګټې اخېستنې سره به دغه ولس او دې هېواد ته چوپړ کوي.

خو په اوسني وخت کې ځيني داسې لېکولان هم لرو، چې دوی ښه فکر او قوي قلم لري. دوی کولی شي ستونزې او د ستونزو حل يې ښه انځور کړي، دوی کولی شي د ناخوالو او ستونزو په اړه ولس را وېښ کړي، خو دا کار نه کوي.

دغه دويمه ډله لېکولان، يو څه پسې سر دي او د يو څه په لټه کې دي، چې هغه ماديات او پيسې دي. که په لاس يې ماديات او پيسې ورشي، نو خپل فکر او لارښونې نورو ته رسوي؛ کني په وړيا د اوبو غړپ هم چاته نه ورکوي.

دغه لېکولان په دې لټه کې نه دي، چې په ټولنه کوم ډول ستونزې شته، چې لېکل پرې وشي، حکومت ترې خبر او ولس يې پر وړاندې وېښ شي، دوی په دې لټه کې دي، چې کوم ډول لېکنې ښه بازار لري، ترڅو چاپي لېکنې يې په کم وخت کې په لوړه بيه په بازار کې وپلورل شي.

دغه لېکولان خپلې معتبرې لېکنې، نه چاپي رسنيو لکه ورځپاڼو، مجلو او اونيزو ته استوي، نه يې په غږيزو او انځورېزو رسنيو لکه راډيو او ټلويزون کې نشر ته ورکوي او نه يې هم د وخت تېزو او د ډېرو د لاس رسي وړ رسنيو (ان لاين رسنيو ) لکه وېب پاڼو ته د نشر په موخه ليږي. دوی په دې هڅه کې دي، چې خپلې لېکنې ټولې کړي او د يوې موضوع په اړه يې کتاب کړي او يا هم د مختلفو مقالو کتاب ورڅخه جوړ کړي او په بازار کې يې خرڅ کړي.

دا خبره سمه ده، چې لېکوال غواړي له مختلفو لارو خپل افکار خلکو ته ورسوي او دا خبر هم منو، چې ډېری لېکولان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، له دې لارې غواړي چې يو څه عوايد په لاس راوړي. خو که چېرې د دوی په افکارو ټولنه او ولس را وېښدلی شي او د خلکو درد دوا کېدای شي، نو غوره ده، چې په شخصي ګټو ملي ګټې لوړې وبلل شي.

په اوس وخت کې د کتاب مينه وال او لېواله کسان کم شوي، په بوخته ۲۱ مه پيړۍ کې خلک ټولنيزو رسنيو او په ډېر شمېر لوستي کسان ان لاین رسنيو او وېب پاڼو ته لاس رسی لری او له دې لرې په روانو حالتو ځان خبروي. په ان لاين رسنيو کې د چاپي رسنيو او کتاب په پرتله لېکوال زر کولی شي، چې د شهرت پوړيو ته ورسيږي. هغه شهرت چې په خپله خوارۍ او وړتيا يې تر لاسه کړی وي.

ډېری لېکولان په دې موخه ان لاين رسنيو ته خپلې لېکنې نه استوي، چې که له وړاندې خلکو ته ورسيږي، نو بيا به يې لېکنې په تحملي کتاب کې څوګ ونه لولي. خو دوی دا ټکی له پامه غورځوي، چې په ان لاين رسنيو کې، د دوی د لېکونو نشريدل دوه ګټې په يو وخت کې درلودلی شي.
لوموړی دا چې، د ټولنې پر وړاندې به يې خپل مسوليت ادا کړي وي، خپله ژبه به يې بډايه کړی او راتلونکو نسلونو ته به يې ژور چوپړ کړی وي.

دويم دا چې، له دې لارې دوی شهرت هم تر لاسه کولی شي، د دوی شهرت لامل کيږي ترڅو خلکو ورسره اشنا شي او په سخته کې يې لاس نیوي وکړي.

خو له بده مرغه بايد ووايم، چې د پيسو په تمه، د لېکوال فکر د کتابونو په المارۍ کې بې وخته او بې ارزښته شو او ټولنه يې له لوړ فکر څخه محرومه پاتې شوه.