امريکا په بدخشان کې له چين څخه ساتنه کوي

امريکا په بدخشان کې له چين څخه ساتنه کوي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

افغانستان ته د امريکا په راتګ سره نېږدې ۱۶ کاله تېر شول. امريکا او نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله، ترڅو په افغانستان کې د نړيوال ترورېزم رېښې له منځه يوسي او دغه هېواد له سولې، امنيت پرمختګ او ښه ژوند څخه برخمن کړي.

افغانستان ته د امريکا او نړيوالې ټولنې په راتګ سره په ډېرو برخو لازم پرمختګونه او لاس ته راوړنې تر سترګو کيږي. بيارغونه، روغتيايي برخه، ښوونه او روزنه، نويې اداره، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې، مخ پر ودې اقتصاد او داسې نور هغه څه دي، چې د امريکا له راتګ وړاندې افغانستان نه درلودل او يا يې هم په په نشت حساب وو.

د پورته ټولو لاس ته راوړنو او پرمختګونو خوند او رنګ يو بل څه خراب کړی او له منځه يې وړی دی، جګړه؛ افغانان له څو لسيزو په خونړيو جګړو کې ښکېل وو، خو د طالبانو په راتګ سره افغانانو لږ څه د جګړې نوم هير کړ. د طالبانو په دوره کې نوی را لوی شوی افغان نسل د جګړې له نوم او انځور سره بلد وو، خو د جګړې مخ او غږ يې نه اورېدلی.

د طالبانو د رژيم له سکوت وروسته، افغانان د ژوند يو بل او نوی پړاو ته دننه شول، نړيوالې مرستې او د نړيوالې ټولنې شتون په دومره پراخه پيمانه د افغانانو لپاره بې سارې ښکارېدنه وه. افغانانو فکر کولو چې په دې سره به افغانانو د يوې ښې او غوره راتلونکې په لور پيل وکړي، خو دا هر څه د افغانانو د خوب لېدل وو.

د امريکا او نړيوالې ټولنې په راتګ سره، افغانان له داسې خونړۍ جګړې سره مخ شول، چې که له تېر سره پرتله شي، نو ډېره خونړۍ، پېچلې او بې سارې به ښکاره شي. د هېواد په ګوټ - ګوټ کې له تېرو شپاړسو کلنو وينه بهېدونکې جګړه روانه ده او په هره ورځ له يو ځای او بل ځای د مرګ - ژوبلې راپورنه خپريږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول، ډېري افغان او نړيوال شنونکي او عام افغانان په دې باور دي، چې په افغان جګړه کې د امريکا ملي ګټې نغښتې دي او په همدې پار به د يو نامالوم وخت لپاره دغه جګړه په افغانانو تپل شوي وي. دغه خلک استدلال کوي، چې که چېرې امريکا د افغان جګړې رېښتنی حل غواړي او امريکا نړيوال ځواک او پرمختللی هېواد هم وي، نو په کالنو نه، بلکې په مياشتو کې حل شونی دی، خو که چېرې امريکا نړيوال سوپر طاقت هم وي او بيا هم جګړه تر شپاړسو کالنو دوام کوي، نو بيا مانا دا ده، چې دغه جګړه نيباتي ده او روانه به وي.

په داسې حال کې چې د هېواد په هر برخه کې جګړه روانه ده، امريکا په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو د ګټو په موخه بل ډول جګړه کوي. د ډېپلوماسۍ او ډېفېنس په نوم وېب پاڼې په تازه راپور کې ويل شوي، چې امريکا په بدخشان کې، د ترکستان له اسلامي غورځنګ او نورو وسله والو ډلو څخه د چين ساتنه او دفاع کوي.

وېب پاڼه وړاندې ليکي، د افغانستان، چين او تاجکستان په ګډه پوله، امريکايي او ناټو ځواکونو هغه وسله والې ډلې او ملېشه ځواکونه ځپلي، چې د چين حکومت پر وړاندې جګړه کوي او غواړي چې ځانونه چين ته ورسوي.

د وېب پاڼې په حواله، د امريکا تر مشرۍ لاندې افغان ځواکونه هم له هغه وسله والو ډلو سره په جګړه کې بوخت دي، چې د چين سره دښمني او وسله والې نښتې لري.

د ډېپلوماسۍ او ډېفېنس د راپور مطابق، امريکا هغه ترکستاني وسله والو وژلي، چې د چين دننه او د چين څخه را بهر يې جګړه کوله، امريکايي پوځيانو په افغانستان هغه ترکمن جنګيالي هم وژلي، چې په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې يې، په قرغیزستان کې د امريکا په سفارت بريد کړی وو.

امريکايي ځواکونو ويلي، چې دغه وسله وال د چين لپاره يو ستر ګواښ وو او د افغان طالبانو په ملاتړ يې وړاندې تګ کولو. امريکايي پوځ همدا ډول ادعا کړي، چې هغه چين وګړي، چې د چين په خلاف جګړه کوي، د افغانستان له خاورې يې په نښه کړي او وژلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ترکستان اسلامي غورځنګ د چين لپاره ستر ګواښ او اندېښنه ده، خو د دوی پر وړاندې يې د امريکا متحدو ايالتو د پوځ د عملياتو په اړه يې بې خبري ښودلي.

په افغانستان کې د امريکا په شتون نړيواله نېوکه دا ده، چې افغانستان ته د امريکا په راتګ سره په لسګونه ترهګرې ډلې افغانستان ته را دننه شولې. روسيه، چين، ايران، هند او په سيمه کې نور هېوادونه په افغانستان د امريکا له شتون څخه په دوه ډوله ويره لري.

لومړي دا چې، امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي شتون ته د مشروعيت په موخه دلته جګړه او ترهګر ساتي، چې دغه ترهګر د پورته يادو هېوادونو لپاره مستعقيم ګواښ دی.
دويم دا چې، په خپله د امريکا پوځي شتون په افغانستان د سيمې د هېوادونو لپاره امنيتي او تر ډېره سياسي ګواښ بلل کيږي.