د عطا محمد نور د پام وړ:

د عطا محمد نور د پام وړ:
عطا نن ورځ د ګلبدين حکمتيار سپکاوی او توهين وکړ
تسليمي الله تعالی و رسول صلی الله عليه وسلم، اولی الأمر ((مسلمان حاکم و حکومت ونافذه قوانينو ته))، خپل ملت و خپل وجدان ته يو مشروع حکم دی، خو سرغړونه ترې يو نامشروع کار ((ناجايز عمل)) دی
 
که د نبوت وحې بنده نه وای، نو له مسعود وروسته به عطا ته د پېغمبرۍ وحې شوی وای. عطا د پېغمبرۍ وړ کس دی.
ماويستان وکارمليان + ستميان عقيدتًا، سياستًا واخلاقًا يوه مردوده ډله ده. د مزار نازولی و کاذب مجاهد دغې خبرې ته څه ځواب لري؟ دی خو د مجاهد په جامه کې پټ عُقده يي ((متعصب)) و عقيدوي شرمښ وخوت



روهي:
[[د بلخ لېرې کړی شوي والي نن عطا محمد نور نن ورځ په مزار شريف ښار کې د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار سخت توهين او سپکاوی کړی.
نور ګلبدين يو تسليم شوی کس ياد کړ او په وينا يې، چې ګلبدين حکمتيار کله د طالب څنګ نيسي او کله هم د داعش او بيا غټې خبرې هم کوي.
نور وايی، ((... حکمتيار بيا زمونږ پر وړاندې خبرې کړي، ما څو ورځې وينا نه ده کړې، غواړم چې نن ورځ يو څه د ښاغلي حکمتيار په اړه ووايم. دغه پفوک، دغه لافوک بيا غټې خبرې شروع کړي، يو تسليمې کس کله له طالب سره بيعت کوي او کله هم له داعش سره)).
نور ګلبدين ته د پېغور په ډول وويل، چې حکمتيار ويلي وو، چې که په افغانستان کې يو بهرنی سرتېری هم وي، نو زه به د رسول الله امتي نه يم که هېواد ته راشم، خو اوس په لسګونه زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي او حکمتيار هم دلته دی.
نوموړي له خپلو پلويانو سره ژمنه کړې، چې د حکمتيار د خبرو ځواب په منطقي ډول سره ورکړي.]]



نوټ :زه له ښاغلي حکمتيار سره شعوري تړاو ((شعوري خواخوږي)) نه لرم، خو کله ناکله مې د عطا سرغړونو او ناپړيتو ته زړه تنګ شي.
 
لومړیاوس پوښتنه دا ده چې دې ملت له عقيدوي پلوه د هغه وخت د شوروي د تېري او څه هم د وخت د رژيم د ناخوالو پر وړاندې يونيم ميليون شهيدان ورکړل او تر دوو ميليونو زيات معيوب راته پاتې شول. دا چې اوس د ماويست ((مسعود)) او د باغي ((عطا)) کوم خواخوږي خپل د زړه بړاس داسې ايستلی چې هغه زموږ د مجاهد ملت د احساساتو پر وړاندې چې له ملي - اسلامي واخلاقي ارزښتونو هېڅ اړخ نه لګوي داسې يوه قصدي عُقده يې ((رخه يي)) او عقيدوي تېری کړی چې له هېڅ اصولو، قوانينو، اسلامي ارزښتونو او د ملت له جهادي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، ولې حکومت، ستره محکمه، عدلي ارګانونه، د علماو شوری او داسې اسلامي اړوند ادارې پر دې خبره چوپ دي؟
 
دويمچې داسې ده، نو بيا ولې د مجاهد پر نوم له هر اړخيز پلوه ښه پراخه پرېمانه ونډه له حکومته اخلي؟
 
درېيملکه چې حکومت ورته د همداسې مزخرفو کړنو، د عُقده يي ((رخه يي)) او عقيدوي خرابتيا له امله هسې بېځايه پړسول شوی که څنګه؟ ښاغلي کرزي ته خو مخکې هم همداسې وړانديز د ښاغلي جان کيري په وسيله شوی وو چې ډاکټر عبدالله له ځان سره په واک کې شريک کړه، خو هغه دا کار ونه کړ. هغه وخت هولبروک د پښتنو مخالف، خو له عطا سره يې ښې خوږې اړيکې لرلې. يو والي د مرکزي حکومت په شتون کې له يو بهرني سره دغسې اړيکي ولري؟
 
څلورمله سره څېړنه وشي چې په تېر جهاد پير کې چا زياته قرباني ورکړې؟ د هر قوم او هرې ډلې شهيدان وقربانيان بايد له سره وڅېړل شي چې چا زياته خساره ((تاوان)) ليدلی او چا زيات شهيدان ورکړي او څوک زيات معيوب لري؟ نو په حکومت کې ونډه هم بايد پر هماغه حساب ورکړل شي. ولې يوه مشخصه ډله چې دغسې عقيدوي اپلتې ولي د مجاهد پر نوم د واک زياته ونډه واخلي؟
 
