ولې جمعه خان همدرد د ګلبدين حکمتيار په شتون کې هم، د عطا پر وړاندې چوپ دی؟

ولې جمعه خان همدرد د ګلبدين حکمتيار په شتون کې هم، د عطا پر وړاندې چوپ دی؟
شمس رحمانزی

جمعه خان همدرد او عطا محمد نور په يو ولايت (بلخ) کې زېږدلي، لوی شوي او وخت يې تېر کړی دی. دواړه په شمال او په ځانګړې ډول په بلخ ولايت نفوذي او مشهورې سياسي څېرې دي. نور او همدرد؛ د وخت د حکومتونو پر وړاندې د جهاد په نوم وسله والو مبارزه له يو ځای خو له مختلفو سنګرونو پيل کړې ده.

نور او عطا؛ له يو او بل جدا کېدونکې ځانګړتياوې هم لري؛ همدرد په خټه پښتون، په پښتنو کې پُر نفوذه او حزبی دی. نور په خټه تاجک، په تاجکانو کې پُر نفوذه او جمعيتی دی. دوی دواړه په سياسي، قومي او ژبني ډول، له يو بل سره بېل او دوه مختلف لوري دي. ډواړه د يو او بل پر وړاندې په سياسي ډګر کې سره خلاف او وران دي.

کله چې د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره منځ ته راغله؛ نور او همدرد يې دواړه غړي وو، خو توپير دا وو، چې نور سره د خپلو ملګرو په نوې اداره کې دننه شو، خو همدرد د خپلو ځېنو نېږدې ملګرو او تر دې چې د خپل رهبر شتون يې له ځانه سره نه درلود.

همدرد په سياسي او جګړيز ډګر کې د ګوند د رهبرۍ په اساس په یوازې ځان کالونه - کالونه، په واقعي ډول د عطا او په حقوقي ډول د جمعيت پر وړاندې مبارزه وکړه. همدرد له عطا سره په ګاونډ او نېږدې ولايتونو (جوزجان او بغلان) کې ښه په نر دنده او ولايت تر سره کړ. عطا چې د نوي حکومت له لومړۍ ورځې يې ځان امپراتور او شاهين شاه معرفي کولو، د همدرد شتون ورته سرخوږی وو، خو څه يې نشول کولی.

د ګلبدين حکمتيار په نشتون کې، همدرد د عطا او جمعيت پر وړاندې ښه مقاومت وکړ، داسې څرګندونې به يې کولې، چې عطا يې پر وړاندې د ځواب ورکولو جرئت نه شو کولی.

د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټاکنو، همدرد په لومړي دور کې له د تحول او تداوم له ډلې سره نه وو ولاړ، خو چې کله ټاکنې دويم پړاو ته لاړې او د تحول او تداوم د ټېم پر وړاندې يوازينی سيال جمعيت ګوند پاتې شو، نو جمعه خان همدرد هم د تحول او تداوم له ډلې سره يوځای او خپل ملاتړ يې له ښاغلي غني اعلان کړ.

له ټاکنو څه وخت وروسته، جمعه خان همدردپه يوې ټلوېزوني مرکې کې وويل، چې له اشرف څخه د دوی د ملاتړ يوازينۍ موخه د اسلامي جمعيت ګوند ناکام کولو، چې همداسې وشول.

په هغه وخت کې حزبيان او نور افغانان چې د جمعيت له نخرو ستړي او تر پوزې راغلي وو، هيله او ارمان يې دا وو، چې که چېرې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند له حکومت سره يو ځای شي او حزبيان د حکمتيار تر مشرۍ لاندې سره راټول شي، نو د جمعيت ګوند او نظار شورا ناز - نخرې، د قدرت انحصار او بغاوتونه به له زوال سره مخ شي.

اوس د افغانانو او حزبيانو دغه ارمان پوره شو، د حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند له حکومت سره يوځلی شو او د حکمتيار په مشرۍ حزبيان په يو تغر سره راټول شول، خو د افغانانو او حزبيانو کړی ارمان سل نه، بلکې پنځوس سلنه پوره شو. حکمتيار راغی او دوی سره راټول شول، خو د جمعيت ګوند بغاوتونه يو په لاس ډېر نور هم ډېر شول.

جمعيت ګوند پخوا هم د همدرد او ځېنې نورو ملګرو پر وړاندې يې خوله خلاصوله، خو جمعيت د ټول اسلامي ګوند په ځانګړې ډول د دوی د مشر ګلبدين حکمتيار په اړه توندې څرګندونې کوي. عطا په خپلو ورستيو څرګندونو کې د اسلامي حزب د مشر په اړه ويلي، "... حکمتيار بيا زمونږ پر وړاندې خبرې کړي، ما څو ورځې وينا نه ده کړي، غواړم چې نن ورځ يو څه د ښاغلي حکمتيار په اړه ووايم. دغه پفوک، د غه لافوک بيا غټې خبرې شروع کړي، يو تسلمي کس کله له طالب سره بيعت کوي او کله هم له داعش سره."

دا ډول څرګندونې په واقعي لحاظ د شخص او په حقوقي لحاظ د يوې سياسي ډلې پر وړاندې سپکوی، توهين او ټېټ نظر دی. پورته د عطا ورستۍ څرګندونې وې، خو له دې وړاندې عطا او د اسلامي جمعيت ګوند نورو لوړو غړو د حکمتيار او اسلامي ګوند په اړه سختې او توندې څرګندونې کړې دي.

کله چې، جمعه خان په يوازې ځان چاته اجازه نه ورکوله، چې د ده او د حزب پر وړاندې يې پوچې خبرې وکړي، خو نن د همدرد او د نېږدې ملګرو او مشر په شتون کې يې، دوی د ځان او د خپل ګوند په اړه سپکې خبرې اوري، نو بيا ولې پرې چوپ دي؟

مونږ نه وايو، چې اسلامي ګوند بايد د جمعيت د خبرو پر وړاندې د وسلې په زور ځواب ورکړي او وويره دا وي، چې که اسلامي ګوند د جمعيت پر وړاندې غبرګون وښيي، نو د هېواد په دې اساس تاريخي پړاو کې به وضعيت يو ځل بيا د کورنيو جګړو وخت ته ورسيږي.

د حکمتيار په شتون کې د عطا پر وړاندې د همدرد د چوپتيا لامل په دې کې دی، چې اسلامي ګوند اوس د حکومت برخه ده، اسلامي ګوند له حکومت سره په شتون کې د واک - ځواک څښتن دی، اسلامي ګوند د خپلو موخو د ساتلو په پار ځان لکه نور پښتانه چې واک ته ورسيږي نو ملي شي، دوی هم ځان اوس ملي حساب کوي او د جمعه خان همدرد او ورته نور کسانو په خوله يې د چوپتيا لاس ايښی.