بر دی او که لر پښتون
يو افغان لر - بر پښتون
مړ دی که ژوندی پښتون
نوم يې پاتې نر پښتون
چوپ دی خو لا شته پښتون
پروت دی لکه غر پښتون
ويښ پښتون خبر پښتون
بيا له ټولو بر پښتون
يو افغان دا غږ پښتون
دلته هم خيبر پښتون
جوړ مه کړه مجبور پښتون
تېر وي بيا سر پښتون
جهل دی تياره پښتون
علم لکه لمر پښتون
يون شولو ټوټه پښتون
شمسه نن خبر پښتون
وروستي