
د جرمني فضايي ساينسپوه (هارت وېګ) دعوا کوي ، چې د ( ووياګر2) په نامه د ناسا يوه سپوږمکۍ له تېرې مياشتې څخه ځمکې ته داسې عجيب او غريب پيغامونه استوي ، چې پوهېدل يې د دوی لپاره ګران دي. د ده په اند ښايي دا سپوږمکۍ له ځمکې څخه بهر د ځينو غير انساني موجوداتو له خوا تښتول شوي وي او دوی به اوس هڅه کوي چې له ځمکې سره اړيکي ټينګ کړي. (ووياګر2 ) درې دېرش کاله وړاندې د جوپيتر، اورانوس ، نپتون او پلوتو د څېړنو لپاره استول شوې وه . په دغه سپوږمکۍ کې د نړۍ په 55 بېلا بېلو ژبو موسيقۍ او د ښو نيتونو پيغامونه ثبت شوي وو، چې غوښتل يې د کايناتو له نورو موجوداتو سره د اړيکو ټينګولو هڅه وکړي. د روان کال د اپرېل له 22 مې نېټې څخه د دې سپوږمکۍ رابطه له ځمکې سره پرې شوې ده.