يوه خبره

 
خپه وم او د سوچونو په نړۍ کې غرق او ډوب تللی وم ناڅاپه مې ذهن کې وګرځېدل. هغه برياليتوبونه چې زما کور ته راغلي دي د څومره بندو دروازو راننوتي دی ( لارد بايرون )
نو خپه په څه يم؟
هو! پوه شوم ډېره موده وشوه زړه مې راته يو څه وايي خو زه يې نه منم هغه دا چې:
نور خلک وبخښه بې لدې چې هغه د بخښنې وړ وي بلکې پدې خاطر چې ته د ارام وړ يې.
خو کله چې دې زړه تنګ شي او د بې وسۍ اوښکې دې پر مخ لارې جوړې کړي، نو په نړۍ کې څوک نشته چې ستا اوښکې وچې کړي او تا په خپله غېږ کې ونيسي او تاته په مينه وګوري.
دباندې لاړ شه او اسمان ته وګوره هلته څوک انتظار باسي چې ستا اوښکې وچې کړي او ستا لاس په خپل لاس کې ونيسي. هغه تاسره مينه لري يوازې تاسره مينه لري نه ستاد ذات، پات او رنګ سره
دا په ياد لره! کله چې بې وسه شې او څوک دې نه درلودل اسمان ته وګوره ټول ستوري ستا دي او تل تا سره خبرې کوي هاغه ستا داسې دوستان دي چې يوازې ستا د ذات سره مينه لري نه ستا د شتو او پيسو سره.
نو ته ولې فکر کوی چې ته يوازي يې!
نه، نه! ته هيڅکله هم يوازې نه يې