نړيوالې اړيکې: د امريکا په مقابل کې، د روسيې او چين په اړيکو لنډه کتنه

نړيوالې اړيکې: د امريکا په مقابل کې، د روسيې او چين په اړيکو لنډه کتنه
شمس رحمانزی

امريکا او روسيه د شلمې زېږديزې پيړۍ راهيسې بیا تر نن، د خپلو ملي ګټو او په نړۍ کې د يوازيني زبرځواک موخې ته د رسېدو پر سر له يو او بل سره وران هېوادونه دي. د روسيې او امريکا ترمنځ په نړۍ کې د واک - ځواک لرو سيالي په شلمه پيړۍ کې پيل شوې وه، خو چې کله د دوی ترمنځ په سړه جګړه کې، روسيې د امريکا پر وړاندې ماتې وخوړه او ټوټه شوه، نو امريکا د نړۍ د يوازينې سوپر طاقت په توګه ځان مطرح کړی.

د ۲۱ مې پيړۍ په راتګ سره، روسيې وکولی شول، چې خپل ځان راټول کړي او يو ځل بيا په نړۍ کې د سوپر طاقت هېواد په ډول ځان را څرګند کړي. د روسيې ياده هڅه په اسانۍ سره وړاندې نه ځي، امريکا نېږدې د دوو پيړو په جريان کې ځان داسې پوړیو ته رسولی، چې تر ډېره بريد يې د نړۍ واک - ځواک له ځان سره اخېستی او د يوازيني سوپر طاقت په ډول په نړۍ خپل راج ساتي.

چين په اقتصادي ډول له ۲۱ پيړۍ وړاندې هم يو غښتلی هېواد وو، خو د ۲۱ پيړۍ په ترڅ کې د چين اقتصاد د ځينو نورو هېوادونو لپاره خطر او ګواښ شو. امريکا د چين د تيز پرمخ تلونکي اقتصاد څخه ويره ښودلي او چين يې تورن کړی، چې په اقتصادي ډول يې خپل ګاونډ هېوادونه د استعمار لاندې کړي.

په اوسني وخت کې د امريکا پر وړاندې د روسيې، چين او يا بل غښتلي هېواد سيالي؛ خو هغه هم په يوازې ځان ستونزمنه او تواني خبره ده، دا ځکه چې په نړۍ د امريکا راج او واک هم د نړيوالې ټولنې په نوم له يو څو هېوادونو جوړ دی، چې کرېډېټ يې امريکا ته ځي.

د امريکا د ګټو خنډ هېوادونه روسيه، چين، ايران، شمالي کوريا او د امريکا په وچه کې يو شمېر نور هېوادونه دي. امريکا د ايران او شمالي کوريا پر وړاندې داسې پالېسي غوره کړي، چې دوی او د امريکا يو شمېر نور ناخوښ هېوادونه يې، په نړيواله سياسي انزوا کې اچولي او د سيالۍ له وړتيا يې غورځولي دي، خو امريکا له چين او روسيې سره هغه کړه - وړه نشي کولی، کوم چې يو له ايران او شمالي کوريا سره کوي. لوموړی خو دا چې، چين او روسيه د ايران او شمالي کوريا په پرتله څو ځلې غښتلي هېوادونه دي او په سياسي، پوځي او اقتصادي ډګرونو کې له امريکا سره د سيالۍ وړتيا لري. دويم دا چې، د ايران او شمالي کوريا په پرتله، روسيه او چين يو ډېر ښه نړيوال انځور او اغېز لري.

څه ډول چې، امريکا په اروپا کې د ناټو په تړون کې اروپايي هېوادونه له ځان سره تړلي او همدا ډول يې په مختلفو نورو تړونو کې د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه د ځان متحدين ګرځولي او له دې لارې په نړۍ واک - ځواک لري، نور روسيه او چين هم اړ دي چې په لومړيو کې خپلې اړيکې پراخه او ورپسې د نړۍ نور هېوادونه په ځان راټول کړي او د امريکا پر وړاندې د نړيوال ځواک په توګه سيالي وکړي.

