لوی افغانستان حوصله غواړي

لوی افغانستان حوصله غواړي
شمس رحمانزی

په افغانستان کې د افغان حکومت، افغان سياسي بهيرونو او د عامو افغانانو له خوا، په پاکستان کې د پښتنو د لاريون پراخه ملاتړ وشولو. په پاکستان کې پښتنو له يوې اونۍ څخه د زيات وخت لپاره په پر له پسې ډول په زيات شمېر لاريون وکړ.

د لاريون کونکو غوښتنې ځانګړې او څرګندې وې. په لاريون کې د (لر او بر يو افغان) شعار په افغانستان کې د افغانانو جذبه را وپاروله او همدا چيغه يې دلته ورسره بدرګه کړه.

د لاريون په ترڅ کې، د (لر او بر يو افغان) يوازې شعاري بڼې او له يو لنډ وخت وروسته د لاريون پای ته ر سېدل، دلته د افغانانو جذبه سړه کړه او په پاکستان کې يې د پښتنو د لاريون څخه د ملاتړ پر ځای نېوکې پيل کړې. دلته افغانانو له لاريون کونکو دا غوښتنه در لودله، چې د لاريون په غوښتنو کې دوی بايد د ډيورنډ د کرښې او (لر او بر يو افغان) موضوع په رسمې ډول دننه کړي او دغه موضوع بايد د دوی د غوښتنو سر وي.

دا چې په پاکستان کې د پښتنو د لاريون غوښتنې له لومړۍ ورځې څرګندې او مشخصي وې، چې په هغه کې، د پښتون ځوان نقيب الله محسود د وژنې په اړه د عدالت غوښتنه، په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د ترهګرۍ په نوم د روانې جګړې پای ته رسېدل، د ترهګر په نوم د بې ګناه پښتون مشرانو او ځوانانو د وژنې او بنديان کېدو مخنیوی او داسې نور شاملې وې.

په پاکستان کې، حکومت له لاريون کونکو سره ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنې به پوره او تر سره کړي، په بدل کې يې له لاريون کونکو غوښتنه وکړه، چې لاريون دې پای ته ورسوي. لاريون کونکو هم د حکومت دغه غوښتنه ومنله، يو مياشت وخت ورکړ، چې که چېرې غوښتنې يې بشپړې نه شي، نو بيا به لاريونونه پيل کړي.
 
د لاريون کونکو له خوا د لاريون پای ته رسېدل، په افغانستان کې د افغانانو له نېوکو سره مخ شو. عامو افغانانو او يو شمېر سياسي کسانو په پاکستان کې د پښتنو له لاريون سره په خپل کړي ملاتړ پېښمانه شول او نېوکه يې وکړه، چې په پاکستان کې پښتانه د سيسو ښکار شول.
 
اوس که چېرې عام افغانان په پاکستان کې له پښتنو سره په کړي ملاتړ پېښمانيتا ښيي او په دوی نيوکې کوي، نو د لوی افغانستان د جوړيدو فکر له منځه تللی شي.
 
مونږ ټولو وايو او په تاريخونو کې مو لوستلي، چې مبارزه وخت غواړي او په لويې حوصلي او صبر سره وړاندې تلی شي، خو مونږ په خپله دغه اصل تر پښو لاندې کوو او په خپله په شعاري ډول دغه خبره کوو، خو په عمل کې بيا ترې پاتې يو.

د لوی افغانستان د منځ ته راتګ خبره ډېر وخت او ډېرې مبارزې ته اړتيا لري. خنډونه يې پر وړاندې بې شمېره دي.

لوموړۍ: د پاکستان حکومت په افغانستان کې په همدې موخه لاس وهنه کوي او په افغانستان يې جګړه ساتلي، چې افغانان د يورنډ د کرښې د مسالې په اړه په بل لورې بوخت وساتي.

