
د ژوند ټولې چارې مې شا ته پرېښودې، کاروبار، اړتياوي، خپلوۍ، راشه درشه. ځان مې لکه د راهبانو په څېر په سمڅه کې بندې کړ، د ژوند خوبونه او ارزوګانې مې هېرې کړې، د خلکو دوه مخۍ او تورونو ته مې شا کړه. په کور کې دننه يو ډول اوسېدل او د کور څخه دباندې د خلکو د خوشالۍ لپاره او يا هم د ځان د ښه سړي ښودلو لپاره،بل ډول اوسېدل دا مې پرېښودل. اوس په يو حال اوسم خو بيا هم ستړی يم.
د چا د وړې خبرې او تيري او کوچنی غم لا څه چې د د خپل ژوند لپاره هم زغم نلرم، شايد دا هم زما د تېر ژوند ډالۍ او خاطره وي.