د تاريخ په اوږدو کې د چين کمونيسټ دولت او پخواني شوروي اتحاد، په اېډيالوژیک ډول سره نېږدې او تړلي هېوادونه وو، د کمونيزم ايډيالوژۍ يو ليدلوري چين او روسيې په تېر وخت کې په خپل منځ کې سره وران هم وو او د جګړې تر پولو هم رسېدلي وو. په اوسني وخت کې د بل هر وخت په پرتله د چين او روسيې اړيکې سره نېږدې او ښه شوي دي. څه وخت وړاندې چين په روسيه کې د ۱۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړه، چې دا دې والد مېر پوتين او شي جینپینګ د غوره اړيکو بېلګه کېدای شي.

د امريکا او غربي نړۍ له خوا په روسيې باندې اقتصادي او نورو بندېزونو، روسيه او چين لا نور هم سره نېږدې کړي او په ځانګړي ډول د چين او روسيې اړيکې غښتلې شوې. ولسمشر پوتين چين ته په خپل سفر کې ويلي وو، چې غربي نړۍ په روسيې غېرې قانوني بندېزونه لګولي خو دغه بندېونه به د چين او روسيې په اقتصادي اړيکو کوم بد اغېز ونشي کړی. د پوتين په وينا اوس مهال د چين او روسيې ترمنځ د ۸۸ مېلېارده او ۴۰۰ مېلونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوي او دغه دوه هېوادونه ښې اقتصادي اړېکې لري.

روسيې د شمالي کوريا په مساله کې له چين سره ځان نېږدې کړی دی. امريکا د شمالي کوريا اټومي وړاندې تګ ته په تونده ژبه او د زور په مټ ځواب ورکوي، خو روسيه هڅه کوي د سولې او خبرو اترو له لارې د چين په همکارۍ د کوريا ستونزه حل کړي او د کوريا په ټاپوزمه کې ځان اغېز لرونکی هېواد جوړ کړي.

په پوځي برخه کې روسيه د چين سره پوره همکاري کوي. د راپورنو له مخې د چين ټول هغه پوځي تجهيزات چې له بهر څخه يې کوي، له ۲۵ څخه تر ۵۰ سلنه پورې يې له روسيې لاس ته راوړي. چين په اوس وخت کې هڅه کوي، چې تر ډېره تکيه په خپلو کورنيو توليد شويو وسلو وکړي، خو بيا هم د خپلو وسله يوه ډېره برخه لکه د جېټ الوتکو ماشينونه له روسيې څخه رانيسي.

د امريکا پر وړاندې د چين او روسيې يوه بله هڅه د دوی ترمنځ په نړيواله سوداګرۍ کې، د امريکايي ډالر پر ځای د روسيې روبل او د چين د يوان کارونه ده. دوی غواړي په نړيوال بازار کې د ډالر مخنيوی وکړي او خپلې دولتي پيسې د راکړې - ورکړې وړ جوړې کړي.

د مرکزي اسيا او افغانستان په مسايلو کې، چې امريکا په پوځي ډول ښکېله ده، روسيه او چين بيا د افغانستان او مرکزي اسيا مسايل او ستونزې د منځګړېتوب او ډېپلوماسۍ له لارې د حل په لټه کې دي. د طالبانو سره د سولې د خبرو - اترو په موخه په مسکو او بېجېنګ کې درې اړخيزې او څلور اړخيزې ناستې هغه څه دي، چې چين او روسيه هڅه کې تر څو په افغانستان کې د امريکا پوځي شتون پای ته ورسوي.
کابو يوه مياشت وړاندې د امريکا د متحد ايالتو د فاع وزير جنرال مټيس د چين او روسيه په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې وه، چې روسيه د خپلو نېږدې کونډيو هېوادونو پر وړاندې د ويټو حق کارولی، چې په پايله کې يې ګاونډيو هېوادونو ته د اقتصاد او امنيت په برخه کې سر خوږی جوړ کړی دی، چين غواړي چې په اقتصادي ډول خپل ګاونډيان ووېروي.
 
چين او روسيه په شمالي قطب کې دوه ګاونډ او سيال هېوادونه دي، دوی کومه تاريخې ملګرتيا نه لري، خو د امريکا پر وړاندې يې د ملګرتيا او همکارۍ اړيکې رامنځ ته کړي دي. ترڅو چې امريکا په نړۍ د واک لرو هڅه کوي، تر هغې به چين او روسيه هم د نېږدې کيدو او ښو اړيکو په لټه کې وي. د امريکا پر وړاندې د چين او روسيې ګټې شريکې دي، خو د امريکا په نه شتون کې چين او روسيه او د يو او بل په مقابل کې متضادې ګټې لري.