د ميا علي بابا زيارت

 ما دغه راپور د يو عربي ويبپاڼې څخه راژباړلی دی چې مالک العربي ليکلی دی،  هيله ده خوښ مو شي.
 
د افغانستان صحنې، جادوګر او زيارتونه
 

زه د افغانستان په ختيځ، د جلال اباد په ښار کې وم او د شرک په اړه مې د خلکو سره خبرې کولې چې د طالبانو د له مينځه تللو وروسته پکې زياتوالی راغلی دی. چې زه دوۍ زيارتونه، ته ورتګ ته وبللم . چې زما د کتنو دغه پايله ده چې په راپور کې ده.
د زيارت انځور
 \"\"\"\"
د قبر انځور
\"\"

د قبر د يوه ساتونکې ( منجاور ) خپلوان   او خدمتګارسره مرکه چې د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره پدغه کوته کې ناست دی چې د افغانستان د بېلا بېلو سيمو څخه ورته خلک راځي. ( لکه څنګه يې چې دعوه کوي )
د افغانانو په استلا د  قبر د خادم ( منجاور ) انځور
 \"\"
دا  قبر د چا دی؟
دا قبر د ولي محمد علي شاه دي او په څنګ کې يې ورسره وراره ښخ دي.
ښه تاسې اوس  دلته څه کوئ؟
زه دلته خلکو ته تعويذونه ليکم او د ځيني نارغيو درملنه کوم په برکت  ددغه ولي .
تاسې د کومو ناروغيو درملنه کوئ؟
زه د ليونتوب او د ښځو د شنډوالي  لپاره تعويذ ليکم او د هغه ماشومانو لپاره چې پرته له کوم امله ژاړي، او همداراز د مينې او محبت لپاره هم تعويذ ليکم لکه د ښځې او مېړه تر مينځ او همدا راز د هغه چا لپاره چې يو بل سره يې مينه وي. لاندې انځور ته وګورئ .
دا د محبت تعويذ دی.
\"\"

ما ورڅخه د يو تعويذ د بيې پوښتنه وکړه؟
ويې ويل: هيڅوک نشي کولي چې د تعويذ قيمت په روپيو ادا کړي، خو د خلکو د اسانتيا لپاره څوک کولي شي چې ۹ کيلو غنم يا د هغې معادله بيه ورکړي چې ۲۰۰ افغانۍ کيږي. چې ترېنه ۱۳ سعودي ريال جوړيږي.
د تعويذ انځور
\"\"

د جادوګر انځور چې تعويذ ليکي.
\"\"

ته په تعويذ کې څه ليکئ؟ ( دا هغه څه وو چې زه د خبرو اترو څخه پوه شوم )
زه هيڅ څيز هم ناسم نه وايم،  زه وايم يا حي، يا قيوم، يا بدوح
بدوح څوک دی؟
د  د پوښتنې څخه د خلاصون په موخه يې د ځواب څخه منع راوړه .
آيا دقبر څښتن ( مړي )  دی چې خلکو ته شفا ( روغوالی ) ورکوي؟
نه! موږ ددغه ولي په برکت د الله څخه روغوالي غواړو، او دا ولي زموږ او د الله تر مينځ وسيله ده.
د ليونيانو درملنه څه ده؟
داده چې به دوۍ به په کړنلاره باندې عمل کوي چې دوۍ به ۴۰ ورځې  د تورو مرچو سره بې مالګې ډوډۍ خوري او د اودسه  پرته به  په تيمم لمونځ کوي.
دا کتابونه څه شي دي چې ته ترېنه نقل کوي او دا په بازار کې خرڅيږي؟
دا د دوعاګانو او تعويذ کتابونه دي . هو!  په بازار کې خرڅيږي.
د کتاب انځور چې ترېنه په تعويذ ليکلو کې ګټه اخيستل کيږي.
\"\"
 

بل انځور چې جادوګر ترېنه نقل وکړ.
\"\"

د کتاب بل انځور
\"\"

چې د ناروغيو سره مقابله کوي.
دغه سړي د کابل څخه راغلی دی.
\"\"

بل مرکه کوونکی ، زما د کور او ددغه سړي د کور تر مينځ واټن.
د کوم ځاي څخه راغلی يې ؟؟ او ولې ؟؟
د کابل څخه د يوه خپلوان د درملنې په خاطر راغلی يم. هغه پخوا ډېر ناروغ وو مګر ددغه ولې د زيارت وروسته ښه شو.
چا ښه کړ دغه قبر؟
د غه قبر څښتن ورته وسيله شوه.
د بل ناروغ انځور
\"\"

موږ د يو داسې کس سره مخ شو چې هغه سره خپل وړوکی کوچنی وو.
تاسې ولې دلته راغلي ياست؟
زه د خپل وړوکې ځوی د علاج لپاره راغلی يم ، دا خوشې په خوشې ژاړي او ځېل کوي .
ايا تا ته د قران څخه څه ياد دي ما ته يې ولوله؟
تعويذ ګر په غصه شو او پرې يې نښوده چې موږ ته ځواب راکړي.
بيا ما وروسته ټولو ته وويل چې زه عرب يم او د سعودي نه راغلی يم، زه غواړم چې پدې پوه شم چې ا يا رسول الله هم تاسې غوندي په کاغذونو باندي په څه ليکلو، خلکو ته درملنه کوله؟
يو د راغلو کسانو څخه راته په ځواب کې وويل: تاسې  د سعودي نه راغلي يوازې په اسلام پوهيږئ بل څوک نه! ما ورته وويل چې زه نه پوهيږم خو غواړم چې له تاسې نه زده کړم. که دا ګټور کار وي نو په سعودي کې ولې نشته. موږ  قران لولو او خداي ج پرته له واسطې څخه رابلو ځکه موږ ته رسول الله ص داسې راښوولي دی. که چېرته دا تعويذ او رواجونه ورست وي نو بيا ولې پرې اصحابو کرامو رض  عمل نه کاوه؟!!
يو ځوږ جوړ شو زموږ اواز پورته شو او يوه ډله خلک د کوټې څخه ووتل او د کوټې خواو اوشا خلکو د تعويذګر سره  زموږ خبرې اورېدلې.
د هغه کوټې انځور چې هلته تعويذ ګر د خلکو لپاره ناست وي.
\"\"

بيا مو  د دغه سيمې د يو اوسيدونکې څخه وپوښتل چې د دِه زيارت په اړه څه وايی؟
د جلال اباد په ښار کې شرک او کفر د نورو سيمو په پرتله کم دي ځکه چې زياتره خلک يې لوستي دي. او زياتره دغه زيارت ته راتلونکي خلک د جلال اباد څخه نه دي او د نورو سيمو څخه راځي. ځينې قبرونه دلته شته چې خلک فکر کوي چې د ا د اصحابو کرامو قبرونه دي مګر هغه انګرېزانو جوړ کړي دي، ځکه چې دوۍ به کومې سيمي پرېښودي او يا به يې پرې ډاکه وا چوله د هغه سيمو خزانې به يې ښخې کړې او قبر به يې پرې جوړ کړ او بيا به يې پرې وليکل چې دا قبر د فلانې  ولد فلاني دي. چې د طالبانو پر مهال ډېر قبرونه راوسپړل شول  چې ډير قيمتي اثار او تيږي  پکې راووتې.
د تعويذونو او څاختونو انځور
\"\"