پينځمولې اساسي قانون ورته له پامه وغورځول شو؟ دا هغه څه دي چې ښاغلي هېواد مشر ته د پړې ګوته نيول کيږي. داسې برېښي چې ښاغلي غني همدلته له خوږې ګوتې نيول شوی او حکومت د ښاغلي عبدالله لپاره د اساسي قانون پر خلاف پړسول شوی چې د همدغه نامناسب پړسوب له امله عطا ته دا زمينه پر لوی لاس برابر شوې چې بغاوت، بېځايه مستۍ او لېونتوب ته مخه کړي. د مشر لالا نازولتوب تر دې کچې راورسولو چې نن له قانوني واخلاقي پلوه او هم د اسلامي ارزښتونو له پلوه نيمګړی دی چې په انګرېزي کارونه کې ورته کمزورې اخلاقي تربيه يا misbehaviour or poor behaviour وايی.
 
د دولت هېڅ لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي ته په کار نه دي چې د حکومت پر وړاندې خپلسري خپله کړي. که څوک سياست کوي او د واک وږی وي، نو مهرباني دې وکړي يو ځل دې استعفاء وکړي. له دولتي امکاناتو دې ناوړه ګټه نه اخلي او بيا دې نر شي سياسي ډګر ته دې راووځي. دا چې له دولتي امکاناتو خړوبه کيږي او بيا دولت وحکومت ته ګوتڅنډنې هم کوي، نو دا سخته بد اخلاقي ده. عطا اوښان پر بډه وهلي چې پښې يې ترې لاندې ځانګي او پټولی يې نه شي. د حديث پر استناد د استحسان حکم روښانه دی چې استحسان څه ته وايی؟
 
له عقلي و منطقي پلوه به دا ډېره ښه ((اولی)) وي چې د حکومت يو مخالف سولې ته غاړه کښېږدي او له مخالفته لاس واخلي، خو دا بيا انصاف، عقل ومنطقه لېرې ده چې هم په حکومت کې شريک، هم اپوزيسيون، هم مخالف او هم ترې بغاوت او سرکښي کوې چې دېته په عقل ومنطق، مدني ونافذه قوانينو، اساسي قانون، په ملي - اسلامي ارزښتونو او هم په افغاني رواياتو کې له کلتوري واخلاقي پلوه هېڅ ځای نشته چې دا سخته بې تربيه ګي rudeness او خپلسري rebalance ده. تاسې خو پر ځان نه پوهېږئ هسې بېځايه پر خپلې غلا شوې او غصب شوې پانګې نازېږې، خو ځان و خپلې ټلوالې ته دې سخت عُقده يې، اخلاقي و عقيدوي شرم پرېښووه، هغه دا چې له مسعوده مو پېغمبر جوړ کړی وو. که ستا د يو خواخوږي پر استناد که وحې بنده شوی نه وای، نو له مسعود وروسته به اوس تا ته وحې شوی وای او دا يې هم ويلي چې ((عطا محمد نور د پېغمبرۍ د وحې وړ کس دی))، نو تاسې دېته څه ځواب لرئ؟ ايا د مجاهد په جامه کې عُقده يې و عقيدوي شرمښ ونه ختې؟
 
نو چې داسې ده، نو بيا پر کوم اساس تاسې ته دومره پرېمانه واک او برخه په حکومت کې درکړل شوې ده؟ حکومت، امريکا، ناټو او نړيواله ټولنه يې بايد په ګډه ځواب ووايی ولې د يو مجاهد ملت پر وړاندې له داسې بې انصافۍ څخه کار اخېستل شوی، نو د عقل ومنطق له مخې د هغه تسليمې او که ستاسې بغاوت ښه شو؟ ولې د يو ډېره کي ((اکثريت)) پر وړاندې يو لږه کي ((اقليت)) ته دومره ناز ورکړل شو. د ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين پر خبره مشر لالا ((امريکا)) او ملاتړي يې ((ناټو)) بايد ځواب ووايی. قرباني چا زياته ورکړې، څوک د طالب و داعش په نوم وټکول شول؟ اسامه چېرته لټول کېده او چېرته پيدا شو؟ ولې دا طالب و داعش په بل چا کې نه پيدا کيږي؟ د آغلې کلينټن په کتاب کې ځينو ټکو ته اشاره شوې. ښکاره خبره ده چې نړيواله ټولنه لا د پښتنو پر وړاندې ناسم ذهنيت لري او جګړه پرې پر لوی لاس تپل شوې او له واکه هم لېرې ساتل شوي دي.
 
مشوره :
زما مشوره تاسې ته دا ده چې الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم او د اولوا الأمر مخالفت مه کوه، سم شه، کنه الله تعالی به دې سپک کړي. تاسې ته پته ده څوک چې الله تعالی سپک کړي بيا يې څوک درنولی نه شي. خوښه دې خپله چې سمېږې او که نه؟