
امريکا او روسيه ولې له يو بل سره وران دي؟ (دويمه برخه)
شمس رحمانزی
۲۰۰۹ زيږديز کال، بارک اوباما او دیمتری میدودیف:
په ۲۰۰۸ زيږديز کال کې دیمتری میدودیف د روسيې ولسمشر وټاکل شو. په ۲۰۰۹ زيږديز کال د امريکا متحدو ايالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما او دیمتری میدودیف په لندن کې د G-20 يا شلو هېوادونو په ګډه راټولېدنه کېط سره ولېدل. دواړو ولسمشرانو د امريکا او روسيې ترمنځ د نويو او تازه اړيکو د جوړلو ژمنې وکړي.
داوړو مشرانو د ايران د اټومي پروګرام په اړه په ګډه هوکړه وکړه او دې موافقې ته ورسېدل، چې نړيوال څارونکي په ايران ته استوي، ترڅو د ايران د اټومي پروګرام څارنه او کتنه وکړي.
د همدې کال په جولای کې ولسمشر اوباما مسکو ته سفر وکړ، له ولسمشر دیمتری میدودیف او لومړي وزير پوتين سره يې ولېدل. اوباما په مسکو کې د يوې لويې راټولېدنې په ترڅ کې وويل، "امريکا يو باثباته، په اقتصادي لحاظ غښتلې او له سولې برخمنه روسیه غواړي."
په ۲۰۱۱ کې د روسيې او امريکا ترمنځ نوې ښې شوې اړېکې يو ځل بيا د خرابوالی په لور لاړې. په مسکو کې د ۲۰۱۱ کال د پارلماني ټاکنو کې د درغليو له امله براخه لاريونونه تر سره شول، پوتين امريکا تورنه کړه، چې د روسيې په کورنيو چارو کې لاس وهنه کړي او خلک يې د حکومت ضد لاريونو ته هڅولي دي.
۲۰۱۲ زېږديز کال، د پوتين بيا ځلې واک ته رسېدل او بارک اوباما:
پوتين او اوباما د سوريې د اټومې وسلو په هوکړه وکړه، پوتين وويل، چې د سوريې اټومي وسلې به تر نړيوال کنټرول لاندې نېول کيږي او وروسته به له منځ ځي. او باما د پوتين دې غه وړانديز هرکلی وکړی او ژمنه يې وکړه چې په همدې پالېسۍ به د سوريې په اړه له روسيې او نورې نړيوالې ټولنې سره وړاندې ځي.
په ۲۰۱۳ زېږديز کال اوباما سوريې ته پوځيان ولېږل، دغې کړنې د پوتين په شمول د نړۍ د نور هېوادونو د مشرانو هغه باور چې د اوباما په اړه يې دراود له منځه يوړ. اوباما هغه ژمنه ماته کړه، چې له روسيې او نورو هېوادونو سره يې د سوريې د مسالې په اړه کړې وه.
۲۰۱۳- اډوارډ سنوډن موضوع:
د امريکا د سي ای اې کارمند، اډوارډ سنوډن په ۲۰۱۳ زيږديز کال د سي ای اې مهم او پټ اسناد کاپي او وروسته يې خپره کړل. اډوارډ سنوډن هانګ کانګ ته پناه يوړه او له هغې وروسته مسکو ته لاړ. مسکو اډوارډ سنوډن سياسي پناه ورکړه. د مسکو له خوا اډوارډ سنوډن د سياسي پناه ورکول د دواړو هېوادونو ترېنګلې اړېکې لا پسې خرابې کړې.
د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې د پوتين او اوباما ترمنځ شخصي اړيکې دومره خرابې شوې، چې په هېڅ ځای کې د يو بل مخامخ فزيکي شتون نه شو زغملی.
۲۰۱۴- د اوکراين موضوع:
په ۲۰۱۴ کې په اوکراين کې د وکتور یانکوووچ رژيم سکوت وکړ. د وکتور یانکوووچ له واک څخه د لېرې کېدو سره سم روسيې په کريما کې ټول پوښتنه تر سره کړه. امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته شکايت وکړ، چې په کريما کې د روسيې له خوا تر سره شوې ټول پوښتنه غېرې قانوني ده او په وړاندې يې بايد اقدامات واخېستل شي.
کريما ته د روسيې د پوځي تګ په اړه امريکا ته وويل، "روسيه په کريما کې د ۱۹ پيړۍ کړه - وړه کوي، کريما ته د روسیې پوځي تګ په څرګند ډول پوځي تيری دی."
- ۲۰۱۶ کال - د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ۍس ټاکنې:
د امريکا متحدو ايالتونو په ولسمشريزو ټاکنو کې روسيه په لاسوهنو تورنه شوه او وويل شول، چې په سايبري بريدونو يې د ټاکنو پايلې د ټرمپ په ګټه اغېزمنې کړې، خو روسيې او په خپله ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې په وار - وار رد کړې.
واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته د روسيې هيلې او تمې:
په هغه ايډيالېسټيک ليدلوري کې، چې پوتين: ټرمپ د ټاکنو په جريان او واک ته له رسېدو وړاندې په کې کې لېدلو، نو ټرمپ ډېر خواږه او په زړه پورې وو، خو چې کله ټرمپ واک تر لاسه کړ؛ اونۍ، مياشتې او کلونه تېر شول، نو د پوټین په ذائقه د ټرمپ خوند تورش او تريخ حس او څرګند شو. مسکو هم له ايډيالېزم رابهر او په ريالېسټيک لېدلورو کې د ټرمپ په ننداره شو.
ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټول ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو د څېړونو امر وکړ. په روسيه باندې د امريکا د متحدو ايالتونو پخواني بنديزونه لاپسې سخت، ټينګ او ترخه شول، د کرملين ماڼۍ د ټرمپ په نا اشنا او د تمې پر خلاف کړنو نهيلې شوه او د ټرمپ ريښتنی خوند يې وڅکولو.
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو له مسکو سره د واشنګټن په کډ کار کولو داسې شرطونه اېښودل چې مسکو يې د ټرمپ په اړه د نهيلۍ کند ته ټيل وهلو.
امريکايي چارواکو په خپلو ورستيو څرګندونو کې، په افغانستان کې د روسيې له لاس وهنو سر ټکولی او په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د روسيې په منځګړېتوب بې باوري ښودلي.
امريکا په روسيې يې نېوکه کوي، چې په خپلو ګاونډيو هېوادونو يې، د وېټو داسې قوانين وضع کړي، چې له دغه هېوادونو څخه يې د امنيتي، اقتصادي او ډېپلوماټيکو پرېکړو واک اخېستی دی.
اوس مسکو په سپینو شرابو د ولسمشر ټرمپ د بريا کلېزې نه لمانځي، اوس پوتين د ټرمپ تروش او تريخ خوند وڅکلو.