
د اوسني افغانستان لپاره؛ د عبدالرحمن دېکتاتوري په کار ده، نه کرزی خاني او پاچاخاني
شمس رحمانزی
د هېواد مهمه برخه د هغه هېواد وګړي دي. وګړي د يو دولت له څلورو عنصرو څخه یو عناصر دی. که چېرې يو هېواد وګړي ونه لري، نو ورته هېواد نه شو ويلی. د ارسطو له نظره د هېواد وګړي داسې بېلګه لري لکه د مور او پلار اولاد. که اولاد ښه روزل شوی وي، نو د مور او پلار هوساينه ده او که اولاد باغي وي، نو د مور او پلار او همدا ډول د ټولنې لپاره شر او ضرر دی.
د نړۍ د هر هېواد پرمختګ - ورسته تګ، ګټه - تاوان، د هېواد ښه - بد نوم او شهرت، تعميري او ورانکارې چارې او په لنډه کې هر څه د هېواد په خلکو او وګړو پورې تړلې خبره ده. که مونږ د يو هېواد په ستونزو کې د ياد هېواد حکومتونه ملامت بولو، نو غلته خبره ده، ځکه چې حکومتونه په خپل هم له خلکو څخه جوړ شوې دي، نو خلک دي، چې ښه او بد کوي.
په افغانستان کې له لومړۍ ورځې څخه بيا تر نن، چې کومې ښې او بدې شوي او يا کيږي، نو وګړي يې بايد مسوول وبلل شي. په خپله افغانان په افغانستان کې جګړه کوي، افغانان پرېدې راولي، افغانان خاوره او هېواد خرڅوي، افغانان فساد کوي، افغانان انسانان وژني او نور ډېر څه.
پورته کارونه په نړۍ کې يوازې افغانان نه کوي، بلکې د روسو د نظريې اړوند انسان په طبيعي ډول سره ځان غوښتونکی دی، د ځان د ګټو په موخه هر ناروا کار کولی شي، نو ځکه روسو د يو قانون په شتون ټېنګار کوي، چې ياد قانون د انسان ورانونکې چارې په يو تړون کې اچوي او انسان په کنټرول کې ساتي.
که د روسو په نظريه کې، په افغانستان کې انسان (افغان) وګورو، نو په داسې يو قانون کې نه دي رانېول شوي، چې شخصي ګټې يې د نورو د ضرر لامل نه شي. ستونزه دا نه ده، چې په افغانستان کې مختلف قومونه او مذهبونه ژوند کوي، نو ځکه دغه ستونزې رامخ ته کيږي. افغانستان د هند په پرتله ډېر بېلا بېل مذهبي، کلتوري، وګړيز او قومي هېواد هم نه دی. هند توانېدلی چې له ۱۲۰۰ مېلېونه څخه زيات خپل نفوس کنټرول کړي، خو افغانستان شااخوا ۴۰ مېلېونه نفوس نه شی کنټرول کولی.
د پورته خبرې لامل دا دی، چې افغانانو د ملي يووالي، ورورولۍ، صبر، حوصلې، بشر حقوقو او يو ملت په نوم؛ دغه ملت بې اتفاقه، بې اتحاده، بې صبره، بې حوصلې، په حقوقو تېر کونکی، جګړيز او وحشي جوړ کړ.
د ورورۍ په چيغو نن افغانان څه حال لري؟
- د پوهنتون او دانشګاه په کلېمو کالونه او کالونه بحثونه وشول، ولسي او مشرانو جرګې خپل مهم وخت چې د افغانستان غوندې په يو هېواد کې دولتي ارګانونه بايد د ډېر کار له امله کلنۍ رخصتۍ هم ونه لري، په دې موضوعاتو تېر او ضايع کړل.
- ملي سرود، د ملي پيسو نوم او نورې ځانګړتياوې، د هېواد بيرغ او نښان، د هېواد ملي او رسمي ژبې او ورته نور هغه مسايل دي، چې د افغانانو ترمنځ يې بې اتفاقي رامنځ ته کړي او د بيان د ازادۍ او ډېموکراسۍ په نوم يې حکومت په ستونزو کې اچولی او وخت يې ضايع کوي.
- بريښنايي پېژند پاڼې او د افغان کليمه: بله له حساسيت ډکه موضوع ده، چې تر شا يې د افغانستان د وېش او تجزيې هڅې روانې دي.
مونږ نه وايي، چې حکومت، پارلمان او نورې سياسي ډلې دې، د ملي ټېرمنالوژۍ، ملي هويت، ملي ژبو، قوميت او نور حساسو مسايلو په اړه پرېکړې نه کوي او يا خدای مه کړه، چې دغه مسايل مونږ ته د قدر وړ او مهم نه دي، بلکې زمونږ موخه دا ده، چې دغه مسايل ولې دومره يو بريد ته ورسيږي، چې په کنټرول کې يې حکومت او ملت بې وسه شي؟
حامد کرزي د ورورلۍ او ملي يووالي په نوم، دا افغان ملت داسې ګړنګو ته ټيل وهلو، چې ځينې اقليت نن ورځ، نه افغانيت مني، نه اسلاميت مني، نه پوهنتون مني، نه پښتو مني، نه ملي سرود مني، نه افغانۍ مني، نه خپلواکي او استقلال مني، نه دې احمد شاه بابا او نه دې ميروس خان مني.
دا فکر هم مه کوئ، چې که دوی يې مني او يا يې نه مني، خو څه نشي کولی، منل او نه منل يې بې اغېزې دي. داسې نه ده، دوی اوس د پښتونو په کرزي خانۍ او پاچا خانۍ پوه دي، چې پښتون هره خبره اوس په ورين تندي مني او پرې خبرې اترې کوي. دا چې دوی يې نه مني، نه افغانيت ورڅخه لېکل شي، نه اسلاميت؛ چې دوی يې نه مني په ټاکنيز حکومت کې در شريک دي او والي په زور درباندې ولايت کوي؛ چې دوی يې نه مني نو په نړيوالو غونډو کې دې، د ولسمشر توهين کيږي.
که افغانان، په کرزي خانۍ او پاچا خانۍ سره چلند او وړاندې تګ کوي، نو ډېر زر به دا هېواد ټوټه او تجزيه شي، اکثريت پښتون به فلسطين او اقليت نور به اسرائيل شي، خو د کرزي خانۍ او پاچا خانۍ پر ځای د عبدالرحمن دېکتاتوري رامنځ ته شي، نو د هېواد به يو مټی، واحد پرمختللی او د هند په څېر به په اتحاد کې پاتې شي.