هندي لوړ پوړی چارواکی پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

د هند ځانګړو پولیسو د هوایي ځواک یو لوړ پوړی چارواکی «ارون مرواح» پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
 د پولیسو څېړنو ثابته کړې ده، چې نوموړي د هند حساس نظامي معلومات پاکستان ته ورکول. ویل کېږي ارون مرواح د ټولنیزې شبکې  واټس اپ له لارې د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې کار کوونکې ته چې یوه ښځه ده د هند د نظامي ځواک اړوند معلومات ورکول.
 پولیس وایي پاکستاني استخباراتو له څو میاشتو را په دېخوا د فیسبوک او واټس اپ له لارې له دې هندي چارواکي سره په اړیکه کې و، چې نوموړی یې دې ته اړ کړی، تر څو معلومات ور سره شریک کړي.