"د چا په غږ کې سندره غواړې؟" له راډيويي خبريالۍ؛ د چارواکو تر ويندوۍ
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
ژورنالېزم سپيڅلی مسلک دی. د ټولنې د هرې برخې ستونزې، غوښتنې، وړانديزونه او نېمګړتياوې تر حکومت رسوي، خلک ترې خبروي او هم يې په خپله په حل او سمونه کې نيغ رول لري.

ډېره غوره ده، چې په انځورويزو، غږيزو، چاپي او ان لاين (په کرښه) او نورو رسنيو کې د غېرې مسلکي ژورنالېسټانو پر ځای مسلکي کسان ژورنالېسټان کار وکړي. مسلکي کسان کولی شي، چې دغه مسلک لا پسې پياوړی، غښتلی سپېڅلی او مقدس کړي.

له مسلکي کسانو دلته موخه هغه څوګ نه دي، چې د ژورنالېزم په برخه کې يې زده کړي وي، کورسونه يې ويلي، د ژورنالېزم له پوهنځۍ فارغ وي او يا نور؛ بلکې مسلکي کسان هغه دي، چې د ژورنالېزم په برخه کې پوهه ولري. په هره برخه کې هر څوګ زده کړې کولی شي، خو پوهه درلودل او زده کړې کول په ډېر توپير سره له يو او بل څخه واقع دي. په اوسنيو مروجو اصطلاحاتو کې، زده کړې د رسمي سند اخېستل دي، خو پوهه په تيوري ډول له زده کړو او په عملي ډول له تجربو، هغه حاصل لاس ته راوړل دي، چې په عملي ډګر کې ترې کار واخېستل شي.

نه يوازې په ژورنالېزم کې، بلکې د ژوند په مختلفو نورو برخو کې، ډېری داسې کسان شته دي، چې په هغه ځانګړې برخه کې يې په رسمي ډول زده کړې نه دي کړي، خو د خپلې وړتيا، تجربې او ازادې لوړې مطالعې پر مټ؛ له هغه کسانو وړاندې دي، چې په يوه ځانګړې برخه کې يې زده کړې کړي او په ځان پسې يې تړلي بولي.

هغه کسان چې د ژورنالېزم په برخه کې يې رسمي زده کړې نه دي کړي، خو د لوړې وړتيا څښتانان دي، دوی د دندو په لاس ته راوړو کې د هغه کسانو پر وړاندې پاتې دي، چې وړتيا نه لري خو د ژورنالېزم رسمي سند په لاس کې لري. او يا هغه کسان چې د ژورنالېزم په برخه کې په ريښتني استعداد سره هم زده کړي کړي او هم يې ريښتنې وړتيا لري؛ دوی په دې اساس چې (د چا په غږ کې درته سنره خپره کړو) په سيمه ييزو راډيوګانو کې کاري تجربه نه لري نو د دندو پر وړاندې يې (د چا په غږ کې سندره درته خپره کړو) تجربه لرونکي کسان خنډ دي.

ژورنالېسټ کېدل په لسګونه ځانګړتياوې او ميعارونه لري او همدا ډول ژورنالېزم په لسګونه ګڼې ګټې هم لري.
د ژورنالېسټ کېدو لپاره له لسګونو ځانګړتياوو او وړتياوو څخه يې دوه دلته را اخلو.
لوموړۍ ښه غږ او د ژبې فصاحت: که يو کس د ژورنالېزم په برخه کې په مسلکي او رسمي ډول زده کړې کړي وي او يا نه، خو چې ښه غږ او د ژبې فصاحت او بلاغت ولري، نو په دې برخه کې ښه وړاندې تلی شي.

دويم پراخه ازاده مطالعه: د يو ښه ژونالېسټ صفت دا هم دی، چې پراخه ازاده مطالعه ولري. د ژوند په مختلفو برخو کې، د يو ژورنالېسټ پراخه مطالعه؛ هغه موضوع چې نوموړی يې وړاندې کوي، ډېره په زړه پورې او ښايسته کولی شي.

د ژورنالېزم له لسګونه ګټو څخه يوه او مهمه يې شهرت دی.
هغه کسان چې د ژورنالېزم په برخه کې کار کوي، نو په ډېره کمه موده کې د شهرت پولو ته رسيږي.

که خپل موضوع ته راشو؛ نو د ژورنالېزم په برخه کې ډېری کسانو ښه شهرت تر لاسه کړی، خو شهرت يې په دې نه دی تر لاسه کړی، چې ښه غږ، د ژبې فصاحت، پراخه مطالعه او يا يې د ژورنالېزم په برخه کې، نورې ځانګړنې خپلې کړې دي. د دوی شهرت په سيمه ييزه کچه (د چا په غږ کې سندره درته خپره کړو) پيل شوی او په سندروو يې ځانونه يې تر چوکيو رسولي.

دغه کسان که له افغانستان بهر کړې، نو داسې مثال لري لکه کب چې له اوبو وباسې. دوی يوازې په دې چې، (د چا په غږ کې درته سندره خپره کړو) ځانونه شهرت ته رسولي، نور کومه داسې ځانګړنه نه لري، چې د ژورنالېزم کېدو دعوه وکړي او يا ځان په دې مسلک پورې تړلی وبولي.

په افغانستان کې، له شهرت څخه په حکومتي، سياسي، اسلامي او ټولنيز ډول ښه ګټه اخېستل کيږي، دا ځکه چې دلته خلک په نوم پسې ځي، نه په وړتيا او استعداد پسې.

دغه (د چا په غږ کې درته سندره خپره کړو) کسان، د ژورنالېزم په نوم او له خپل شهرت څخه په ګټې، نن د حکومت رسنيزې برخې ته دننه شوي دي. د حکومت ښه او بد مالومات د دوی له خولو خلکو ته رسيږي. همدوی، د ژورنالېزم او رسنيو پر وړواندې خنډ دي، ژبه يې ګونګه، مالومات يې غېرې میعاري او د وړاندې کولو طرز يې پېکه دي.