دويم: نړيواله ټولنه او د سميې هېوادونه: تر هغه چې نړيواله ټولنه او دسيمې نور هېوادونه دا خبره کره نه کړي، چې د ديورنډ کرښې په شتون کې د دوی ګټې ډېرې دي او که د ډېورنډ په نشتون کې، تر هغه نه له لر او نه هم له بر افغان سره دا چيغه نيسي، چې دوی یو دي او يو دې شي.

درېيم: په افغانستان کې يو شمېر سياسي کړۍ شتون لري، چې په اوسني افغانستان کې د پښتون له اکثريت نفوس سره يې ورانه ده. دوی د لر او يو افغان چيغې سره تر ورستۍ کرښې سخت حساسيت لري. دوی هڅه کوي چې په هر قيمت وي، خو د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحدي پوله جوړه کړي.

کله چې د لوي افغانستان د جوړېدو پر وړاندې دومره په زيا ت شمېر خنډونه هم شتون ولري او مونږ هم د لوی افغانستان د جوړېدو او منځ ته راتګ دعوا او غوښتنه لرو، نو بيا ولې دومره زر خپلې حوصلې له لاسه ورکوو. د لر او بر افغان ترمنځ هر ستونزه، خوابدي، دښمني، شک، لېرې والی او نور د لوی افغانستان د دښمنانو په ګټه دي.

زياتره افغانان د لوی افغانستان د منځ ته راتګ په اړه ځکه سړه وينه او ناهيلي دي، چې دوی وايي، د لوی افغانستان د منځ ته راتګ لپاره د کرښې هغه غاړې ته پښتانه لېوالتيا نه ښيي. دلته افغانان فکر کوي، چې هر کله هغه غاړې پښتانه د افغانستان سره د يو ځای کېدو پرځا په پاکستان کې په خپل شتون خوښ وي، نو بيا اړتيا نشته، چې د لوی افغانستان لپاره مبارزه وکړو.

دا خبر تر يو بريده سمه هم ده، چې د کرښې هغه غاړې ته په پښتنو کې د لوی افغانستان جذبه او چيغه دومره ژوندۍ او تېزه نه ده، څومره چې د کرښې دغه غاړې ته افغانان يې لري. نو اوس مبارزه همدې ته وايي، چې د کرښې د هغه غاړې د پښتنو ذهنيت بدل کړو، هغه ذهنيت چې دوی له کلنو را هيسې اخيستي او ځان د افغانستان برخه نه بولي بايد په مبارزې يې تبديل کړو.
 
اوسنی افغانستان په داسې يو حالت کې دی، چې خپله کابو دوه مېلېونو افغانانو هم دغه کور پرېښودلی په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشت شوي دي، نو هر کله چې خپله افغان له هېواد په تېښته وي، نو څه ډول بل ته ويلي شو، چې راځه له مونږ سره يو شه او دلته راشه؟

لکه څه ډول مو چې وړاندې هم وويل، د لوی افغانستان لپاره اوږده لار او مبارزه پاتې ده. په دې لارې او مبارزې به يوازې هغه خلک بريالي کېدای شي، چې صبر، زغم، حوصله او غښتلی هوډ ولري.

د کرښې هغه غاړې پښتانه به ما او ته نه غواړي، خو زه او ته به يې غواړو. مشهوره خبره ده، چې حق ورکول کيږي نه بلکې حق غوښتل کيږي او اخېستل کيږي. نو که د ډيورنډ کرښې هغه غاړه خاوره په تاريخي لحاظ خپل حق بولو، نو بيا يې مونږ ته څوګ په وړيا نه راکوي، بلکې په مبارزې سره به دغه حق غوښتل کيږي او اخېستل کيږي به.

که چېرې د ماشومانو په څير يوه ورځ د ډيورنډ غږ پورته کوو، د لر او بر يو افغان چيغه وهو، خو سبا بيا په يو نه په بل څه، مرور او سره وران وو، نو دا بيا د لوی افغانستان لپاره مبارزه نه بلکې لنډمهالې احساسات دي، چې عمر يې ډير کم وي.