له زيارت نه څه غواړې ؟

يوه ورځ کوم سړی زيارت ته روان و . د پښتنو لوی شاعر غني خان ورڅخه پوښتنه وکړه ، چې زيارت ته د څه لپاره روان يې او له زيارت نه څه غواړې ؟
سړي ورته وويل ، چې يو څه حاجت مې دی که هغه راته پوره کړي ! غني خان ورته وويل ، چې زيارت ته څه لپاره ځې ، ما ته راشه ! په موږ کې باچا هم شته ، ولي او غني هم !