يو شمېر افغان رسنۍ د (لر او بر يو افغان) چيغه خاموشه ساتي

يو شمېر افغان رسنۍ د (لر او بر يو افغان) چيغه خاموشه ساتي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
له يوې اونۍ راهيسې د خبير پښتونخوا څخه شروع د پښتون ولس سوله ييز لاريونونه پيل شوي چې په اوس وخت کې د پاکستان د کراچۍ او اسلام اباد تر ښارونو ورسېدل.

په لاريونونو کې د پښتون ولس نارينه، ښځې، ځوانان، سپین ږيري او تر دې چې تنکي ماشومانو هم برخه لري، په پوره جوش او لوړه پښتنې جذبه د پښتون قوم د حق چيغې وهي.

لاريونکونکي د پاکستان له پنجابي حکومت څخه لاندې غوښتنې لري:
- په خبير پښتونخوا کې د حکومت له لورې د ترهګرۍ په نوم د تپل شوې جګړې بندول او په اړه يې پوره وضاحت ورکول، چې د کالنو په ترڅ يې په سلګونه پښتانه مشران او ځوانان ووژل.

- د هغه پښتنو ځوانانو او مشرانو په اړه له حکومت سپينوی، چې پرته له کوم جرم په قضدي ډول سره د پاکستان پوځ، استخباراتو او پوليسو وژلي.

- د هغه پښتنو ځوانانو او مشرانو په اړه له حکومت سپينوی، چې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او پوليسو په تياره زندانو کې پر ته له څرګند جرم او ګناه څخه ساتل کيږي.

- په پښتنو سيمو کې د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پټنځايونو له منځه وړل.

- د ترهګرۍ په نوم د پښتنو سیمې په بمونو فرش شوي، د هغوی پاکول.

- د پنجاب په ادعا چې يو پاکستان؛ خو بيا هم د خبير پښتونخوا او پنجابي ايالتونو ترمنځ د مور او مېرې د چلند بندول.

- د ورستي پښتون ځوان نقيب محسود د وژل کېدو په اړه سپينوی.

لاريونکونکي پورته او ورته نورې ډېری غوښتنې لري او ګواښ يې کړی، چې تر څو يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويلي شي، لاريونونه به جاري وساتي. دغه لاريونکونکي په منظم ډول له يوې اونۍ راهيسې، شپه او ورځ خپل لاريونونه کوي او د خپلو مشرانو او څارنديو ډلو له لورې يې نظم او ډېسپلين ساتل کيږي.

د لاريونکونو د شعارونو په منځ کې تر ډېره (لر او بر يو افغان) شعار او چيغه په تکراري ډول سره اوريدل کيږي او په پوره جذبې سره بدرګه کيږي. لاريونکونکي د پاکستان حکومت او نړيوالې ټولني ته ور يادوې، چې د پښتون په درد؛ دردمن پښتون دی، دا ولس يو دی او په رګونو کې يې وينه يوه ده. د لاريونکو ترمنځ (لر او بر يو افغان) شعار داسې جذبه راپاروي، چې پنجابی حکومت يې په سخته ويره کې اچولي او د نړيوالې ټولنې توجه يې را جذب کړې ده.

د لاريونکونکو سترګې هم، تر ډېره د خپل وجود د لويې برخې او لويې کور افغانستان په لورې دي. دوی تمه لري، چې افغان حکومت به يې رسمي ملاتړ وکړي، افغان ولس به يې ملا ور وتړي او افغان رسنۍ به يې غږ بدرګه او تر نړيوالو ورسوي.

خو هغه افغان رسنۍ چې، د (لر او بر يو افغان) له چيغې په ويره کې دي، او د يو افغان په شتون کې هغه ګټې، چې دوی يې له پرديو هېوادونو څخه په غېرې مشروع ډول او د جاسوسۍ په کولو سره تر لاسه کوي په خطر کې ګوري.

دغه يو شمېر افغان رسنۍ د شرق او غرب په پېښو پوره او بشپړ راپورنه لري، د ايران د لاريونونو لپاره يې ايران ته خپل خبريالان لېږلي وو، شيبه په شيبه يې داسې راپورنه خپرول، چې د خپلو مشرانو له لورې به ورته لارښوونه کېدله، حتی د نيپال، تايوان، منګويالا خبرونه او پښېو ته يې خبري پوښښ ورکولو، خو د (لر او بر يو افغان) چيغه پټه او خاموشه ساتي.

(لر او بر يو افغان) چيغه نن نه دی پيدا شوي، دغه چيغه پوره ۱۲۵ کاله وړاندې دا چيغه وزږېده. دا چيغه هغه وخت او وزږېده، چې کله یو افغان په لر او بر ووېشل شو.

(لر او بر يو افغان) د چيغې د خاموشول کولو په موخه په مېلېارده پيسې خرڅ شوې، په زرګونه سرونه خاورې او قرباني شول، په بېلا بېل ډول يې د خاموشولو هڅې وشوې، خو دا چيغه چې څومره پخوا وه، نن يې له هغې ډېر غږ او زور اخېستی دی.

هغه افغان رسنۍ چې، (لر او بر يو افغان) يې د ترهګر، جاهل او ورسته پاتې په نوم معرفي کولو، بيده او نا خبره يې بللو او هڅې يې کولې، چې نړيوالو ته يې داسې ور معرفي کړي، چې هم دوی دي، چې ترهګر دي. خو دا چې نن (لر او بر يو افغان) د ټولو نړيوالو اصلو مطابق د خپل حق غوښتنې په موخه غږ پورته کړ، او نړۍ ته دا ښيي، چې له دوی سره څه کېدل او څه کيږي، نو ځينو افغان رسنيو په تعصبي ډول او د بيان د ازادۍ د اصولو خلاف د حق چيغه پټه او چوپ ساتي.

دا ولس به که نن وي او که سبا، يو افغان شي، خو اجېنټ او پردی پال به يې پر وړاندې ذلیله او شرمينده وي.